تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په مسیحیت کي د ګناهونو کفاره نسته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2019
  0

لیکنه: عبدالفغار جُبیر / د نوي زیاتونو سره


په عیسائیت کي د ګناهونو کفاره: (Doctrine of Atonement) د بایبل په ژبه


کفاره څه شي ده؟
عیسايي نړۍ عقیده لري چي کله حضرت آدم علیه السلام چي لومړی انسان او لومړی پېغمبر وو په جنت کي د الله د اجازې پرته یو څه وخوړل نو ټوله جنس انسانیت ګناهکاره سو، ددې لپاره چي انسانان د خپل پلار حضرت آدم علیه السلام د ګناه څخه خلاص سي، نو ځکه خدای خپل زوی (نعوذبالله) راواستوی او صلیب یې کړی ، او هر هغه څوک چي پر حضرت عیسی علیه السلام او صلیب باندي په دغه عقیده ایمان راوړي هغه له ګناه څخه پاک دی. 


خو په بایبل کي ددې خلاف راغلي دي:
۱: هغه چا چي ګناه وکړه هغه به سزا ویني، د پلار د ګناه سزا و زوی ته نه ورکول کیږي او نه هم د زوی د ګناه سزا و پلار ته ورکول کیږي، بلکي صادق سړی به د خپل صداقت بدله مومي او شریر سړی به د خپل شر سزا ویني. (حزقیال: باب ۱۸، ۴- ۲۱)  


عیسايي مبلغین د خلګو د خطایستلو په وخت کي ددې جملې اوله برخه راواخلي، هغه نوره حذف کړي.


۲: د زامنو د ګناه په بدله کي پلار نه وهل کیږي او نه هم د پلار د ګناه په بدله کي زوی وهل کیږي بلکي هر څوک به د خپلې ګناه په سبب وهل کیږي. (استثناء: باب ۲۴ایت ۱۶، تواریخ دوهم باب:۲۵ ایت ۴)


۳: هغه نفس چي ګناه وکړي هغه باید ووژل شي مګر که یو څوک صادق او عدل والا وي، او غوښه له وینو سره نه خوري، .... د خپل همسایه ښځه نه ناپاکه کوي (زنا نه ورسره کوي)، او د حیض والا ښځې ته نژدې نه ځي، پر چا ظلم نه کوي، او رهن واپس ورکوي، او لوږو ته ډوډۍ ورکوي، او لڅ پټوي، چاته قرض په سود نه ورکوي، ناحقه ګټه لاسته نه راوړي، زما د قانون مطابق ځي، دغه کس واقعاً صادق دئ، دی ژوندی پاتي کیږي. ( کتاب حزقیال)


- ګناه بل چا وکړه او خدای خپل زوی و ځړاوه؟؟!! دا کوم عقل او منطق مني؟!


- تاسي په دې انساني ټولنه کي یو څه فکر وکړئ، یو مجرم یوه ګناه کوي او بل څوک ددې په خاطر چي د مجرم ګناه ایسته کړي نو خپل ګران او یواځنی زوی وژني؟؟!!! د تمسخر وړه خبره ده، څنګه امکان لري، عیسایي نړۍ دي فسادونه کوي، جرمونه کوي، وژني کوي، زناوي کوي، فحشاوي کوي او بیا خدای د دوی د ګناهونو لپاره بل مقرب بنده (حضرت عیسی علیه السلام) وژني، دا هیڅ منطق او عقل دا خبره نه مني.


- دا څنګه امکان لري چي هټلر، کمونستانو، انګریزانو، امریکایانو او نورو... په میلیونونو انسانان ختم کړل، بې شمېره ښځې بې عفته سوې، بې شمېره اقتصادي نقصانونه یې پېښ کړل او اوس هم دا فساد جاري دی او ددې ټولو فسادونو او جرمونه کفاره به سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وي، دا هم د عقل او هم د نقل خلاف ده.


- دا منطق نه انساني عقل مني او نه حیواني عقل، د نړۍ هیڅ منصف او عادل انسان داسي نه کوي چي د یو چا سزا بې ګناه انسان ته ورکړي خو عیسايي نړۍ یې د شهوت په طمعه په همدغه خطاء ایستلې ده چي ګواکي خدای (کوم چي د خپل ځان زوی دی) مړ سو. نعوذبالله! 


بر این عقل بباید ګریخت!


- شیخ خالد یاسین چي تحریف سوی عیسايي دین یې ترک کړی او اسلام یې قول کړی دی، وايي چي اول خو عیسی علیه السلام دا خبره نه ده کړې. بل دا چي که عیسی علیه السلام د انسانانو د ګناهونو کفاره ګرځېدلې وي یعني ګناهونه یې ور رژولي وي، نو دا نوي ماشومان بیا ولي تاسو وایاست چي د ګناه سره پیدا کیږي؟ (اسلام وايي چي هر ماشوم بې ګناه او معصوم پیدا کیږي.) نوموړی وايي دا خبره اصلاً د خدای د کتاب خبره نه ده بلکي دا د هیڅ نبي د کتاب سره موافق نه ده. دا درواغ (سلګونه کلونه) وروسته د نورو لخوا رایج سوي او د دین په نامه ابلاغ سوي دي.

 

راسئ د اسلام سپیڅلي او حقاني دین ته چي څومره روښانه، واضح او د عدل قوانین لري، الله تعالی په قران کریم کي فرمايي: وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ. (سورة فاطر:۱۸)
او هیڅ نفس د بل نفس د ګناه بار نه اخلي.


نن د نړۍ قانون پوهانو هم د قرانکریم دغه ۱۴۰۰ کلن قانون قبول کړی دی او یو نړیوال پرنسیپ یې ګرځولی دی چي جرم شخصي عمل دی. 


د اسلامي نړۍ مشهور داعي او د ادیانو ماهر شیخ احمد دیدات رحمه الله (چي پخپل عصر کي یې د ټولو مشهورو نړیوالو عیسايي راهبانو سره مناظرې کړي او ګټلي دي)، هغه پخپله مناظره کي وايي چي خپله د بایبل څخه دا څرګندیږي چي عیسی علیه السلام نه دی قرباني سوی. پدې اړه د بایبل څخه لسګونه واضح ثبوتونه وړاندي کوي.


وروسته به ان شاءالله هغه ثبتونه هم وړاندي سي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته