تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هیلي او خوبونه څنګه په حقیقت بدلیږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2021
  0

هیلي او خوبونه څنګه په حقیقت بدلیږي

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دا لیکنه خامخا ستا ژوند در بدلوي

 

موږ هیلي لرو؛ لوی لوی خوبونه وینو. غواړو هوسا او ستر ژوند جوړ کړو. د هیلو پوره کول نه لاټری ده او نه  معجزه، بلکي لږ زحمت او یوڅه کار غواړي، ته راسه د بریالیو خلکو فارمول در وښييم: 


یو. کوچني کوچني ګامونه: کوچني کوچني عادتونه لوی انسانان او کوچني کوچني کارونه د ستر ژوند لرلو راز دئ. د Mini Habits کتاب لیکوال سټيفن ګیز، د Greatness guide کتاب لیکوال رابین شرما، د 7 habits of effective people کتاب لیکوال سټيفن کافی او د Compound effect کتاب لیکوال ډارن هارډي ټول همدا یوه خبره کوي:


"د بریالیو او ناکامو خلکو ترمنځ توپیر د هغوی په نابغه توب کي نه، بلکي یوازي د هغوی په عادتونو کي دئ؛ کوچني کوچني عادتونه."

 

دوه. عادتونه بدل کړی: موږ ټول مثبت عادتونه پېژنو، ستونزه داده، چي دا مثبت عادتونه څنګه خپل کړو؟ علماء وایي: هرڅه په کراره کراره او لږه لږه وکړئ؛ تردې چي په یوه ورځ ۲۰ رکعته نفل لمونځ وکړې، دا ډېره غوره ده، چي لس ورځي هره ورځ دوه رکعته نفل وکړې؛ په یوه ورځ تر سلو افغانو صدقې دا ښه ده، چي لس ورځي لس لس افغانۍ صدقه کړې، ځکه په داسي کولو سره په چارو کي همېشه توب او تداوم راځي.


د رهبری تکړه لیکوال جان سي ماکزویل وایي: 


ترڅو چي د ژوند ورځنی چاري او عادتونه بدل نه کړی، تر هغو ستر او بریالي کېدای نه سی. ونیسه له نن څخه ئې شروع کړه. 

درې. معلوم هدف او استقامت ولره: " کلک عزم، پخه اراده او معلومه موخه مو تر منزله رسوي. د مایوسه کولو، ماتولو او پر شا کولو لپاره ډېر خلک سته، خو د پرمختګ او متوجه کولو لپاره یوازي یو کس سته او هغه ستا خپل ځان دئ؛ نور پرېږده، پر خپل ځان غوږ ونیسه " 

 

څلور. حرکت وکړه: چي هدف دي معلوم کړ، نو حرکت وکړه. بین سټین په The Bulletproof Investing کتاب کي لیکي:


"خامخا اول قدم واخله. ممکن اول قدم اخیستل سخت وي، ستړیا وغواړي او شاید درد ولري، خو همدا اول قدم د ټول ژوند د حرکت سبب ګرځي"

 

پنځه. لوی فکر وکړئ: موږ لویان یو، پر هرشي جنجال مه کوئ، ژر مه مایوسه کېږی؛ لوی فکر وکړئ. لوی فکرونه د انسان د درون بې شمېره وړتیاوي را څرګنده وي، منفي فکرونه په مثبتو بدلوي، بد عادتونه ښایسته کوي، د ماتي فکر له دماغه باسي او د ژوند ښکلا را ښکاره کوي. 

 

شپږ. ګډ کار وکړئ: له ملګرو او کورنۍ سره مشوره وکړئ او ګډ کار وکړئ. شیخ عمرو خالد په الجنة فی بیوتنا کتاب کي لیکي:" ګډ کار مو بریا ته رسوي " 

 

نوټ: دا لیکنه د "لوی ژوند، کوچني ګامونو" ناچاپ کتاب د یوې برخي لنډيز دئ


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته