تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هر سړى د ملګرتيا وړتيا نه لري
 
  January 29, 2012
  0

حاجي عبدالحميد ارغندابي

رالېږونکی: عزيز الله عزيزي

د خلګو پېژندنه خوګران کاردئ، هر چاته ځان نژدې کول دا معني نه لري چي هر سړى ورته په اخلاص سره د خپل زړه پټ رازونه ووايي يا ورسره د زړه خواله وکړي لمړى د خلکو د شخصيت پېژندنه اود هغوئ د نظر او عمل ترمنځ د توپير د څرنګوالي څيړنه يو ضروري کار دئ که چيري د ژوندانه په ډګر کي دغه اصل ته توجه ونه سي نو ناوړه پايلي به له ځان سره ولري، زما په عقيده ځان ته د يو صميمي ملګري انتخاب خورا د فهم وړ کار دئ، ځکه هر څوک د ملګرتيا وړتيا نه لري ملګري بايد د غوره اخلاقي مميزاتو خاوند مخلص او وفادار سړى وي هغه بايد خپل ملګري د ناچيزو مادياتو په بدل کي ونه پلوري هغه څوک چي ستا په غم غمجن او په خوشحالي دي د خوښئ احساس ولري او د ژوندانه په هرډول ناوړه شرايطو کي ستا يار او مدد ګار سي د الله جله جلاله څخه ووېرېږي او د خپل ولس د نيکمرغئ خيال يې د زړه ارمان وي او د ليوه غوندي د خپلو وطنوالو غوښي نه خوري څرنګه چي وي ځان نورو ته وښي د تنوير او غولوني جامي يې په تن کي نه وي د هر ډول ناوړه شرايطو سره ځان عيارول جنايت او يو لوئ حماقت دئ.

هغه انسان چي د ژوندانه د ناخوالو سره مقابله او مبارزه کوي په متانت اوصداقت ځان د برياليتوب پړاو ته رسوي. د ښه خوئ او حسنه اخلاقو خاوند وي کيداى سي تريوې اندازې پوري د يو چا د ملګرتيا وړتيا ترلاسه کړي کوم څوک چي د نورو سره د مطلب د حصول پربنياد راشه درشه کوي دا سړى د ملګرتيا وړتيا نه لري د داسي سړي سره مطلق احتياط ته ډېرضرورت احساس کيږي د لزوم په صورت کي د هغه د ناوړه هدف د تحقیق څخه وړاندي د هغه سره د اړيکو پرېکول په کار دي، ځکه دا يوچالاک خلک دي چي د هغوي ملګرتيا د دوئ په شوم هدف کي نغښتې ده ترهغه پوري ستا سره غاړه غړوي ترڅو ستا په مرسته وکولاى سي د ولس ويني وزبېښي او د هغوئ د بدمرغيو امکانات راغونډوي د مطلب د يارانو سره د صميمي ملګرتيا هيله يو پوچ خيال اود اوبو پرمخ يو بي ثباته کرښي دي ځکه نو خلک تجربه کړئ او وګورئ ، هغه وپېژنئ او بيا ورسره د ورورولئ لاسونه ورکړئ په دې حال کي چي ستاسي له خوا پېژندنه او ازموينه بريالي وي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته