تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیطان سپارښتنه خپل زوی ته
 
  April 17, 2017
  0

 

 لیکنه: مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د شیطان سپارښتنه خپل زوی ته


روي عن معاذ بن جبل و عبد الله بن عمر أن إبليس يقول لولده زلنبور سر بكتائبك فأت أصحاب الأسواق زين لهم الكذب والحلف والخديعة والمكر والخيانة وكن مع أول داخل وآخر خارج منها. [احیاء علوم الدین].
 
ژباړه: د معاذ بن جبل او عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چی شیطان خپل زوی  "زلنبور" ته وایی: خپلی لښکري یوسه د بازار خاوندانوته ( یعنی په بازارکي معامله کوونکوته )،
 
نو دوی ته ښایسته کړه درواغ، قسم اخیستل، د خلګو خطاء ایستل، چم او خیانت، او د لومړني راتلونکي او وروستني وتونکي سره ملګری سه.

توضیح: یعني د دې لپاره چي شیطان په بازارکي معامله کوونکي خلګ ډېر وغولوي او په هغوی باندي ډېر ګناهونه وکړي، نو خپلو زامنو ته وایی: ولاړشئ کوم خلګ چي بازار ته راځي هغوی ته هر ډول ګناه ښایسته کړئ لکه درواغ ویل، قسم اخیستل، د بل مسلمان ورور دوکه کول،
 
ومشتري او یا بل چاته چم او دوکه ورکول او خیانت کول، او د هغه چا ملګري شئ کوم چي بازار ته ترټولو مخکي راځي او تر ټولو وروسته ځي، یعني کوم څوک چي په بازار کي ډېر وقت (وخت) تېروي نو د هغه سره ملګري سئ.

یادونه: په " إحیاء علوم الدین " کي راځي : د شیطان پنځه اولاده دي:  

۱ -  زَلَنْبُورَ  

۲ -  دَاسِمٌ  

۳ -   ثَبْر 

 

۴ -  أَعْور

 ۵ -  مِسْوَطٌ

 
دا پنځه اولاده هر یو ځانته وظیفه لري د " زلنبور" وظیفه دا ده چي په بازار کي خلګ خطاء باسي او خلګو ته د ګناه د کولو وسوسه ور واچوي او ګناه ورته ښایسته کړي.
 
--------------------------
مأخذ: إحیاء علوم الدین

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته