لیکنه: شکر الله رسولي
۱- قلم لمړنی شی دی، چي الله پاک تر مخلوقاتو مخکي پیدا کړ.
۲- په قرآن کریم کي یو سورت د قلم په نامه دی.
۳- په قرآن کریم کي الله عزوجل په قلم سره قسم کړی دی.
۴- قلم ټولي هغه پیښي چي تر قیامت پوري راځي لیکلي دي.
۵- قلم د انسانانو اعمال، رزق، بدبختي، نیکبختي او مرګ ټوله لیکلي دي.
۶- انسان ته الله پاک په قلم سره علم ورکړی دی.
۷- په انسانانو کښي د عالم او علم ستر نعمت د قلم له وجهي دی.
۸- که قلم نه وای، نو انسانانو به د هدایت لاره نه وای موندلې.
۹- قلم د انسان د جهنم یا جنت د داخلیدو ذریعه کېدلای سي.
۱۰- د قلم په واسطه الله عزوجل د انسان څخه راضي کیږي.
۱۱- د قلم په واسطه د الله عزوجل د دین خدمت کېدلای سي.
۱۲- دین تر موږ پوري د قلم په ذریعه رارسېدلی دی.
۱۳- د قلم په ذریعه نن موږ د اسلام په ستر نعمت مشرف یو.
۱۴- د قلم په ذریعه غیر مسلمانان و اسلام ته رابللای سو.
۱۵- د قلم په ذریعه د جهاد او حقیقي مجاهدینو سره کومک كېدای سي.
۱۶- د قلم په ذریعه انسان د اخلاقو، ادابو او حیا څښتن ګرځي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه