عبدالغفار جُبیر
د عیسایانو د یوې وړه ډله جهوا وټنس په هره میاشت کي یوه مجله واچ ټاور (Watchtower) په امریکا کي چاپوي، دغه مجله په هره میاشت کي په ۳۳۴ ژبو سره په ۶۹۸۰۴۰۰۰ (نهه شپېته میلیونه اته لکه او څلور زره) تیراژه هره ګڼه چاپیږي، خو موږ مسلمانان لس پاڼې په ټوله کال کي په یوه ژبه سره نسو چاپولاى بلکي داسي خلګ سته چي د اسلامي مراکزو پر روان کار لا بدګماني او بخالت کوي.
موږ باید څه وکړو؟ باید د اسلامي ادارو او داعیانو د نشراتو په چاپ او نشر کي مرستي جاري وساتو. ستاسو لږ مرسته د ګناهونو کفاره، د جهنم څخه نجات او د الهي دین د لوی نصرت سبب ګرځیدلای سي.