په پښو کي د کوچنيو ګوتو فائده
ژباړه: عبدالسلام (حنفي)
الله جل جلاله انسان په ډیر ښایسته شکل کي پیدا کړی دی او د الله جل جلاله هیڅ شی بي فایدې نه دی، نو په پښو کي د کوچنیو ګوتو فایده څه ده؟
په راسته پښه کي چي کومه کوچنۍ ګوته ده هغه د انسان له ینې سره وصل ده او د چپې پښې کوچنی ګوته بیا د زړه سره وصل ده، او دا خو معلومه خبره ده چي زړه او ینه ډیر مهم اندامونه دي د انسان په بدن کي.
نو له دې کبله که چیري څوک په زړه یا ینه کي کومه سختي یا درد حس کړي، نو باید چي په دغو ګوتو باندي لاس کښیږدي یعني که يې په ینه کي درد حس کړي د راسته پښي په کوچنی ګوته باندي دي لاس کښیږدي او که په زړه کي يې درد حس کړی نو د چپې پښې په کوچنی ګوته دي لاس کښیږدي او لږ دي يې وګروي او حرکت دي ورکړي او د نیمي دقیقې لپاره دي یي تخته(ټينګه) کړي. نو په داسی حالت کي به د خپلو پښو د کوچنیو ګوتو فایده وويني.
ځکه الله جل جلاله فرمایي:
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ فِىٓ أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ(سورة التين 4 آية)
ژباړه: په حقیقت کي موږ انسان په ډېره ښه بڼه پېداکړ.