تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د قرانکریم لس ډوله اعجاز
  تعلیم الاسلام
  December 29, 2016
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د معانیو د عالم معجزات

سوال: څنګه کولای سو غیرمسلمانانو ته د قرانکریم حقانیت ثابت کړو؟

د نبوت د دلایلو لړۍ د همدې سوال یو جواب دی.

 

۱: د قرانکریم د اعجاز اوله وجه

 
دلته کلیک کړئ: اوله وجه
 
 
۲- د اعجاز دوهمه وجه
 
قرانکريم د ټولي نړۍ د هدايت لپاره راغلی دی خو اول مخاطب يې عرب قوم دی چي فصاحت او بلاغت د هغوی فطري هنر او پيدايشي وصف وو، د قران چيلنج ورکول سو خو دا چيلنج يوازي که تر معنوي حُسن يعني حکيمانه اصولو او علمي معارفو او اسرارو پوري محدود واي نو د امي قوم د پاره به ددې د مثل د راوړلو څخه عذر کول معقول واي ليکن د قران ننګونه يوازي تر معنوي حُسنه نه وه بلکي د لفظي فصاحت او بلاغت په لحاظ يې هم درسته نړۍ وننګول، که دا کلام د ما فوق القدرت ذات لخوا نه واي نو ټولو عربو ته دا څه مشکله وه چي د يوه امي شخصيت د کلام په مثل بلکي تر هغه بهتر کلام سمدستي وړاندي کړي؟!  هغوی ته هيڅ مشکله نه وه!
 
خو قرانکريم د  هغوی غيرت په ډول ډول طريقو سره راپاروي بيا هم دا غيور قوم ټول خاموش دی او د مقابلې د پاره يو څو کرښي نسي وړاندي کولای !
 
عرب قوم د قران او اسلام د ختمولو لپاره خپل ټول طاقت په کار واچوی ، څومره ظلمونه يې وکړل؟ دا هر چا ته ښکاره حقيقت دی ، د رسول الله ﷺ ملګري يې په سختو ظلمونو وکړول څو د اسلام کلمه پرېږدي خو چي کله يې وليدل چي " دا هغه نشه نه ده چي تُرشکي يې پورته کوي "  نو د ښه راغلاست لاره يې خپله کړه او د عربو سردار عتبه ابن ربيعه د قوم د نماينده په حيث رسول الله ﷺ ته راغلی او د ټولو عربو د دولت، حکومت او د بهترين حُسن او جمال لرونکو پيغلو وړانديز يې ورته وکړی څو د اسلام تبليغ پرېږدي، رسول الله ﷺ ددې جواب د قران په څو ايتونو ورکړي.
 
کله چي دې تدبير کار ونه کړی نو د خونړي جنګ د پاره يې تياری ونيوی او د اسلام او قران د مخنيوي لپاره يې ډير سخت جنګونه وکړل، ځان، مال، اولاد، عزت او ژوند يې ټول ددې مقابلې د پاره ولګوی خو يو څو کرښي يې نسي جوړولاي.
 
ايا ددې چيلنج په مقابل کي د ټولو عربو سکوت او عُجز ددې خبري ښکاره شهادت نه دی چي دا د بشر نه بلکي د الله عزوجل کلام دی؟! ددې مثل د انسان څه چي د ټول مخلوق د قدرت څخه بهر کار دی.
 
عربو تر دې وروسته مجالس دايرول پيل کړل څو د حج په شپو کي د قران د خپراوي مخه ونيسي او نوي قومونه چي حج ته راځي هغوی دا کلام واونه وري، د خپلو غونډو په جريان کي د دوی مشران او بانفوذه کسان د قران په عظمت اعتراف کوي او په سوچ او فکر کي ډوب ناست دي چي اوس پر دې کلام څه نوم کښېږدي؟ په دوی کي هوښيارانو ويل چي دا خو نه د کاهنانو خبري دي، نه شعر دي، نه نثر، نه قصيده ده نه غزل، نه مرثيه ده، نه دا ډول کلام دلته سته او نه د بشر بل ډول کلام دی ! بالاخره د خپل ضد لکبله مجبور سوه چي په يوه نوم قران وبولي څو خلګ ور څخه متنفره سي لکه سحر ورته ويل.... خو کله چي به خلګو خپله قران واورېدی پوه به سوه چي دا خو سحر نه دی! 
 
په دې لړ کي ډير زيات کسان د قران په اورېدو په اسلام مشرف سول .
 
عربو د خپلو جاهلانه کړنو سربېره درواغ نه خوښول، کله چي يې د قران په اورېدو دا يقين سو چي ددې مثل نه سو راوړلاي نو دا بې ځايه کوښښ يې هم ونه کړی چي د چم او فريب په توګه يو کلام جوړ کړي ځکه چي دا يې د ځان د پاره پېغور او عيب ګڼی ځکه په دې هم پوهېدل که داسي يو شی جوړ هم کړو نو ټول عرب فصحا او بلغا به مو په دې امتحان کي ناکامه اعلان کړي او رسوا به سو ځکه نو ددې قراني چيلنج په اړه ټول قوم سکوت اختيار کړی او ځينو منصف مزاجو اقرار وکړی او تسليم سول.
 
عربو خپل عزت په دې کي لیدی چي د قران ددغه ننګوني په وړاندي خاموش وواسي.
 
ولي يې ایمان نه قبلوی؟
 
اکثرو چي ايمان نه راوړی د خپل ضد، عناد او خپلو پلرونو د رواج نه پرېښولو په وجه وو لکه د ابوجهل څخه چي پوښتنه وسوه چي د محمد ﷺ راوړی کلام څنګه بولې؟ ابوجهل وويل چي زموږ کورنۍ او د عبدمناف کورنۍ د همېش څخه په سيالۍ کي ژوند تير کړی دی ، موږ  به د هغوی سره په سيادت، قيادت، سخاوت او قهرمانۍ کي مقابله کول څو تر هغو پاته رانه سو، ټول عرب په دې خبر دي چي دواړه کورنۍ د برابر حيثيت مالکان دي، په دې حالاتو کي د هغوی د خاندان څخه اواز راپورته سو چي په موږ کي نبي پيدا سوی دی چي اسماني وحي ورته راځي، اوس نو دا ښکاره خبره ده چي د هغه مقابله موږ څنګه کوو؟ ځکه نو موږ دا طی کړې ده چي په زور او طاقت سره به د هغه مقابله کوو او هيڅکله به ايمان پر رانه وړوو.
 
 
۳- د اعجاز دريمه وجه
 
د اعجاز دريمه وجه دا ده چي په دې قران کي د غيبو او د راتلونکي واقعاتو په اړه ډيري زياتي خبرتياوي سته چي عيناً هم هغسي واقعات چي قرانکريم يې وړاندوينه کړې وه رامنځ ته سوي او رامنځ ته کيږي. دا وړاندويني به ان شاءالله په جلا فصل کي ولولی.
 
مقاله: د قرانکریم وړاندي ویني
 
۴- د اعجاز څلرمه وجه
 
په دې معجز کلام کي د مخکنيو امتونو، د هغو د شريعتونو او تاريخي حالاتو داسي واضح معلومات راغلي دي چي د هغه زمانې لويو لويو يهودي او عيسوي علماوو چي د مخکنيو کتابونو ماهرين بلل کېدل لا هم دومره معلومات نه درلودل. رسول الله ﷺ خو نه په يوه مکتب کي قدم ايښی، نه يې د کوم عالم سره ناسته کړې او نه يې کوم کتاب ته لاس ور وړی دی نو بيا د دنيا د پيل څخه بيا دده تر زمانې پوري د نړۍ د ټولو ملتونو تاريخي حالات او نهايي صحيح او رښتني ژوندليکونه (سوانح) او د هغو د شرايعو دقیق تفصيلات بيانول دا په ډاګه کوي چي بېله دې څخه چي الله  تعالی  هغه ﷺ ته خبر ورکړي بل ډول ناشونی دی.
 
 
۵- د اعجاز پنځمه وجه
 
دا ده چي په مختلفو آيتونو کي د خلګو د زړونو د پټو خبرو اطلاع ورکول سوې ده او بيا د هغو د اقرار څخه ثابته سوې ده چي همدا خبري صحيح او رښتني وې. دا کار يوازي عالم الغيب ذات کولای سي، د بشر لخوا عادتاً دا ناممکن کار دی، مثلاً په دې ايت کي راځي:
 
(إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا...) (۱)
او کله چي ستاسو دوو طائفو ددې خبري قصد وکړی چي (له جنګه) بې زړه سي دوی.
 
دا خبري هغوی هيچا ته نه وې بيان کړي خو قرانکريم هغه ښکاره کړې. او داسي نور ايتونه.
 
۶- د اعجاز شپږمه وجه
 
قرانکريم چي د کوم قوم په اړه دا وړاندوينه کړې وي چي  هغوی فلاني کار نسي کولاي نو بيا هغه قوم د ظاهري قدرت لرلو سره سره هغه نسي کولاي لکه د يهودو اړوند چي قرانکريم دا اعلان وکړی چي که واقعاً يهود ځان د الله  تعالی  دوستان او وليان ګڼي نو بايد الله ته د ورتلو شوق هم ولري نو يهود دي محضي د مرګ ارزو ښکاره کړي، الله تعالی  وفرمايل:
 
(وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا...) (۲)
او له سره به هيڅکله د مرګ هيله ونه کړي.
 
د مرګ تمنا هيچا ته مشکله نه وه خصوصاً د هغه چا لپاره چي قران يې تکذيبوی. د يهودو د پاره مسلمانانو ته د ماتي ورکولو دا ډير لوی غنيمت وو چي په هر مجلس او غونډه کي يې د مرګ د ارزو لرلو اعلان کړی وای. مګر يهودو او مشرکانو چي په ژبه هرڅومره د قران تکذيب کاوه خو په زړونو کي پوهيدل چي د قران هيڅ خبره غلطه نه ثابتيږي، که د مرګ تمنا وکړو ځای پر ځای به مرو! نو ځکه د قران ددې ښکاره چيلنج سره سره هيڅ يهودي دا همت ونه کړی چي صرف يو ځل په خوله د مرګ د ارزو اظهار وکړي.
 
قرانکريم د ډيرو زياتو واقعاتو وړاندوينه کړې ده چي ددې رسالې د غيبو د وړاندوينو په برخه کي يې لوستلای سي.
 
 
 ۷- د اعجاز اوومه وجه
 
هغه خاص کيفيت دی چي د قران په اورېدو سره پر هر خاص او عام مومن او کافر باندي پرېوزي لکه حضرت جبير بن مطعم رضي الله عنه چي د اسلام قبلولو ترمخه اتفاقاً د رسول الله ﷺ څخه د ماښام په لمانځه کي د طور سورت واوريدی ، کله چي رسول الله ﷺ اخري ايت ته ورسېدی نو جبير رضي الله عنه فرمايي چي زما زړه ګواګي پورته کېدی او دا هغه لومړۍ ورځ وه چي اسلام زما پر زړه اغېز وکړی، هغه ايت دا دي:
 
(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ (۳۵) أَمْ خَلَقُوا السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ (۳۶) أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُسَيْطِرُونَ.) (۳)
 
اوس هم په نړۍ کي چي کله غيرمسلمانان د قرانکريم ايتونو واوري او يا يې ژباړه مطالعه کړي نو سمدستي د قرانکريم څخه متاثره سي او مسلمانان سي. تر دې اندازې چي عيسايي راهبان خپلو پيروان د قرانکريم د مطالعې څخه په کلکه منع کوي!
 
يوه واقعه شيخ عبدالرحمن العريفي ذکر کړې ده چي کله يې په يوه عيسوي راهب او د هغې په مېرمني د عربي محاورې عامي خبري او بيا د قرانکريم ايتونه واورېدل نو هغو ورته وويل چي د قران په اورېدلو زموږ زړونه غورځېدل!
 
مقاله: پر یوه راهب او د هغه پر میرمني د قرانکریم اغېز
 
 
همدارنګه په غربي نړۍ کي ډیر دهري سانیس پوهان او علمي اشخاص د قرانکریم په مطالعه کولو متاثره سوي او بیا یې ایمان قبول کړی دی حال دا چي تر دې مخه ډیر سخت دهریان او یا عیسایان وه لکه د امریکا د پوهنتون پروفیسر جیفري لېنګ او پروفیسر ګیري میلر چي د (The Amazing Quran) په نامه يې کتاب هم ولیکی. ددې ترڅنګ ډیرو زیاتو ساینس پوهانو د قرانکریم د ایتونو په لوستلو خپل مثبت تاثرات ښکاره کړي دي.
 
مقاله: قرانکریم د ساینس پوهانو په اند
 
د قران د اغېز په وجه عربو قران په سحر سره تعبير کړی او ځينو خو د قران فصاحت ته سجده وکړل. د قران دومره اغېز دی چي عربو د وخت پاچاهانو ته د قران شکايت وکړی، خپلي ښځي او ماشومان يې د قران د اورېدلو څخه ليري ساتل څو پر قران زړه د لاسه ورنه کړي.(۴)  
 
حتی دوی يو د بل سره پريکړه وکړه چي قران به نه اوري خو بيا به هم دوی يو د بل په پټه قران ته غوږ نيوی. 
 
قرانکريم خپله پر نبي کريم ﷺ هم اغېز کوی او د نزول په وخت کي به په يخه هوا کي لا هم خولې پر راتلې او د تلاوت کولو په وخت کي به ډيره ژړا ور تلل. زموږ په عصر کي لا ډير داسي کسان سته چي کله په لمانځه کي د قرانکريم تلاوت اوري نو تر سترګو يې اوښکي غير اختياري بهيږي.
 
 
۸- د اعجاز اتمه وجه
 
که څوک د نړۍ يو بهترين کتاب څلور يا پنځه ځله ووايي نو هغه کتاب هغه دلچسپي د لاسه ورکوي خو د قرانکريم په بيا بيا تلاوت کولو او اورېدلو هيڅوک نه ستړي کيږي، (مسلمانان يې سهار تلاوت کوي، د ورځي يې پنځه ځله په لمانځه کي تلاوت کوي او دا ډول په نورو خاصو مجالسو او حالاتو کي هم د قران قرائت کيږي خو هيڅوک په زړه کي لا دا نه احساسوي چي نور زه ددې کتاب څخه خسته يم) دا صرف د قران ځانګړتيا ده چي څومره ويل کيږي د هغه سره يې شوق نور ډيريږي. دا هم د قرانکريم د الله له طرفه د راتلو ثبوت دی.
 
انساکلوپيډيا بريتانيکا جلد ۱۶، صفحه ۵۹۹ ليکي چي قران د نړۍ د ټولو موجوده کتابونو څخه زيات لوستل کيږي. خپله علماء کرام دا اعتراف کوي چي هر څومره قران زيات تلاوت کړو يا يې ترجمه او تفسير بيان کړو خو موږ ته نوی، تازه او اغېزمن ښکاري !
 
۹ – د اعجاز نهمه وجه
 
قرانکريم اعلان کړی دی چي ددې کتاب د حفاظت ذمه خپله الله  تعالی  اخيستې ده، تر قيامته به بېله کومه ادنی تغير او ترميمه باقي پاته وي. الله  تعالی  خپله دا وعده دا ډول پوره کړه چي د تيرو ۱۴۰۰ کلونو راهيسي په هره پېړۍ کي په لکونو انسانانو ټول قران په خپلو سينو کي داسي ساتلی دی چي د يوه زېر او زور د غلطۍ امکان يې نسته . په هره زمانه کي نارينه، ښځينه، ماشومان او سپين ږيري حافظان پيدا کيږي.
 
که يو لوی عالم د يوه زېر په اندازه غلطي وکړي نو يو ډير وړوکي ماشوم به يې راګرځوي!!
 
د نړۍ هيڅ مذهب د خپل کتاب دا ډول مثال خو څه چي ددې لسمه برخه لا هم نه سي وړاندي کولای، د ډيرو مذهبونو د کتابو په اړه دا معلومات کول هم مشکل ګرځيدلی دی چي ددې اصل په کومه ژبه راغلی وو او څو اجزاوي يې لرلې!
 
ځيني نوي مسلمانان د قرانکريم د همدغه يوه وصف په وجه مسلمانان سوي دي چي واقعات يې په انټرنيټ او نورو کتابونو کي ليدلای سو. قرانکريم د الله  تعالی  په قدرت سره د انسانانو د تصرف څخه ساتلی سوی دی او ان شاءالله تر قيامته به همداسي وي. ددې ښکاره معجزې وروسته ايا چا ته د قران په اړه شک او شبه پاته کېدلای سي؟!
 
۱۰- د اعجاز لسمه وجه
 
د قران د اعجاز لسمه وجه پر هغو علومو او معارفو احاطه ده چي نه تر اوسه کوم کتاب را اخيستي دي او نه اينده ددې امکان سته چي په دومره مختصر حجم او محدودو کلماتو سره دومره علوم او فنون راجمع کړي چي د ټول انسانيت دايمي ضرورتونو ته شامل وي او د انسان د ژوند د هري شعبې او حال اړوند پوره مرتب او بهترين نظام وړاندي کړي. د شخصي او کورني ژوند څخه پيل تر کليوالي او ښاري ژونده، د ټولنيزو اړتياوو څخه پيل بيا د نړۍ تر سياسته پر هر اړخ باندي چاپېر نظام وړاندي کوي.
 
او بيا يې نه يوازي په نظري او علمي توګه نظام پيش کړی بلکي په عملي ډول ددې رايجول او د درستي نړۍ پر نظامونو غالب راتلل او د  ملتونو مزاج، اخلاق، اعمال، معاشرت او تمدن کي هغه ستر انقلا پيدا کول چي مثل يې نه په لومړۍ پېړۍ کي او نه وروستو پيړيو کي ليدل کيږي. ايا دا حيرانونکي بدلون د کوم انسان د قدرت او عملي حکمت نتيجه کېدلای سي؟ خصوصاً کله چي هغه شخص هم خپله امي وي او هم يې قوم!
 
دا هم هغه محيرالعقول تاثيرات دي چي قران د الله له لوري په منلو باندي هر هغه شخص مجبوره کوي چي عقل او بصيرت يې تعصب او عناد نه وي برباد کړی.(۵)
 
د قران علومو او قوانينو د ټولي نړۍ قوانين رد کړل، ستر ستر حکومتونه او تمدنونه يې شاته کړل او د هغو ځاي يې ونيوی. بالاخره د اُميانو ډله يې د نړۍ د حکمت او تهذيب د مدعيانو استاذان وګرځول.(۶ )
 
د اعجاز نور اړخونه
 
د قرانکريم اعجاز ډير زيات اړخونه لري مثلاً:
 
د قران کريم د پيل څخه تر پايه ټول مضامين په نهايي شان او شوکت، او د کبريايي او عظمت په ډکو الفاظو او طاقتوره لهجې سره ادا کړل سوي دي.
 
يو مضمون يې د بل څخه مغلوبه نه دی، مثلاً انسان عاجزه مخلوق دی که يو حالت پر غالبه سي هغه بل حالت يې مغلوبه کيږي. ډير لوی ليکچر ورکونکي کسان چي کله د قهر او غصې څخه ډک مضمون بيانوي نو په همدا عيناً حال کي د مهربانۍ او شفقت مضمون نسي بيانولاي.
 
دا صرف د الله عزوجل خاصه ده چي يو صفت يې هغه بل ته نه مزاحم کيږي، يو شان يې د هغه بل شان څخه نه مشغولوي ځکه نو کله چي د الله کلام لولو د رحمت ترڅنګ غضب، د وعدې سره وعيد، د تبشير تر څنګ اِنذار او د خوف سره اميد د ترازو د دوو پلو په شان موږ برابر وينو. عيناً د غصې په وخت کي مينه او د ميني سره غصه په دا ډول توازن سره بيانول يوازي د رب العالمين په کلام کي ليدل کيږي. (۷)
 
په يوه ايت کي د بديع ۱۲۰ نقطې او د مختلفو علومو ۲۰ مسئلې
 
مشهور مفسر علامه جلال الدين السيوطي رحمه الله د قرانکريم په يوه ايت کي د بديع د علم ۱۲۰ نقطې او د مختلفو علومو تر شلو زيات مسائل استخراج کړي دي!! هغه ايت شريف په لاندي ډول دی:
 
(اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ.) (۸)
 
الله دوست دی د هغو کسانو چي مؤمنان دي، چي دوی له تيارو څخه د رڼا لوري ته باسي او هغه کسان چي کافران شوي دي د دوی دوستان شيطانان دي چي دوی له رڼا د تيارو لوري ته باسي. دغه کسان د اور صاحبان دي، هم دوی په دې اور کښي تل پاته کېدونکي دي.
 
علامه سيوطي رحمه الله فرمايي چي په دې ايت شريف کي مي د بديع د علم تر شلو زيات انواع وليدل، بيا مي نور تأمل پکښي وکړی چي الله  تعالی  نور مسائل هم راته پرانيستل تردې چي څلويښتو ته ورسېدل! بيا مي ډير نور فکر پکښي وکړی چي نور علوم او مسائل هم پکښي پيدا سول تر دې چي د الله په فضل سره ۱۲۰ انواعو ته ورسېدم....(۹)وروسته يې پخپل همدغه کتاب کي دا ټولي نقطې تشریح کړي دي.
 
دا چي قرانکريم د الله عزوجل کلام دی او د الله  تعالی کلمات حد نلري، نو چي امام سيوطي رحمه الله د يوه ايت څخه د بديع د علم ۱۲۰ نقطې په ګوته کړي دي او د همدغه يوه ايت څخه يې د مختلفو علومو تر شل زيات مسائل استخراج کړي نو تاسي خپله فکر وکړی چي په ټول قران کي به څومره علوم او معارف وي؟ او دا خبره هم ثابته ده چي په قرانکريم کي داسي علوم او معارف شتون لري چي بېله الله  تعالی  څخه بل چا ته نه دي معلوم او موږ ته يې ډير لږ علم راکول سوی دی، د قران دا قول څومره رښتنی دی چي فرمايي:
 
(قُلْ لَوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَنْ تَنْفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدً) (۱۰) 
 
 
په يوه ايت کي د بلاغت او عبرت عجيب درسونه
 
يو وخت اتفاقاً حضرت سليمان عليه السلام د خپل لښکر سره تيريږي نو د ميږيانو پر يوه کنده ورځي. د ميږيانو مشر نورو ميږيانو ته يوه اطلاع ور کوي:
 
(حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ) (۱۱)
 
ترهغې پورې كله چې راغلل دوى د ميږيو په كنده نو وويل يوه ميږې ( چې د نورو مشر ؤ) اى ميږيو! ټول خپلو سوړو ته ننوځئ چې مات او چيت پيت مونه كړي هرومرو تاسې لره سليمان او لښكرې دده حال دا چې دوى به نه وي پوه ( ستاسې له دې پائماليدونه ) .
 
شيخ صالح المغامسي چي د عربي ادبياتو مشهور عالم دی او د قرانکريم په بياني اعجاز کي شهرت لري، په خپل يوه بيان کي د همدغه ايت شريف په اړه وايي چي په دې ايت کي څو مختلف بياني اعجازه سته، هغه وايي چي په دې ايت کي ۱۳ نقطې د يادولو وړ دي:
 
دغه ميږي په خپل دغه قول کي لاندي نقطې ذکر کړې:
 
۱: احسَت (د سليمان عليه السلام وجود يې محسوس کړی)
۲: بادرَت (خبر يې ژر ورکړی)
۳: نادَت (په يا ايها النمل سره يې ندا يا ږغ وکړی)
۴: نبهَت (په ايها سره يې تنبيه ورکړه)
۵: امرَت (په اُدخلوا سره يې امر ورته وکړي)
۶: نهَت (په لا يحطمنکم سره يې نهي وکړه)
۷: اکَدت (نون تاکيد يې ذکر کړی)
۸: نصحَت (په لا يحطمنکم سره يې نصيحت ورته وکړی چي ځان وساتی)
۹: بالغَت (په دغه نصيحت کي يې مبالغه وکړل چي ټول به چيت کړي)
۱۰: بينَت ( څوک به يې چيت کړي؟ دا يې ورته بيان کړل)
۱۱: انذرَت (په دې اړه يې اِنذار ورکړی يعني ويې بېرول)
۱۲: اعذرَت (د لښکر عذر يې هم بيان کړی چي وهم لا يشعرون)
۱۳: نفَت (د شعور نفي يې هم وکړه)
 
 په دې ايت کي د اعجاز نوري نقطې هم سته خصوصاً دا چي پخوا د ميږيانو خبري خلګو افسانې بللې خو اوس نوی ساينس دا اعتراف کوي چي ميږيان يو د بل سره خبري کوي.
 
په سورت يوسف کي تر (۱۰۰۰) فوايد
 
که څه هم ددې الهي کلام د اعجاز انتها عاجزه انسان ټوله نسي معلومولای خو بيا هم ځينو علماء کرامو د قراني آيتونو او سورتونو د فوايدو او ګټورو درسونو په اړه مستقل کتابونه ليکلي دي چي يوه نمونه يې هم د سورت يوسف ده. په دې اړه يو کتاب د (إتحاف الإلف بذكر الفوائد الألف والنيف من سورة يوسف علیه السلام) په نامه ليکل سوی دی چي د همدې مبارک سورت يې تر زر (۱۰۰۰) زيات فوايد بيان کړي دي.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلایل
---------------------
۱: سورة آل عمران: ۱۲۲
۲: سورة البقرة: ۹۵
۳ : سورة طور: ۳۵-۳۷
۴ : اعجاز القران: علامه شبير احمد عثماني، ناشر: مکتبة البشري. ص ۳۷
۵: معارف القران: ج۲، ص۱۴۴-۱۵۵
۶: اعجاز القران: ص ۳۷
۷: اعجاز القران: ص ۷۳
۸: سورة البقرة: ۲۵۷
۹: فتح الجليل لعبد الذليل: جلال الدين السيوطي، تحقيق: محمد رفعت زنجير، لومړۍ چاپ، ناشر: مؤسسة الريان. ص ۱۵
۱۰: سورة الکهف: ۱۰۹ 
۱۱ : سورة النمل: ۱۸
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته