ژباړن: نصرت الله محمود / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ځیني خلک خپل هغه طبیعت ته اعتبار ورکوي چې پرې را لوی شوي او خلکو پرې پیژندلي او په همدې اساس یې د خلکو په ذهن کې یو انځور جوړ شوی وي. دا د ځان لپاره یو لازمي شی ګڼي چې بدلون یې ناممکن ده نو همدې ته تسلیم شوي او قناعت یې پرې کړی وي، لکه څنګه چې د خپل بدن جوړښت او د پوستکي رنګ ته تسلیم شوي دي چې بدلون یې امکان نه لري.
خو هوښیاران بیا په دې نظر ورته ګوري چې ډيری وخت د طبیعت بدلول د جامو له بدلولو اسانه وي!!
نو زموږ طبیعتونه له ورخه د تیرو اوبو په څیر نه دي چې راګرځول یې ناممکن وي بلکې هغه زموږ په لاسو کې دي بلکې په ځینو مشخصو طریقو سره کولای شو چې د خلکو طبیعتونه او شاید عقلونه بدل کړو.
ابن حزم په خپل کتاب (طوق الحمامة) کې یوه کیسه ذکر کوي چې:
په اندلس کې یو مشهور سوداګر وو. دده او څلورو نورو سوداګرو تر منځ سیالي شوه. هغو دی بد ګڼلو نو اراده یې وکړه څو دی په تکلیف کړي نو یوه ورځ له کوره راووت او د خپلې هټۍ پر لور روان وو، سپین کالي یې په ځان او سپینه پګړۍ یې په سر کړې وه. لومړی کس ورسره مخ شو روغبړ یې ورسره وکړ بیا یې پګړۍ ته ښه ځير شو او ویې ویل: دا زیړه پګړۍ څومره ښه درسره ښکاري.
سوداګر وویل: ړوند شوی یې؟!! دا سپینه پګړۍ ده.
سړي وویل: نه زیړه ده. زیړه ده خو ښکلي ده.
سوداګر پریښود او ترې روان شو.
لا یې څه مزل نه وو کړی چې د دویم سره مخ شو. هغه سلام پرې واچاوه بیا یې پګړۍ ته متوجه شو ویې ویل: نن څومره ښکلی ښکارې. څه ښې جامې دې په ځان دي، په ځانګړي ډول دا شنه لونګۍ.
سوداګر وویل: اې سړیه لونګۍ سپینه ده.
سړي وویل: نه شنه ده.
سوداګر وویل: سپینه ده. زه له مانه.
بیچاره روان شو او له ځانه سره بونګیده. کله کله به یې په اوږې پرتې شملې ته وکتل ترڅو ځان یقیني کړي چې سپینه ده. خپلې هټۍ ته راورسید او د قلف په خلاصولو شو چې دریم راغی، ویې ویل: فلانکیه! نن ورځ څومره ښکلې ده او په ځانکړي ډول ستا جامې څومره ښایسته دي او دې نیلۍ لونګۍ خو دې ښایست نور هم زیات کړی. سوداګر خپلې لونګۍ ته وکتل ترڅو له رنګه یې ځان یقیني کړي بیا یې په غوسه وویل: اې وروره زما لونګۍ سپینه ده!!!
سړي وویل: نه نیلي ده خو ډيره ښایسته ده. مه خفه کیږه او ترې تیر شو. سوداګر ورپسې نارې کړې: پکړۍ سپینه ده. بیا به یې ورته وکتل، وابه یې ړوله راوابه یې ړوله.
په هټۍ کې کیناست، لا یې له لونګۍ نه پام نه وو اوښتی چې څلورم راغی ویې ویل: فلانکیه سهار په خیر، ماشاء الله دا سره لونګۍ دې له کوم ځای نه اخیستې؟!
سوداګر چیغه کړه: زما لونګۍ نیلي ده.
سړي وویل: نه سره ده.
سوداګر وویل: نه شنه ده.نه، نه بلکې سپینه ده، نه نیلي ده، توره ده.
بیا یې وخندل، بیا یې چیغې کړې، بیا یې وژړل، بیا پورته شو او په ګډیدا شو!!
ابن حزم وایي: بیا به ما د اندلس په کوڅو کې لیده چې ماشومانو به په تیږو ویشته!!
کله چې دوی په لومړنیو او عادي وړتیاوو سره د یو سړي طبیعت بلکې عقل وربدل کړ نو د هغه وړتیاوو په اړه څه فکر کوئ چې لوستل کیږي او د وحې په نور سره منورې وي او د الله د رضاء د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي.
نو کومې نیکې وړتیاوې دې چې مخ ته راځي عمل پرې وکړه ترڅو نیکبخته شې.
که وایې: نه یې شم کولی..! وایم: کوښښ وکړه.
که وایې: نه پرې پوهیږم..!! وایم: زده یې کړه.
یقینا چې علم په زده کړه سره ترلاسه کیږي.
حاصل:
میړني د خپلو وړتیاوو زیاتولو نه وړاندې ځي او د نورو وړتیاوې ور زیاتوي تر دې چې وربدلوي يې!!