د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
فتوا: د ماخستن د لمانځه وخت څومره دی؟
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۸۱)
نوم: حاجي احمدشاه
سوال : دما خستن لمو نځ څومره وخت لری؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
یو د جواز وخت دی او بل مستحب وخت دی. د جواز وخت شروع يې د شفق د لوېدلو څخه بیا تر سپېدو پوري دي او مستحب وخت يې د شپې دریمه حصه ده (۱) او مکروه وخت يې دا دی چي د شپې تر نيمي حصې
ور واوړي نو دا مکروه تنزيهي دی.
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عن أبي هريرة قال : قال النبي صلى الله عليه و سلم لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم أن يؤخروا العشاء إلى ثلث الليل أو نصفه
(۲): لما فیه من تقلیل الجماعة و قد انقطع السمر قبله. هداية- کتاب الصلوة