د حکیم الاسلام حضرت مولانا قاري محمدطيب رحمه الله پېژنګلوي
ژباړن: عبدالرحیم راشد
نوم اونسب:
حکيم الاسلام حضرت مولانا قاري محمد طيب رحمه الله د مولاناحافظ محمد احمد زوی، د استاد العلماء، د دارالعلوم ديوبند د مؤسس، حجة الاسلام حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله لمسی، د شیخ اسد علي کړوسی او د غلام شاه کودی دی.
او د نسب سلسله یې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته رسېږي.
زېږېدنه او زده کړه :
حضرت قاري محمد طیب رحمه الله په ۱۳۱۵هـ.ق کال د ۱۸۹۷م. سره برابر په دیوبند کي یې سترګي دې نړۍ ته وغړولې.
کله چي اووه (۷) کلنۍ ته ورسېدی، د زده کړو د پیل په موخه، دارالعلوم دیوبند ته ولېږل سو او د شیخ الهند حضرت مولانا محمود الحسن او حضرت مولانا مفتي عزیزالرحمن او د خپل ښاغلي پلارحضرت مولانا محمد احمد رحمه الله په حضور کي بسم الله ور وښودل سوه.
هغه د دوو (۲) کلونو په ترڅ کي مکمل قرآنکریم یاد کړ او په قرائت او تجوید کي یې پوره مهارت ترلاسه کړ، بیایې د فارسي مروجو کتابونو په لوستلو پیل وکړ، د پنځه کلونو وروسته د فارسیاتو له څانګي څخه فارغ سو او د هغه وروسته يې په عربي څانګه کي نوم لیکنه وکړه، چي د اتو(۸) کلنو وروسته یعني په ۱۳۳۷هـ.ق کال کي د دارالعلوم له مکمل تعلیمي نصاب څخه بهر راووتی.
د حدیثو کتابونه یې هم د امام العصر، محدث اعظم حضرت علامه محمد انور شاه کشمیري رحمه الله څخه ولوستل.
د هغه وخت د مشهورو علماوو ، لکه: حضرت مولاناخلیل احمد سهارنپوري ، حضرت مولاناعبدالله انصاري او له خپل پلار حضرت مولانا محمد احمد رحمه الله څخه د حدیثو سند ترلاسه کړ.
دیني علوم یې له حضرت شیخ الهند محمود الحسن، حکیم الامت مولانا محمد اشرف علي تهانوي، مفتي اعظم حضرت مولانا عزیزالرحمن عثماني، فخرالهند مولاناحبیب الرحمن عثماني، حضرت علامه شبیراحمدعثماني، مولاناسید اصغر حسین، حضرت مولانا اعزاز علي امروهي، مولانا ابراهیم بلیاوي، مولانا رسول خان او نورو علماوو رحمهم الله څخه حاصل کړي دي.
ټولګیوالان :
حضرت مولانا رحمه الله زیات ټولګيوالان درلودل، لکه: مفتي اعظم پاکستان حضرت مولانا محمدشفیع، حضرت مولانا محمد ادریس کاندهلوي، حضرت مولانا سید بدر عالم میرټهي مهاجر مدني او مولانا میرک شاه کشمیري رحمهم الله .
تدریس :
څرنګه چي حضرت مولانا رحمه الله د فوق العاده ذکاوت، ذهانت، فهم اوځانګړي ځیرکتیا څخه برخمن وو، د دیني علومو فراغت وروسته بې له ځنډه د تدریس په منصب مشرف وګرځېدی. څرنګه چي ماهر بیان کوونکی او وینا وال هم وو، حضرت علامه انور شاه کشمیري رحمه الله او شیخ الاسلام علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله به د سفر په وخت کي له ځان سره بوتلی او ده ته به يې ویل، چي په بېلا، بېلو موضوعاتو وینا وکړه.
وینا یې ډېره زیاته زړه راکښونکې او د خلکو د خوښۍ لامل به ګرځېدی.
د تدریس ترڅنګ د اهتمام او مدیریت په چارو کي هم پوره همکاره وو. د ده تدریس د حضرت علامه محمدقاسم نانوتوي رحمه الله او علامه انور شاه کشمیري رحمه الله یوه بېلګه وه.
په علومو کي بې پایه سمندر وو، د علمي غوچوالي ، پراخي مطالعې، باریک نظر او د مسائلو په تحقیق کي بې بېلګي وو.
اهتمام :
یو ځل د دارالعلوم دیوبند د مجلس شورا ناسته کي حضرت مولانا سعیدالرحمْن رامپوري رحمه الله نورو غړو ته وړاندیز وکړ، چي د مهتمم او د هغه د نائب خدمتونه اظهر من الشمس او ټولو ته څرګند دي. دوی که څه هم د بوډاتوب او بېلا، بېلو ناروغیو سره د مخکي په شان خپل خدمت ترسره کوي، مګر دا د مجلس شورا دنده ده، چي په دې اړوند پرېکړه وکړي او داسي کس د دې دندو لپاره په نظر کي ونیسي، چي تکړه عالم او د بانفوذه کورنۍ څخه وي.
ما په خپل نظر مولانا قاري محمد طیب رحمه الله د دې مقام لپاره غوره ګڼلی دی، ځکه هغه نوی ځوان، پرهېزګاره، تکړه عالم او د بانفوذه او دلسوزه کورنۍ څخه دی. وروسته په ۱۳۴۱هـ.ق کال کي د مجلس شورا د پرېکړي پر اساس حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله د نائب مهتمم په توګه غوره کړل سو. ده دا خوښه ګڼل، چي یواځي په تدریسي چارو بوخت وي، مګر د ملګرو په زیات ټینګار سره دا منصب یې ومنی او کار یې په ښه توګه سرته رسوی.
کله چي حضرت مولانا عثمان رحمه الله په ۱۳۴۸هـ.ق کال کي وفات سو، د دارالعلوم دیوبند مجلس شورا په ۱۳۴۸هـ.ق کال د شوال په (۱۸مه) ناسته وکړه او د شوال تر (۲۱مي) پوري د ټولو څانګو او د دارالعلوم د چارو په اړه پرېکړي وسوې او حضرت مولانا قاري محمدطيب رحمه الله یې دا ځل د دارالعلوم دیوبند د مدیر په توګه غوره کړ.
بدلونونه :
کله چي حضرت مولانا رحمه الله ته د مدیریت مقام وسپارل سو، لومړی یې د دارالعلوم دیوبند مسجد پراخه او لوی کړ. او د دار الحدیث ودانۍ یې چي له ډېر پخوا څخه د کار لاندي وه، په ۱۳۴۹ هـ.ق کال کي پوره کړه او په ۱۳۵۱هـ.ق کال کي د تفسیر دوره هم په دار العلوم کي پیل سوه. په دې دوره کي ټول تفسیر بیضاوي او ابن کثیر تدریسېدی او د هغه مخکي د تفسیر جلالین او فوزالکبیر ویل هم لازمي وه.
دوی د عمّ پارې مشق د تجوید سره د فارغینو لپاره الزامي کړ، حتی هغو کسانو ته چي د عمّ پاره یې له تجوید سره نه وه لوستلې، د فراغت سند نه ورکول کېده.
د جدیدو او قدیمو طلباوو د نوم لیکني او مختلفو څانګو لپاره فورمونه جوړ کړل سوه.
د کتابونو د وېشولو لپاره جلا اطاق او نوري زیاتي ځانګېړني او نظمونه یې را منځته کړل.
د طلباوو د ډوډۍ لپاره يې، ځانګړی او دوه رنګه کارټونه تیار کړه، چي یو د سهار او بل د ماښام لپاره وو. دغه کار د دې باعث سو، چي د طلباوو شمېر په دقیقه توګه په لاس کي ولري او ډوډۍ په ښه توګه ووېشل سي.
د تفریح او د خوب د ځای د کموالي له امله د نوو ځایونو په جوړولو یې لاس پوري کړ.
افغانستان ته سفر:
هندوستان او افغانستان له ډېر پخوا څخه نږدې اړیکي درلودې. په لومړۍ کال کي چي دار العلوم دیوبند افتتاح سو، افغاني طلباوو د دیني علومو د تحصیل لپاره په هغه مدرسې کي نوم لیکنه وکړه. هغه وخت چي محمد ظاهر شاه په افغانستان کي ولسمشرۍ ته ورسېد، د دارالعلوم دیوبند د مجلس شورا په ناسته کي دا په تصویب ورسول سوه، چي د دارالعلوم مدیر د نماینده په توګه نوي ولسمشر ته د مبارکۍ لپاره او د دارالعلوم او افغانستان د تعلیمي اړیکو د ټنګښت لپاره باید افغانستان سفر وکړي.
له دې امله حضرت مولانا محمد طیب رحمه الله د مولانا حامد انصاري په ملګرتیا سره د دارالعلوم د نماینده په توګه د کابل پر لور روان سو. کله چي د حضرت مولانا د سفر نېټه په ورځپاڼو کي خپره سوه، د دارالعلوم دیوبند فارغین او عام ولس په بېلا، بېلو تم ځایونو کي د دوی د لیدني لپاره جمع سوي وه. کله چي د پېښور له لاري د افغانستان سرحد ته ورسېدل، دوی د افغان ځواکونو له تود هرکلي سره مخامخ سول. کله چي کابل ته ورسېدل، د تعظیم اوځانګړي احترام لپاره دا په نظر کي ونیول سوه، چي لومړی به د امور خارجه له وزیر سردار علي محمد خان سره لیدنه کوي.
حضرت مولانا د اوږدې وینا په دوران کي په فارسي ژبه دارالعلوم دیوبند معرفي کړ.
بیا یې له لومړي وزیر سردار محمد هاشم خان سره لیدنه وکړه، هغه د حضرت مولانا رحمه الله راتګ ارزښتمن او نېک قدم وګڼه، بیا چي کله حضرت مولانا د افغانستان د ولسمشر لیدني ته ورغلی، هغه له ځای څخه راپاڅېدی او تر هغه وخت پوري چي دی را رسېدی، په انتظار ورته ولاړ وو او د ده سره یې معانقه وکړه( ورته غاړي سو). بیا حضرت مولانا رحمه الله په فارسي ژبه د خپل راتګ موخه هغوی ته روښانه کړه، چي موږ د مادي مرستي لپاره نه ، بلکي د هغه مخکني اړیکو د ټینګښت لپاره راغلي یو. وروسته یې هغه لیک چي په هغه کي د دار العلوم دیوبند ټول علمي، دیني خدمتونه او تعلیمي عظمت او شهرت پکښې لیکل سوی وو، ور وړاندي کړ.
د تعلیم او تربیې له وزیر سره او د کابل له پوهنتون څخه یې هم لیدنه وکړه، د هغوی څخه یې د خوښۍ څرګنده کړه او وړاندیز یې ورته وکړ، چي د عصري زده کړو ترڅنګ دي دیني زده کړي هم ور اضافه سي. د بېرته ستنېدو پر مهال وزیر اعظم (۵۰۰۰۰) افغانۍ دار العلوم دیوبند ته وسپارلې او ویې ویل:« الحمد لله چي تاسو مستغني یاست او دار العلوم هم په توکل ولاړ دی. الله جلا جلاله د هغه مدرسې د مرستي لپاره کافي دی. دغه مرسته که څه هم د هغي مدرسې له شان څخه کمه ده، مګر هیله کوم چي دا قبولي کړئ».
حضرت مولانا رحمه الله هغه ډالۍ ومنل او بېرته هندوستان ته راستون سو.
د دار العلوم میاشتنۍ مجله:
په ۱۳۲۸ هـ.ق کال کي د دار العلوم لخوا د « القاسم» په نوم میاشتنۍ مجله خپره سوه او یوولس( ۱۱ ) کاله یې ارزښتناکه خدمتونه د اسلام او مسلمانانو لپاره ترسره کړه، مګر وروسته د څه لاملونو په وجه ودرېده. حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله په ۱۳۶۰ هـ.ق کال کي، بیا ځلي لپاره د « دار العلوم ماهنامه» په نوم مجلې ته دوام ورکړ. دغه میاشتنۍ مجله د دار العلوم لپاره ډېره ګټوره تمامه سوه.
د فتاوای تدوین :
د فتوا سلسله د دار العلوم له جوړېدو وروسته پیل سوه، لومړی ځل دا کار د حضرت مولانا محمد یعقوب رحمه الله له لوري سرته رسېده، له هغه وروسته ګڼو استادانواو مفتیانو د پوښتنو ځوابونه ورکول. په ۱۳۱۰ هـ.ق کال کي ځانګړی او مستقل ځای د دار الافتاء لپاره وټاکل سو او دا کار یې حضرت مولانا مفتي عزیز الرحمن رحمه الله ته وسپار ل سو.
د ۱۳۲۹ هـ.ق کال د ذی القعدې تر وروستیو پوري فتواګاني په ځانګړي کتابچې کي نوټ کېدل.
حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله په ناسته کي دا په تصویب ورسول، چي ټولي فتواګاني دي یوځای سي، د فقهي د بابونو په ترتیب دي مرتب او خپاره سي.
دا مسؤلیت د مولانا ظفیر الدین رحمه الله په غاړه کېښودل سو. په پایله کي په نهه(۹) غټو ټوکونو کي د فتاوای دار العلوم دیوبند په نوم فتاوی چاپ سوه( چي اوس پښتو ته هم ژباړل سوې ده).
د افغانستان د ولسمشر تګ دار العلوم دیوبند ته :
کله چي حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله د افغانستان په سفر کي د افغانستان له ولسمشر سره لیدنه وکړه، د دار العلوم اړیکي له ده سره ټينګي سوې او دار العلوم دیوبند ته دعوت کړل سو. هغه هم د دار العلوم دیوبند بلنه ومنل او په ۱۳۷۷ هـ.ق کال د شعبان په پنځمه (۵) دار العلوم دیوبند ته تشریف یووړ او د دار العوم دیوبند له لوري د تود هرکلي سره مخامخ سو. هغه د ټولو څانګو، کتابتون او دار الحدیث له لېدلو وروسته د غونډي ځای ته بوتلل سو، په هغه ځای کي د دار العلوم ټول استادان ، طلباء، مېلمانه او عوام خلک چي نږدې شل زره (۲۰۰۰۰) تنه وه، هره ډله په ځانګړي نظم سره په ځانګړي ځای کي را جمع سوي وه، پاڼي له هر لوري څخه ځوړندي وې، په جالبو خطونو او ښکلو نقشونو ښایسته کړې سوي وې، چي دار العلوم زنده اباد، د افغانستان حکومت او د هند جمهوریت زنده اباد په ښکلو خطونو لیکل سوي وه.
لومړی حضرت مولانا حفظ الرحمْن سټېج ته تشریف یووړ او د افغانستان د ولسمشر له راتګ څخه یې په فارسي ژبه مننه او د ځانونو نېکمرغي یې وګڼل او ویې ویل:
« ښاغلی ولسمشر صیب! تاسو چي دار العلوم دیوبند ته تشریف راوړ، ښه راغلاست درته وایو، ستاسو راتګ نېک قدم ګڼو او د دې له امله چي د دار العلوم بلني ته مو لبیک ووایه، ډېره مننه او شکریه مو ادا کوو.
د ښاغلي ولسمشر صیب تشریف راوړل د ویاړ او افتخار سبب دی.
محتر م ولسمشر صیب! دا ځای چي نن ورځ تاسو پکښې موجود یاست، د حنفي مذهب مرکز او د حق مسلک محور دی. دار العلوم یواځي یوه مدرسه نه ده، بلکي د دین، ایمان، د طریقت او شریعت اساس او د الهي دين پېژندني خزانه په غېږ کي لري. د مادیت او الحاد په دې زمانه کي روښانه منار، د حق او صداقت څراغ او د الله تعالی د ډلي شمع بلوونکي دي.
محترم جناب ولسمشر صیب! تاسو به په دې هندوستان کي پخوانۍ ماڼۍ او تاریخي ځایونه کتلي وي او کله چي د دې ځای له شخصیتونو سره ملاقات وکړئ، یقینا خوشحاله به سئ، مګر هغه ټوله دنیوي او مادي پرمختګونه دي ، ولي دار العلوم دیوبند په ټوله اسلامي نړۍ کي د خپل روحاني او اخلاقي عظمت په خاطر ځانګړی مقام لري او بې له مبالغې ویلای سو، چي دا مدرسه د هدایت او لارښووني لمر، د صراط مستقیم ښودونکې او د دین ساتونکې اداره ده. ذالک فضل الله یؤتیه من یشاء ، والله ذو الفضل العظیم.
محترم ولسمشر صیب! که څه هم دا مدرسه د ظاهري شان او شوکت څخه محرومه ده، مګر د حق، صداقت، علم او معرفت ښکارندویه ده. او تاریخ په دې ګواه دی چي د دې مرکز تېر سوي او اوسني علماء او بزرګان، تل د علم او پوهي څراغان او ډېوې وې او دي. او د رسول الله رحمه الله اسوه حسنه یې د ځانونو لپاره نمونه، بېلګه او مثال ګرځولي دي».
حکیم الاسلام حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله هم مننلیک وړاندي کړ، خلکو له هر لوري تکبیر وایه. هغه وخت د افغانستان ولسمشر، د وینا لپاره له ځای څخه را پاڅېدی او په فارسي ژبه یې د دار العلوم په علمي او عرفاني خدمتونو اعتراف وکړ او د دار العلوم له تود هرکلي څخه یې خوښي وښودل. دا یې وویل:
« ډېر خوښ یم، چي ماته دا موقع پیدا سوه، چي دار العلوم له نږدو څخه ووینم، دار العلوم دیوبند په ټول افغانستان کي په ځانګړي توګه په علمي محفلونو کي ډېره مشهوره ده.
د افغانستان علماء مثبت نظر د دار العلوم بانیانو او ددې ادارې استادانو ته لري او د دې مرکز د استادانو په علمي مقام باندي اعتراف کوي. د دار العلوم شهرت په افغانستان کي یواځي د دې له امله نه دی، چي دا یوه دیني مدرسه ده، بلکي پایله یې هغه تعلقات دي چي افغاني طلباوو له وړاندي درلوده او لري یې، زیاتره افغاني علماء چي په افغانستان کي په علمي کار بوخت دي، ددې مدرسې فارغین دي، بنده ستاسو د تود هرکلي د اغېز لاندی راغی او د زړه له کومي ستاسو څخه مننه او شکریه ادا کوم. او د الله جلا جلاله څخه غواړم چي دې دیني مدرسې ته نوره هم ترقي او پرمختګ ورکړي او همکاران دي تل بریالي او سرلوړي لري»له هغه وروسته غونډه پای ته ورسېدل.
د بیت الله شریفي حج :
حضرت حکیم الاسلام مولانا قاري محمد طیب رحمه الله په ۱۳۷۹هـ.ق کال کي، د دار العلوم دیوبند له یوې ډلي سره د بیت الله او نبوي روضې د زیارت لپاره حرمینو ته روان سول او د حج د مناسکو د سرته رسولو وروسته بېرته دیوبند ته راغلل.
بیعت او خلافت :
حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله په ۱۳۳۹ هـ.ق کال کي د شیخ الهند حضرت مولانا محمود الحسن رحمه الله سره بیعت وکړ. دی د سلوک د منازلو د طی کولو په حال کي وو، چي شیخ الهند رحمه الله وفات سو. بیا یې په ۱۳۴۳ هـ.ق کال کي د حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله په لاس بیعت وکړ او د هغه د تربیت لاندي یې د سلوک مراحل طی کړل.
او بالاخره په ۱۳۵۰ هـ.ق کال کي د خلافت مقام ته ورسېدی.
تصنیفونه:
حضرت مولانا حکیم الاسلام قاري محمد طیب رحمه الله د تدریس ، تبلیغ او د دار العلوم دیوبند د مدیریت تر څنګ یې له ځان وروسته ارزښت لرونکي تصنیفونه د یادګار په توګه پرې ایښي دي.
حضرت مولانا رحمه الله لیکوالي د طالب العلمۍ له وخت څخه پيل کړې وه او قلم یې ډېر سلیس او روان وو.
ځیني تصنیفونه یې په لاندي توګه دي:
۱- التشبه فی الاسلام.
۲- ساینس و اسلام.
۳- مشاهیر امت.
۴- شان رسالت.
۵- فلسفه نماز.
۶- حجاب شرعي.
۷- د ږېري اهمیت په اسلام کي.
۸- مسئله تقدیر.
۹- علم غیب.
۱۰- خاتم النبیین.
۱۱- اسلام او د غرب تهذیب.
۱۲- تعلیمات اسلام و اقوال مسیح.
۱۳- اصول دعوت و اسلام.
۱۴- د کلمي طیبې حقیقت .
۱۵- مسئله زبان هندوستان.
۱۶- دین و سیاست.
۱۷- د قومونو د عروج او زوال اسباب.
۱۸- اجتهاد او تقلید.
۱۹- مساوات اسلامي.
۲۰- د سورت فیل تفسیر.
۲۱- آفتاب نبوت.
۲۲- سفرنامه افغانستان.
۲۳- عرفان عارف.
۲۴- خطبه طیبه.
۲۵- کلمات طیبات
۲۶- مقالات اکابر دیوبند او داسي نور کتابونه.
مړینه:
حکیم الاسلام حضرت مولانا قاري محمد طیب رحمه الله د عمر په وروستیو کي ډېر سخت ناروغ سو او د درملني لپاره د ډهلي روغتون ته انتقال سو، مګر د ښه کېدو پر ځای په ۱۴۰۳ هـ.ق کال د شوال په شپږمه (۶) چي د ۱۹۸۳ م. کال د جولای له اوه لسمي (۱۷) سره سمون خوري، د اته اتیا (۸۸) کلونو په عمر وفات سو. انا لله وانا الیه راجعون.
د ده د وصیت مطابق د جنازې لمونځ یې د دار العلوم دیوبند په انګړ کي د ده د مشر زوی مولانا قاري محمد سالم قاسمي رحمه الله په امامت ادا سو او په قاسمي هدېره کي د خپل نیکه حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په بغل کي خاورو ته وسپارل سو.
د ده د مړیني وروسته یواځي په هندوستان ، پاکستان، افغانستان او بنګله دېش کي نه، بلکي په ټوله اسلامي نړۍ کي فاتحې او تعزیې ورته ونیول سوې، په پوهنتونونو، ښوونځیو، مدرسو، مسجدونو او خانقاوو کي د قرآنکریم ختمونه ورته وسوه او په ورځپاڼو او اخبارو کي یې د وارثانو او کورنۍ لپاره تسلیت لیکونه خپاره سول.
اولادونه :
نوموړي له ځان وروسته درې زامن د مولانا محمد سالم قاسمي ، مولانا محمد اسلم قاسمي او مولانا محمد اعظم قاسمي رحمهم الله په نومونو او درې لوڼي د یادګار په توګه پرېښودل.
اخځلیک: زموږ اکابرین.