په دنیا کي د کفارو ترقي د دوی د زحمت تاثیر دی، د دوی د کفر تاثیر نه دی، یعني د کفر په وجه یې ترقي نه ده کړې بلکي د زحمت ایستلو په وجه یې پرمختګ کړی دی. او د مسلمانانو دنیوي شاته تګ د اسلام په وجه نه دی بلکي د لټۍ او غفلت څخه مسلمانان شاته پاته دي. که مسلمانان د پخوا په شان زحمت او اصولي کار وکړي پرمختګ به حاصل کړي.
البته د اسلام په برکت به مسلمان جنت ته ځي، خو د کفر په وجه به کفار جهنم ته ځي.
(د کندهار د مولوي عنایت الله صاحب د تفسیر څخه)