د اسلامي اقتصاد پیژندنه
ترتیب کوونکی: ذبیح الله مفکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اسلامي اقتصاد مفهوم
د اقتصاد لغوي معنی : اقتصاد په لغات کي د قصد څخه اخیستل شوي او د قصد په چارو کي منځګړيتوب او په او فیصله کي د عدالت او انصاف او د مال په لګښت کي د اعتدال او ميانه روی په معنی استعمال شوی دی.
ګـڼ شمیر ایاتونو د همدغو معنی ګانو څرګندونه کوي لکه (الله جل جلاله) په قران کریم کي فرمايي:
( وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ) (سورة لقمان: ۱۹)
ژباړه په خپل تګ کي میانه روی غوره کړه او خپل غږ لږ ټيټ کړه .
د اقتصاد مفهوم د قران په رڼا کي:
قران کریم د اقتصاد د کلیمې مفهوم په دقیقه توګه په ګڼو ایاتونو کي ټاکلی دی چي ځيني يي په لاندي ډول دي:
الله (جل جلاله) په قران کريم کي فرمايي:
( وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا.) (سورة الاسری: ۲۹)
ژباړه: مه خپل لاس تر غاړي تړه او مه يې داسي غځولی پریږده چي پړ او بې وسی پا تي شي.
بل ځاي الله (جل جلاله) فرمايي:
( وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا.) (سورة الفرقان: ۶۷)
ژباړه: مومنان هغه کسان دي چي کله مال لګوي نو نه اسراف کوي او نه بیخي لاس نیسي بلکي د دواړو په منځ کي روان وي.
په پورتنیو ایاتونو کي د اسراف او بخل ترمنځ د اقتصاد د مفهوم ټاکنه شوې ځکه چي اسلام د اسراف او بخل غندنه کوي او موږ ته د شتمنۍ د ویش او ټولو چارو په هکله د متوازني لاري اختیارولو ښو ونه کوي.
د اقتصاد اصطلاحي معنی:
ددې لپاره چي خلګ د اسلامي اقصاد سره اشنا سي او وې پیژني نو اسلامي پوهانو د اسلامي اقتصاد ډیر تعریفونه کړي چي له هغې جملې څخه ځیني تعریفونه په لاندي توګه ذکر کوو:
۱- پروفیسور محمد عبدالله العربي اسلامي اقتصاد داسي تعریفوي: اسلامي اقتصاد د هغو عامو اصولو او قوانينو مجموعه ده چي د قران کريم او نبوي سنتو څخه استخراج شوې په هر ځاي او هر وخت کي ددغو اصولو په بڼسټ د اقتصاد ماڼۍ ودانیږي.
۲- د دکتور احمد صفی الدين غوص تعریف: اسلامي اقتصاد هغه علم دی چي د اسلام احکامو په رڼا کي د اقتصادي نادرو موادو لاس ته راوړلو او د مال د لګښت په هکله بحث اوڅیړنه کوي.
۳- جامع تعریف: اقتصاد داسي علم دی چي د محدودو انساني او مادي وسايلو څخه د انسان بې شمیره ضروريات تر يو اندازي پوره کوي او د انساني ژوند د لوړي سطحي د حاصلولو لپاره د منظمو پلانونو لاندي اجتماعي کوښښونه کوي ترڅو تر ممکن حد پوري انسان ته خوښي او خوشحالي په برخه شي.
د اقتصاد د علم موضوع او بحث
دا چي د اقتصاد علم د انسان د بې شمیره خواهشاتو او محدودو وسایلو څخه بحث کوي نو په اقتصاد کي عموماً لاندي موضوعات څیړل کیږي:
۱: د تولیدي وسایلو مکمل او پوره استعمال: دا چي د انسان ضروریات او خواهشات بې شمیره او وسایل کم دي، نو دا وسایل باید په داسي شکل استعمال شي چي تر ممکنه حده پوري د انسان ضررویات پوره کړي، تولیدي وسایل پر درې ډوله دي:
الف: طبعي وسایل: هغه وسایل چي په طبعي ډول موجود وي، لکه: مځکه، معدنیات، ځنګلات، بحرونه، غرونه او داسي نور.
ب: مصنوعي وسایل: هغه وسایل چي د طبعي وسایلو څخه جوړ شوي وي، لکه: فابریکې، ماشینونه، سړکونه، بندونه، نهرونه، د برق ډیمونه، کښتۍ جهازونه، موټرونه او داسي نور.
ج: انساني وسایل: د کار او فعالیت وړ کسان چي په هغه کي مزدوران، کارګران، ډاکټران، انجینران او داسي نور فني کسان شامل دي.
۲: د شي ډول او مقدار معلومول: کوم شیان تولید شي او په څومره مقدار کي، تر څو د ټولني مقدار پوره کړي، چي په دې کي اول هغه شیانو ته حق ورکول کیږي چي ډير ضروري او بنیادي اړتیا ورته لیدل کیږي، لکه خوراکي مواد، لباس، دوا، د کور جوړولو اسباب او داسي نور.
۳: د شیانو د تولید د پاره غوره طریقې په کار اچول: د شیانو د تولید د پاره مختلفي طریقې موجود دي، چي د هغې څخه باید داسي طریقه انتخاب شي چي تر ټولو بهتر وي.
۴: د تولید شوو شیانو ویش او تقسیم: هغه شیان چي تولید شوي وي په څه ډول باید د خلګو ترمنځ تقسیم شي تر څو د خلګو او د ټولني د افرادو مشکل حل شی هسي نه چي په تولیدي شیانو یو څو کسان خېټه واچوي.
۵: د تولید ترقي او پرمختګ: کوم شیان چي تولیدیږي، ددې د پرمختګ د پاره باید لاري وسنجول شي او تولید کله ضعیف (کم) شي نو ددې مخه ونیسي ځکه ټولنه هغه وخت ترقي کوي چي د تولید عمل يې مخ په وړاندي روان وي.
ماخذ: د اسلام مالي نظام
-----------------------------------------------