رالېږونکی: نصیر احمد امیري
ددي نړي ژوند ډير لنډ دي ، کيداي سي مرګ موږ او تاسو ته په هره لحظه کښي حاضر سي ، په يوه داسي وخت کي چي هيچ به يي په اړه فکر هم نه کوو ، خو ډير کله همداسي کيږي او سويدي، زموږ او ستاسو لپاره دا لازمه او ضروري ده تر دي مخکښي چي مرګ موږ او تاسو ته حاضر سي د هغه مالک چي زموږ او د ټولو ژونديو موجوداتو روزي رسوونکي او د دي نړي پالونکي دي د هغه سپيڅلي څښتن تعالي جل جلا له عبادت وکړو ، د هغه د اوامرو مطابعت او د هغه د رسول حضرت محمد مصطفي (صلي الله عليه وسلم) پيروي وکړو.ددي فاني نړي او لنډ ژوند وروسته يو تل پاته ژوند دي چي هلته به موږ د (١٠٠) ،(١٠٠٠) ، (١٠٠٠٠٠٠) کلونو لپاره ژوند نه کوو بلکي د تل لپاره ، د تل لپاره به هلته يو، چي هيڅ پاي نه لري ، موږ يوازي يو ځل دا چانس لرو چي د هغه تلپاته ژوندانه لپاره يو څه وکړو، که مو دا يو چانس له لاسه ورکړ ، بل چانس به هيڅکله هم را نه کړل سي، نو ددي څخه مخکښي چي وخت راباندي تير سي ددي يو چانس څخه په ګټي اخيستني سره يو څه وکړو.