تازه سرليکونه
د (د اسلامي فقهي پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قتل او د قتل ډولونه
 
  April 22, 2016
  0

 قتل او د قتل ډولونه

لیکونکی:  نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د فعل له لحاظه دقتل ډولونه:
أول- حنفيان وايي: قتل پنځه قسمه دی:
عمد، وشبه عمد، وخطأ، و اجرى مجرى الخطأ، والقتل بالسبب.
عمد قتل: هغه دی، چي قاتل يې د وژلو په اراده په سلاح لکه توره، چاړه، مرمۍ يا نېزه ووهي. يا يې پداسي شي ووهي، چي هغه شی د سلاح قائم مقام وي لکه غيچي یا غټ لرګی يا اره او تېشه يا يې په غټ ميخ يا ستن پداسي ځای کي ووهي، چي هغه يې د مړينی سبب سي يا يې اور ته واچوي.

عمد خو د قصد په معنی دی؛ خو داچي قصد يو خفي شی دی او انسان خو  په باطن نه پوهیږي، نو  دغه سلاح يا د هغه قائم مقام پر دې دلالت کوي، چي ضارب يا قاتل د قتل اراده درلوده.
پدې قتل کي درې شيان سته: قصاص،اثم او د ميراث محروميت.

د امام أبو حنيفة رحمه الله په نزد شبه العمد قتل: 
ضارب يې پداسي شي ووهي، چي هغه سلاح نه وي او نه د سلاح قائم مقام وي لکه په لکړه يا غټي ډبری يا غټ لرګي يې ووهي؛ ځکه په درانه شي قتل د امام صاحب په نزد شبه عمد قتل دی او دليل يې دادی، چي هغه خو په غالب ډول د قتل لپاره نه کاریږي بلکي د تاديب لپاره کاریږي او فتوی هم د امام صاحب پر قول ده. پدې قتل کي څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.
صاحبين وايي: په درانه شي لکه غټه ډبره يا غټ لرګي قتل کول عمد قتل دی.
ځکه د دوی په نزد شبه العمد دادی، چي پداسي شي ووهل سي، چي په هغه سره قتل په غالب ډول نسي کېدلای لکه کوچنۍ ډبره يا کوچنی لرګی يا کوچنۍ لکړه.
نو په همدې اساس د کوچني شي د وهلو پر قتل لکه کوچنۍ لکړه، کوچنۍ ډبره او چلاخه د دوی اتفاق دی، چي شبه عمد قتل دی او اختلاف يې پر لويه لکړه لوی لرګي او لويه ډبره دی يا مثلاً يو څوک بل څوک له غره يا بل لوړ ځای څخه را وغورځوي، نو که يې د نجات اميد نه وو دا د امام صاحب په نزد شبه عمد او د يارانو په نزد عمد قتل دی.

خطأ قتل: هغه دی، چي د قاتل اراده د قتل نه وي دغه قتل پر دوه ډوله دی:
۱- په قصد او اراده کي خطأ: ښکاري د ښکار په ګمان يو شی وولي او هغه انسان وي يا مجاهد د حربي په نيت څوک وولي او هغه مسلمان يا ذمي وي پدغه صورت کي خطأ قصد ته منسوبه ده . پدې قتل کي څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

2-په فعل کي خطأ: هغه قتل ته في الفعل خطا ويل کيږي، چي قاتل هدف ولي يا ښکارکوي هدف يا د ښکار واری يې خطا سي او انسان وولي، يا د يوه کس د ويشتلو ار اده ولري او بل وولي. پدغه صورت کي خطأ فعل ته منسوبه ده. پدې قتل کي هم څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

ما أجري مُجرى الخطأ: هغه قتل دی، چي قاتل  نه د فعل اراده لري نه د نتيجې اراده لري او دغه قتل د شرعي عذر په صورت کی تر سره سي لکه ويده کس پر بل چا راوړي او هغه قتل سي . 
پدې قتل کي هم څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

بالسبب قتل: هغه قتل دی، چي قاتل په مستقيم ډول په قتل کي برخه نه وي اخيستي بلکي ده د قتل لپاره سبب جوړ کړی وي مثلاً: ۱- يو څوک د بل چا په مځکه يا لاره کي څاه يا کنده وکاږي او څوک په خبر نکړي يا يې د هغه اجازه نه وي اخيستي او په هغه کی انسان ولویږي او مړ سي. ۲- يا په لاره کي غټ لرګی يا غټه ډبره کښيږدي هغه پر يو چا را ايله سي او هغه مړ سي. ۳- پر يوه کس د عمدي قتل يا د احصان په صورت کي د زنا شاهدي ووايي مشهود عليه قتل سي وروسته شاهدان د خپل شهادت څخه رجوع وکړي. پدې قتل کي درې شيان سته: ، ديت، اثم يې د څاه کيندلو له امله دی د قتل له امله ندی او د ميراث محروميت سته.



دوهم: اکثر علماء، چي له هغو څخه شافعيان او حنابله هم دي دا نظر لري، چي قتل د فعل له لحاظه درې ډوله دی: 
قتل عمد، شبه عمد او خطأ.
1) قتل العمد: هغه دی، چي يو څوک بل څوک په ظلم سره په مستقيم ډول وی که سببا وي پداسي شي قتل کړي، چي په غالب ډول په هغه سره وژل کیږي، يا په هغه سره زخمي کېدلای سي يا په درانه شي ووهل سي لکه سلاح، اوسپنه، غټه ډبره، يا يې په مېخ يا غټه ستن پداسي ځای کي ووهي، چي له هغه ځای څخه انسان قتل کېدلای سي يا يې پداسي ځای کي زخمي کړي، چي هغه وپړسيږي يا درد کوي او دغه زخم، پاړسوب او درد يې د مرګ سبب سي. 

2) شبه العمد: هغه قتل دی، چي قاتل يې په قصدي ډول پداسي شي قتل وکړي، چي په هغه شي سره غالباً قتل نه کیږي لکه:
 ۱- په سپکه ډبره ویشتل، په چلاخه ياپه کوچنۍ لکړه وهل.
۲- په وهلو کي به پرلپسې والی نه وي.
۳- ضرب به يې پر داسي ځای نه وي کړی، چي هغه د قتل سبب کېدلای سي.
۴- وهل سوی شخص به کوچنی يا کمزوری وي.
 ۵- هغه آله به د تودوالي يا يخوالي نه وي، چي د هلاکت ذریعه وي.
 ۶- وهل به د سخت درد سبب نه وي سوی، چي د مرګ باعث سي. 
که له دغو څخه يو شی موجود سو، نو هغه عمد قتل دی؛ ځکه چي په هغه سره؛ خو غالباً قتل کیږي. 
په شبه عمد کي قصاص نسته په هغه کي مغلظ دیت سته، چي هغه د ديتونو موضوع ده.

3) خطأ: هغه قتل دی، چي قاتل يې نه د اعتداء قصد لري او نه يې د فعل اراده لري، نه يې شخص مراد وي. مثلاً:
 ۱-  يو څوک پر بل چا را ولويږي هغه مړ سي.
 ۲- درخته يا حيوان ولي هغه پر انسان ولګيږي او قتل سي.
 ۳- يو انسان ولي هغه پر بل چا ولګيږي او مړ سي.

درېيم.  د مالكيانو مشهور مذهب: قتل دوه ډوله دی: عمد اوخطأ؛ ځکه په قران کريم کي فقط دغه دوه ډوله ذکر سوي دي، نو څوک چي پر دغه ډوو ډولونو نور ور زيادوي دا پر نص زيادت دی امام مالک رحمه الله شبه عمد قتل نه مني.
1) ـــــ. عمد قتل: هغه قتل دی، چي قاتل يې په مستقيم ډول  په اوسپنه يا درانه شي ووهي او هغه قتل سي يا يې د قتل سبب ورته برابر کړي لکه سوځل، غرقول يا خفه کول،  يا زهر ورکول، يا د هغه د مړيني لپاره ډوډۍ يا اوبه ورڅخه بندول، چي هغه په مړ سي. يا يې فقط د تعذیب اراده وي که يې پداسي شي ووهي، چي په هغه سره غالباً قتل کيدلای سي يا قتل نسي په کيدلای پدې شرط، چي دغه کار د غضب يا دښمنۍ په سبب وکړي نه د تاديب په غرض. که يې د بازيو څخه وواهه يا يې د تاديب په غرض وواهه، نو دا خطأ قتل دی. 

2) ـــــ. أما خطأ قتل: 
هغه دی، چي د قاتل نه د وهلو اراده وي او نه يې هم د قتل اراده وي لکه:
۱-يو څوک،چي پر بل چا را ولويږي او هغه قتل سي.
۲- ښکار ولي او هغه پر انسان ولګيږي او مړسي. 
3) ـــــ. شبه العمد: هغه قتل دی، چي د وهلو اراده موجوده وي؛ خو د قتل اراده نه وي. د مالکيانو د مشهور مذهب مطابق شبه عمد هم عمد دی.
د مخکي بحث څخه معلومه سوه، چي فقهاء د قتل پر بعضو حالاتو اتفاق لري لکه: ۱-  په عمد قتل کي په سلاح سره قتلول. ۲- د خطأ په قتل کي.

په درو حالاتو کي اختلاف سره لري لکه: ۱- شبه العمد. ۲-  ما أجري مجرى الخطأ. ۳- قتل بسبب.
د عمد قتل ارکان: عمد قتل درې رکنونه لري:
۱- مقتول به انسان، ژوندی او معصوم الدم وي.
۲- د قتل نتیجه د جاني له فعل څخه پيښه سوي وي.
 ۳- جاني د مقتول د وژني اراده ولري.

اول رکن: مقتول به انسان، ژوندی او معصوم الدم وي:انسان-ژوند- د دم معصوميت او دوام.
عمد قتل د قصاص موجب وي: دا هغه اعتداء ده، چي پر ژوندي او دوامدار معصوم الدم انسان کيږي، نو ويلای سو، چي: ۱- د انسان پرته پر بل چا دغه اعتداء د قصاص موجب نه کيږي، او هم: ۲-  دغه اعتداء پر مړي د قصاص موجب نه کیږي.۳- پر غير معصوم الدم، چي عصمت يې مؤقت يا غير دائمي وي لکه مرتد يا حربي وي يا په دار اسلام کي مستامن وي؛ ځکه د هغه د ويني عصمت دوام نلري بلکي عصمت يې مؤقت دی يواځي په دار اسلام کي د إقامت په زمان کي معصوم بلل کيږي په اصل کي خو حربي دی، دار اسلام ته د عارضي حاجت په وجه داخل سوی وي. وروسته بيرته خپل اصلي وطن ته رجعت کوي، نو دار الحرب ته د بيرته ورتګ په وجه يې د ويني په عصمت کي يې د اباحت شبهه سته، نو که چا عمداً قتل کړ هم د قصاص موجب ندی؛ خو د حاکم د مصلحت مطابق تعزير ورکول کيږي.

د حنفيانوڅخه پرته د نورو مذاهبو يعني جمهورو  په نزد د باغي پر قتل په هغه وخت کي قصاص نسته، چي د اهل عدل (په دار اسلام کي د مسلمانانو د جماعت)  او باغيانو تر منځ حرب موجود او جاري وي؛  ځکه د هغه وينه عصمت نلري او د اهل العدل په مقابله کي  يې وينه تويول روادي. د دوی په نزد د باغي د ويني اباحت د حرب په حالت کي مقصور دی.
د حنفيانو رايه داده، چي د باغي وينه په هيڅ حالت کي معصومه نده په مجرد بغي سره يې د ويني عصمت ختمیږي.
د حنفيانو په نزد د عصمت اساس : ۱- په دار اسلام کي مسلمان ته د اسلام له امله د ويني عصمت ثابت دی.۲-  ذمي او مستامن ته د دار په وجه عصمت ثابت دی. اماحربي او مسلمان، چي په دار الحرب کي اوسيږي معصوم ندي قاتل ته يې سزا نه ورکول کيږي؛ ځکه هغوی په دار الحرب کی دي.

د حنفيانو څخه ماسېوا د جمهورو په نزد د عصمت اساس: اسلام يا امان دی: مسلمان د اسلام په سبب معصوم الدم دی که څه هم په دار الحرب کی وي. ذمي، مستامن اومتعاهد د امن په سبب معصوم الدم دي، نو د هغو وينه تويول يا مال اخيستل مباح ندي، عمدي قاتل يې د سزا وړ دی خو د دوی په نزد د کافر پر قتل قصاص نسته. مسلمان که څه هم په دار الحرب کی قتل کړي قاتل پر قصاصيږي.
د دواړو رايو تر منځ په دار الحرب کي د مسلمان پر قتل اختلاف سته، چي حنفيان يې قاتل نه قصاصوي او جمهور يې قصاصوي.
د حنفيانو په نزد د عصمت وخت: پدې اړه د امام صاحب او صاحبينو تر منځ اختلاف دی:۱- ابوحنیفة رحمه الله: د عصمت وخت هغه د قاتل د فعل وخت دی، نو که چا يو مسلمان انسان وويشتی او هغه زخمی سو او دغه زخمي وروسته مرتد سو وروسته مړ سو، نو دی خو مرتد بلل کيږي او د قصاص حق نلري؛ ځکه د جاني فعل د مقتول څخه ژوند ندی اخیستی نو قتل هم نه بلل کيږي او مقتول هغه وخت مړ سو، چي معصوم نه وو او وينه يې هدر وه. خو بيا هم خبره داده، چي د مقتول ديت پر جانی سته؛ ځکه د زخم پوښتنه خو ورڅخه کيږي، چي ده په هغه وخت کی زخمي کړی دی؛ ځکه د فعل په ابتداء کي هغه معصوم وو. 

صاحبين وايي: د عصمت وخت يې د فعل او مرګ دواړو وخت دی؛ ځکه د قاتل فعل د مقتول د قتل سره اړه لري، چي هغه اثر يې په مقتول کي د ژوند ختميدل سوه، نو په دواړو وختونو کي يې عصمت ته کتل کیږي که د جرحي پر وخت مسلمان وو او وروسته مر تد سو هم قصاص او ديت نسته او که د جرحي پر وخت مرتد وو او وروسته مسلمان سو هم ديت او قصاص نسته.
امام صاحب او صاحبين پر عدم قصاص متفق دي پر ديت اختلاف سره لري امام صاحب وايي: ديت سته او صاحبين وايي ديت هم نسته.

زفر رحمه الله وايي:  د عصمت وخت يې د مرګ وخت دی يعني که د مرګ پر وخت مسلمان وو معصوم الدم دی او که د مرګ پر وخت مرتد وو مباح الدم دی.
مالکيان، شافعيان او حنابله د عصمت د وخت په اړه د صاحبينو سره متفق دي، چي هغه د فعل او مرګ دواړو وخت دی يعني د پیل او پای دواړه وختونه، نو د مجني عليه لپاره د ا شرط ده، چي د ضرب يا زخم څخه تر مرګه به معصوم وي، که انقطاع راغلل عصمت له منځه ولاړ.

لکه چا د بل چا لاس قطع کړ او مقطوع اليد مرتد سو وروسته د لاس زخم سرايت وکړ او مړ سو، نو نفس يې هدر دی يعني په نفس کښي يې نه قصاص سته، نه ديت سته او نه کفاره سته؛ ځکه مرتد نفس خو غير معصوم الدم دی او نه هم ضمان لري.
همداسي امام ابوحنيفه رحمه الله او صاحبين يې د ويشتلو د وخت په تعين کي سره مختلف دي، چي د کوم وخت عصمت يې معتبردی: امام صاحب وايي: د واري وخت معتبر دی نه د إصابت وخت يعني که قاتل واری وکړی پدغه وخت کي د مقتول حالت ته کتل کيږي، چي مسلمان دی که ندی؛ ځکه انسان د فعل په اړه پوښتل کيږي نه د ويشتلو د رسيدلو په اړه، چي څه وخت رسيږي.
صاحبين وايي: د ويشتلو وخت ندی معتبر د  إصابت وخت معتبر دی؛ ځکه معمول دادی، چي هغه وخت د تلف دی، چي مقتول ته مرمۍ رسيږي. که چا يو څوک په غشي وويشت او د غشي ويشتونکی تر واري وروسته او تر إصابت مخکي مقتول مرتد سو، نو د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد د جاني څخه ديت اخيستل کيږي؛ ځکه هغه خو د واری پر وخت معصوم وو. 
صاحبين وايي: ديت نسته؛ ځکه مجني عليه د إصابت پر وخت معصوم ندی.

خو د حنفيانو څخه ماسيوا د ويشتلو د وخت په تعين کي، چي عصمت د کوم وخت معتبر دی د واري وخت که  دإصابت وخت؟ نو دلته دوه مختلف نظرونه دي: مالکيان او شافعيان وايي: د واری وخت د عصمت وخت دی يعني د دغه وخت عصمت يې معتبر دی، چي دا دامام صاحب سره اتفاق دی. حنابله وايي: د إصابت وخت معتبردی، چي دا صاحبينو سره اتفاق دی.
و صلی الله تعالی علی خيرخلقه محمد وآله وصحبه اجمعين والحمد لله رب العالمين.
والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته!
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته