تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښه ذهن خاوندان دغه (۷) ځانګړنې لري
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 13, 2018
  0

ژباړه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه خلک چې بېلابېلو ستونزو ته تر هر چا ژر حل لاره راوباسي او ذهني وده یې تر نورو چټکه وي، دوی بډایه ګامونه پورته کوي او په بریالیتوب سره شته ستونزې په ډېر کم وخت کې حل کوي. ارواپوهان وايي: که تاسو لاندې ځانګړتیاوې ولرئ، تاسو د یو پیاوړې حافظې شخصیت بلل کیږئ.


لومړی: خپل احساس او منطق توازن کړئ  
که تاسې په بشپړ ډول د موضوع په اړه پوه شئ، نو تاسو په ذهني توګه قوي یاست. همداراز د خپلو منفي او مثبتو احساساتو په اړه فکر وکړئ؛ بیا د منطق سره د وضعیت او سختو پېښو اندازه وکړئ، د احساساتو او مهارت منطق د صبر او پوهې له لارې ښه کیدی شي.


دوهم: د بدلونونو سره سم عمل وکړئ
بدلون او نوښت آسان کار نه دی او هر څوک یې نشي کولای، خو که تاسو په ژوند کې د نوو حالاتو سره مخ کېږئ او په مثبتو لارو خپل فکر بوختوئ او انرژي مو په سمه لاره مصرف کوئ، دا ستاسو د ذهن د وړتیا ثبوت دی. ستاسو قوي ذهن به تاسو ته توان درکړي چې تاسو خپل پام په بدو اړخونو متمرکز نکړئ.


دریم: ژوند مو ارزښتمن وبولئ 
د قوي ذهن خاوندان کولای شي چې د خپلو اصولو او عقایدو مطابق ژوند وکړي، دوی پوهیږي چې څنګه خپل لومړیتوبونه اداره کړي؛ څو ارزښتناکې پرېکړې وکړي. ژوند ښکلی دی او ارزښت ورکول یې نور هم رنګینولی شي. که خپل ژوند او آینده روښانه غواړئ، نو ورځ په خوښۍ پېل او په بریاوو پای ته ورسوئ.


څلورم: ماتې ته ښه راغلاست ووایئ
بریا او شکست (ماته) سره د ورور او خور مثال لري، که ګټه غواړئ نو تاوان غواړي، ددې لپاره چې مخته ولاړ شئ او نوښت وکړئ، نو په ماتې سره مو چارې او هوډ مه ځنډوئ، ځکه د بریا په لاره کې ناکامي شتون لري او باید ویې زغمئ.


پینځم: غوسه یا افسوس مه کوئ
که تاسو د تېرو بدبختېو په اړه فکر کوئ، دا بیا ډېر ستونزمن کار دی چې یو ګام مخکې لاړ شئ، ځکه که تاسې تېر هېر نه کړئ او له تېرو تېروتنو مو زده کړه ونه کړئ، مخ په وړاندې نه شئ تللی، د همدې لپاره په خپلو ماتو او تېروتنو غوسه او افسوس مه کوئ او ددې پرځای خپل کار ته لا ښه پام وکړئ.


شپږم: پرېکړه کوونکي اوسئ 
ایا تاسو فکر کوئ چې ستاسو ذهن ستاسې بریا له شک څخه ژغوري؟ دا یو حقیقت دی، که تاسې خپله حافظه په مطالعه بوخته وساتئ، نو ځان مو له ماتې ژغورلی شئ.  ډیری خلک چې په نړۍ کې یې ریکارډ پریښی دی او د نړۍ نامتو پوهان شمېرل کیږي، لامل یې دا دی چې دوی خپل ذهني حالت ته ښه پام کړی دی او د یوې قاطع پرېکړې خاوندان دي. که تاسو په ژوند کې یو څه کوئ؛ دا یې ښه وخت دی؛ ځکه ستاسو ذهن په بیا بیا فعالیت تمرکز کوي چې پای به یې د بریاوو زیری ولري.


اووم: خوښي مو په ګډه ولمانځئ
د پیاوړې حافظې خاوندان خپلې خوښۍ ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي، لامل یې دا دی چې دوی هېڅکله نورو (بدبینه خلکو) ته اجازه نه ورکوي چې د دوی خوښي محدوده کړي. ارواپوهان سپارښتنه کوي چې خوښي ستاسو ذهن پراخوي او ذهني فشار مو ورسره له مېنځه ځي، دوی زیاتوي چې په ذهني توګه ستاسو استعدادونه ستاسو بریالیتوب څومره چې امکان لري، هومره یې ژر ثابتوي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته