تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۴۹)
نوم: عبدالهادي
د اوسېدو ځاى: (هیمس کیرک، هالند)
سوال : ښځي ماشوم وزیږوی چي ډير معیوب وو د عملیاتو په زریعه پیدا سو د وخت ډاکټر راته وویل چي دا ماشوم د جوړیدلو امکان نسته ځکه سر ئې ډېر غټ او شونډي ئې پرې وي، زما ښځه ډیره مریضه و، نوموړي روحي تکلیف درلود، چي هر کله به د میرګي حملې ورباندي راتلې، بیا هم د وخت ډاکټرانو او د کورنۍ غړو مشوره رانه کړه چي دا ماشوم چي ډېر بدرنګه و، و خپلي مور ته وښیم، پس له دوو ورځو مي ماشوم بل روغتون د ډاکټر په مشوره یوړ چي د هغه ځای ډاکټر که کوم کومک راسره وکړي یا دا ماشوم راڅخه واخلي، ځکه زه ډېر واخطا وم مالي وضیعت مي ډير بد و د ماښام د ډوډۍ قدرت مي نه درلود، په دې حالت کي ما پوښتنه وکړل چي څه وکړم د بل روغتون ډاکټرانو هم جواب راکړ نو ما دا ماشوم پر یو کټ پریښود او زه ورڅخه ولاړم او سترګي مي ور پټي کړې، چي تر نن پوري د دې عمل چي کړی مي دی ذهني ناکراره یم، اوس زما د دې عمل د جبران له پاره څه کول په کار دی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
تاسو لویه ګناه کړیده، په رښتني ډول الله جل جلاله ته رجوع وکړئ توبه وکاږئ د الله جل جلاله څخه د بخښني غوښتنه کوئ، مسلمان باید د ګناه څخه ځان وژغوري بیا هم که هر څومره لویه ګناه ځني وسي د الله جل جلاله د رحمت څخه به نه نا امیده کیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ. الایة. سورة النساء ایت۴۸.
(۲): لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا. سورة الزمر، ایت۵۳.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان