ليکوال: علي الله متوکل
ټوله ورځ به يې په زرګونو کارکونکو ته لارښوونه کول، خپل لسګونه کارونه یې مخامخ او د ټلیفون په مرسته ترتیبول او د میلینونو ډالرو حسابونه یې څارل.
هغه ورځ د کاره ستړی راغلی، مېرمني یې د هر وخت په څېر شنې چايي ورته برابري کړې. مېرمني ته یې وکتل، وې ويل: نن مي ټول ورځ د ملا له درده تېره کړې ده.
د شپې سخت په تکلیف سو، سهار ته یې نژدې روغتون ته ځان ورساوه، ډاکټر د ناروغۍ معلومولو د پاره لابراتوار ته ولېږه، تر څو معاینات وکړي. لابراتوار کي یو کوچنی دبلی ورکول سو، تر څو د معایناتو لپاره په دبلي کي خپل ادرار راوړي.
لږ وخت وروسته راغلی د روغتون د ګڼه ګوڼي ډک دهلېز کي د لابراتوار مخي ته پر اوږده چوکۍ کښېنستی. په لاس کي یې د مردارو بولو ډک کوچني دبلي ته کتل. بېل فکرونه یې په دماغ کي راګرځېدل. کله به یې د الله جل شانه و خلقت ته فکر وکړ، چي د ژوند او روغتیا د کتني او تشخیص راز یې په دې مردارو اوبو کي نغښتی دئ. هغه متیازي چي انسانان هر وخت ځان او جامې ځيني ساتي.
بل ځل به یې خپل لویوالي، موقف او شهرت ته فکر سو چي زرګونه خلک مي تر لاس لاندي کار کوي، د څو شرکتونو څښتن یم، د میلینونو ډالرو کاروبار کوم، د تلوېزون خبریالان د نیم ساعت وخت د اخیستلو د پاره څو ورځي انتظار راته کوي. خو زه دلته روغتون کي د سلګونو خلکو منځ کي ناست یم او خپلي مرداري بولي مي په لاس کي دي. ځان به يې ډېر کوچنی احساس کړ.
د ځان د لوی والي، کوچنيوالي او د الله جل شانه د خلقت په فکرونو کي غرق وو. چي دې وخت کي د لابراتوار دروازه خلاصه سوه او ږغ یې پر وکړ: ښاغلې ستاسو نوبت دئ، بولي دي راوړه! په ډېره عاجزۍ ور ولاړ سو. یو ځل یې لاس کي د بولو دبلي ته وکتل او بل ځل یې پر دواړو څنګونو ناستو کسانو ته وکتل. ده یو هم نه پېژندی، خو هغو ټولو دی پېژندی.
موږ انسانان الله جل جلاله لوی کړي او کوچني کړي یو. موږ ته نه ښايي چي ځان لوړ وګڼو او ددې لپاره چي د لوي والي فکر له ځانه لیري کړو، غوره نسخه دا ده، چي د الله جل شانه په لويي او خلقت کي فکر وکړو.