تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي (۴)
  تعلیم الاسلام
  November 21, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دغه اوسني انجیلونه څه وخت ولیکل سول؟

د متي انجیل په ۶۴ میلادي کال کي ولیکل سو، دا خپله یهودو ولیکئ او بیا یې و متي ته منسوب کړ چي د متي د انجیل ۹ باب او ۹ ایات څخه په ښکار معلومیږي چي دغه انجیل ، متي نه دی لیکلی.

 

انجیل مرقوس په ۶۵ میلادي کي ولیکل سو، مرقوس خپله حواري نه وو.

 

انجیل لوقا په ۶۴ میلادي کي ولیکل سو، لوقا هم حواري نه وو، بلکي یو طبیب وو چي د پاول/ پولس سره په سفرونو کي ملګری وو.

 

انجیل یوحنا په ۹۸ میلادي کي ولیکل سو.

 

ددې انجیلونو د لیکلو نېټه په عیسائیت کي هم ډېر توپیر سره لري، یعني ځیني عیسايي علماء یې په یوه نېټه کي بولي او ځیني یې په بله نېټه کي بولي، هر انجیل تر۴ زیاتي نیټې لري، په لیکوالانو کي یې هم  ژور او ښکاره اختلاف دﺉ، چي دا هر څه زما په چاپ سوي کتاب (بایبل پېژندنه) کي لوستلای سئ.


یهودو  د نوې عهدنامې ۲۷ کتابونه ولیکل او ځیني یې و حواریینو ته منسوب کړل او ځیني یې و نورو ته منسوب کړل، اصلي الهي دین ختم سو او دغه یې بدیل (عوض ) سو.

 

په درځنو انجیلونه ولیکل سول:

یهودو چي اصلي انجیل له منځه یو وړ بیا یې و هر چاته اجازه ورکړه چي د انجیلونو په لیکلو سره پیل وکړي، هرچا د انجیل په نامه سره یو څه خرافات، توهمات او خیالي داستانونه لیکل او و خلکو ته یې وړاندي کول دا انجیلونه تر شمار وتلي وه چي تر اسلام مخکي دغه انجیلونه موجود وه، د بیلګې په ډول سره:

 

۱: د مصریانو انجیل ، چي د دوهمي پېړۍ په منځنیو وختونو کي وو۔
۲: د عبریانو انجیل په لومړۍ پېړۍ کي ۔
۳: د پطرس انجیل په دوهمه پېړۍ کي۔
۴: د پولس انجیل په دوهمه پېړۍ کې۔
۵: د اندریاس انجیل۔
۶: د برناباس انجیل.
۷: د برتولوماس انجیل.
۸: د جېمز انجیل.
۹: د قدیوس انجیل.
۱۰: د اپلس انجیل.
۱۱: د باسیلیدس انجیل.
۱۲: د کرینتوس انجیل.
۱۳: د ابیونتس انجیل.
۱۴: د حوا انجیل.
۱۵: د اسخریوطی یهوداه انجیل.
۱۶: د حیوه انجیل.
۱۷: د مریم انجیل.
۱۸: د ستایس انجیل.
۱۹: د کامیل انجیل.
۲۰: د فلیپ انجیل.
۲۱: د لوقاس انجیل.
۲۲: د روښتیا انجیل.
۲۳: د مارکيون انجیل.


او داسي نور...

 

دغه څلور انجیلونه څنګه انتخاب سول؟

قسطنطین  (Constantine) په ۳۲۳ میلادي کال کي چي د روم امپراطور وو یوه غونډه جوړه کړه، او دا اعلان یې وکړ چي ټول لیکلي سوي انجیلونه به راوړﺉ، او که مو د چا سره یو انجیل ولیدﺉ هغه به په اور کي سوځول کیږي، اعلانونه وسوه، په ۳۲۳ میلادي کال کي یې غونډه جوړه کړه، په زرهاوو نسخې انجیلونه راجمع سول، ټول یې کښېښودل، و خلکو ته یې وویل چي خپله حضرت عیسی علیه السلام راځي او په دغوانجیلونو کي هغه انجیلونه انتخابوي چي اصلي وي، په نیمه شپه کي قسطنطین د خپلو یو څو یهودي علماوو سره راغلئ او دغه اوسني ۴ انجیلونه یې پر میز باندي کښېښودل او سهار اعلان وسو چي نور ټول انجیلونه باطل او دغه ۴ انجیلونه (انجیل متی، انجیل مرقوس، انجیل لوقا او انجیل یوحنا) درست دي نور ټول یې وسوځول.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته