رالېږونکی: خلیل احمد فاروقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ژوند دولس اصول
څلور شیان به ډېر کوو:
۱: دعوت اِلی الله
۲: تعلیم او تعلم
۳: ذکر او عبادت
۴: خدمت
څلور شیان به بلکل نه کوو:
۱: سوال
۲: طمع
۳: اسراف
۴: د چا شی بې اجازې نه استعمالول
څلور شیان به د ضرورت په اندازه کوو:
۱: خوراك
۲: خوب
۳: خبري
۴: د مسجد څخه وتل
د ژوند نور اداب او اصول
هرنېک عمل به په شپږ و صفاتو سره کوو:
۱: د کلمې په یقین سره
۲: د الله جل جلاله د رضاء لپاره
۳: د نبي کریم ﷺ په طریقه سره
۴: د نفس په مجاهده سره
۵: د زړه په توجه سره
۶: د فضائلو په شوق سره
لاري د تگ پنځه اداب به مراعتوو:
۱: د لاري پر راسته طرف تلل
۲: ذکر کول
۳: د سترګو حفاظت کول
۴: نارینه ته سلام ویل
۵: د لاري څخه ضرر رسوونکی شی لیري کول
په ژوند کي به پنځه شیان غنیمت بولو:
۱: غِنا د مسکنت د مخه
۲: فراغت د مشغولیت د مخه
۳: ځواني د سپین ږرتوب د مخه
۴: صحت د مریضۍ د مخه
۵: ژوند د مرګ د مخه
د شپږو خبرو پابندي به کوو:
۱: د تکبیر اولْی پابندي کول
۲: د تهجد پابندي کول
۳: د تسبیحاتو پابندي کول
۴: په ښو کي د امیر اطاعت کول
۵: په ټولنیزو اعمالو کي ګډون کول
۶: د سترګو حفاظت کول