١ : هغه ايمان چي د کور څخه دي مسجد ته نه سي بېولای نو د قبر څخه به دي جنت ته څنګه بوځي ؟
٢: خپله ژبه پر هغه چا مه چلوه، چي خبري کول يې در زده کړي دي.
٣: انسان څومره عجبه دی ؟ کله چي د یوه شي څخه بېرېږي نو د هغه څخه ليري ځغلي او کله چي د الله تعالی څخه بيريږي نو لا ورنژدې کيږي.
٤: د دنیا پرستو کسانو مجلس مه اختياروه ځکه چي کله دي لاس تنګ سي نو دوئ تا پرېږدي او که ته شمتن سې نو حسد در سره کوي .
٥: دا فکر مه کوه، چي الله تعالی دعا ژر نه قبلوي، دا شکر کوه چي الله جل جلاله زموږ د ګناهونو سزا ژر نه راکوي .
٦: کله چي وغواړم چي د الله تعالی سره خبري وکړم نو "لمونځ" کوم او کله چي وغواړم، چي الله تعالی زما سره خبري وکړي نو "قران" ووايم.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، لسمه ګڼه