ژباړه: حافظ سفیان خالد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د امريکا په یو هوايي ډګر کې، زه (چې ږيره مي پر سنت طریقه پرې ایښي وه) او خپله باحجابه ښځي مي ، د سفر چمتوالی نيوی ..
یو نفر (مبلغ) راغلی او نصرانیت ته یې بللو.
چې کله یې خبري خلاصي کړې، نو ما ویل: خبري دي خلاصي شوې؟
ویل: هو.
ما ویل: زه ستا څخه سوال کوم: ستا دي په الله قسم وي، چې رښتیا به راته وایي!
ویل: مهرباني...
ماویل: ستا دي په الله قسم وي، چې عیسی علیه السلام ماته ورته وو او که تا ته؟
چوپ شو.....
ویل: نه والله ستا غوندي څېره یې وه.
ماویل: مریم علیها السلام ستاسو د لوڼو په څېر وه که زما د مېرمني؟
ویل: نه والله ستا د ميرمني په شان.
نو مې ویل: ته ولي زموږ په څېر نکېږي؟
ته ولي اسلام ته غاړه نه ږدې؟
په موږ کې خو د مریم او عیسی علیهما السلام یوه برخه شته، نو بیا ولي د اسلام دين نه قبولوې؟
تعلیم الاسلام ویب پاڼه