ځینو علماؤ چي بدعت و پنځو اقسامو ته تقسيم کړی دی دا یې په لغوي لحاظ باندي تقسيم سوی دی نه په شرعي لحاظ باندي ځکه شرعي او اصطلاحي بدعت هيڅکله حسنه او مباحه کېدلای نسي او دا چي ځيني سلفو وبدعت ته حسنه ويلي دي هغه مجازاً نه شرعاً او اصطلاحاً. علامه ابن رجب رحمه الله په خپل کتاب جامع العلوم والحِکم فی شرح خمسين حديثاً من جوامع الکلم کې فرمايي :
وأما ماوقع فی کلام السلف من استحسان بعض البدع فإنما ذلک فی البدع اللغوية لاالشرعية فمن ذلک قول عمر رضي الله تعالی عنه لما جمع الناس فی قيام رمضان علی إمام واحد فی المسجد وخرج ورْا هم يصلون کذلک فقال نعمت البدعة هذه وروي عنه أنه قال إن کانت هذه بدعة فنعمت البدعة وروي أن أبی بن کعب رضي الله عنه قال له إن هذا لم يکن فقال عمر رضی الله عنه قد علمت ولکنه حسن ومراده أن هذا الفعل لم يکن علی هذا الوجه قبل هذا الوقت ولکن له أصول من الشريعة يرجع إليها فمنها أن النبي صلی الله عليه وسلم کان يحث علی قيام رمضان ويرغب فيه وکان الناس فی زمنه يقومون فی المسجد جماعاتٍ متفرقة ً و وحداناً وهو صلی الله عليه وسلم صلی بأصحابه فی رمضان غير ليلة ثم امتنع من ذلک معللاً بأنه خشي أن يکتب عليهم فيعجزوا عن القيام به وهذا قد اُمن بعده صلی الله عليه وسلم.
او إمام ابوحنيفه رحمه الله د عمر رضي الله تعالی عنه ددې عمل په اړه وپوښتل سو چې د تراويحو د رکعتونو تعداد يې شل رکعته تعيين کړی او په جماعت سره د کولو حکم يې وکړی نو إمام ابوحنيفه رحمه الله وفرمايل : چې تراويح مؤکده سنت دي او عمر رضي الله تعالی عنه دغه کار د خپله ځانه نه دی کړی او عمر رضي الله تعالی عنه په دغه کار کې مبتدع نه وو او دغه کار يې د هغه اصل او دليل له مخي وکړی کوم چې دده سره موجود وو اودغه کار يې له نبوي لارښووني سره سم وکړی .(کتاب الفقه علی المذهب الأربعة)
د صحابي عمل ته بدعتِ حسنه نه ویل کیږي بلکي سنت بلل کیږي ځکه نبي علیه السلام امر کړی دی چي (علیکم بسنتي وسنة خلفاء الراشدین).
که هر نوي ایجاد سوي عبادت ته بدعت حسنه وویل سي نو بیا به تر قیامته خلګ بدعتونه کوي او د حسنه نوم به ورکوي نو ځکه علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله لیکي:
اصطلاحي بدعت ته بدعتِ حسنه نه وايي البته په لغوي معنی کي هر نوي شي ته بدعت وايي... د حضرت عمر رضی الله عنه وینا (نعمت البدعة هذه) یا د نورو بزرګانو ویناوي دلیل ګرځول او ډول ډول بدعتونه د بدعتِ حسنه په نامه جوړولو ته اسلام هیڅکله اجازه نه ورکوي. کوم شی چي په شریعت کي بدعت دی هغه مطلق ناروا دی البته په بدعاتو کي توپیر سته ځيني یې سخت حرام او شرک ته نژدې دي، ځیني يې مکروه تحریمي، ځیني یې تنزیهي دي. په قران او نبوي احادیثو او د صحابه وو، تابعینو او د دین د امامانو په آثارو کي د بدعاتو او محدثاتو خرابۍ او د هغو څخه د پرهیز ډير تاکید راغلی دی. (سنت او بدعت: ۲۶)