تازه سرليکونه
وروستی جنتي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  February 28, 2022
  0

وروستی جنتي 


 ژباړن: عبدالرحيم راشد 


په صحیح مسلم شریف کي د عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: بې شکه موسی علیه السلام د خپل څښتن څخه وپوښتل  او وویل: ای زما پالونکې!  په جنت کي د رتبې او درجې په نسبت کوم کس وروسته دی؟


الله جل جلا له وفرمایل: وروستی کس چي جنت ته داخلېږي، دا هغه کس دی چي غواړي له پل صراط څخه تېر سي، کله  په  دواړو لاسونو او پښو ځي، کله یې اور سوځي، بالاخره کله چي د دوږخ د اور څخه تېر سي،  نو د دوږخ لوري ته ګوري او ووایي: ډېر برکتمن څښتن دی،  چي زه یې له تا څخه وژغورلم،  بې شکه زماڅښتن داسي څېز زما په برخه کړ، چي هیڅ لومړني او اخیرني سړي ته نه دی ور په برخه سوی،  بیا نو د دوږخ په غاړه کښېني، مګر الله عزوجل  هغه له دوږخ څخه ژغورلی دی او دا فکر کوي چي هیڅ چا ته داسي نعمت کوم چي ده  ته  ور  په برخه  سوی  دی ( د دوږخ څخه ژغورل ) نه دی په برخه سوی،  په همدغه حالت کي به وي چي ناڅاپه د هغه  د سر لوړه یوه ونه راڅرګنده سي کله چي ونه  وویني، نو ووایي: ای زما پالونکې! دغي وني ته مي نږدې کړه  تر څو د هغې وني تر سیوري لاندي هوسایي او ارام  وکړم او د هغې اوبه وڅښم.


نو الله سبحانه وتعالی وفرمایي : ای د  آدم زویه!  ښایي چي دا نعمت درکړم، بیا نور نعمتونه راڅخه وغواړې؟  هغه ووایي:  ای الله عزوجله! بېله دغه څخه د بل شي غوښتنه  نه در څخه کوم .


او په دغه خبرو سره د خپل څښتن سره وعده وکړي،  چي بېله  دغي وني څخه بل شی نه غواړي،  مګر د هغه څښتن یې معذور ګڼي  ځکه هغه داسي شیان ویني چي د صبر کولو توان ورڅخه نه لري،  نو الله تعالی و هغه ته اجازه وکړي، چي وني ته نږدې سي د سیوري او اوبو څخه یې استفاده وکړي،  نو په همدغه حالت کي یوه بله ونه ورته وښودل سي چي د لومړۍ  وني څخه ښکلې وي، نو ووایي:


 ای زما پالونکې!  دغي دوهمي وني ته مي نږدې کړه تر څو ددې وني اوبه وڅښم او په سیوري کي یې آرام وکړم،  سوګند ستا په عزت او لویوالي سره چي پرته له دې څخه بل څه نه درڅخه غواړم. 


الله سبحانه وتعالی به ورته وفرمایي : ای د آدم زویه!  ایا  تا زماسره وعده  نه وه کړې،  چي د دغي لومړنۍ  وني څخه پرته د بل شي غوښتنه نه کوم؟  نو هغه ووایي:  سوګند ستا په عزت او لویوالي پرته له دې څخه د بل هیڅ شي غوښتنه نه درڅخه کوم .


نو بیا الله تعالی اجازه ورته وکړي، چي  هغي دوهمي وني ته نږدې سي  ځکه الله جل جلا له پوهېږي،  چي دی هغه شی ویني چي د صبر کولو توان ترې نه لري،  په دغه وخت کي درېیمه ونه چي د لومړیو  دوو ونو څخه ډېره ښکلې وي د جنت  د دروازې سره  د ده  تر سترګو سي.


دی کوښښ کوي چي صبر وکړي او د دې وني غوښتنه  د خپل پالونکي څخه و نه کړي،  مګر دومره طاقت نه سي کولای  او ووایي: ای زما پالونکې!  دغي درېیمي وني ته مي نږدې کړه،  تر څو د هغي وني د سیوري څخه استفاده وکړم او اوبه یې وڅښم،  سوګند ستا په عزت اولویوالي چي  پرته له دې څخه هیڅ کله بله غوښتنه نه لرم .


الله تعالی ورته وفرمایي: ای د آدم زویه!  دومره بې وعدې(بی وفا) یې،  ایا زما سره دي وعده نه وه کړې،  چي د دوهمي وني پرته بله غوښتنه نه کوې؟ 


هغه ووایي:  هو زما پالونکې!  یوازي دغه غوښتنه راپوره کړه،  له دې  پرته  هیڅ کله بله غوښتنه نه لرم،  الله تعالی دی معذور وګڼي کله چي الله تعالی دی  و دغه وني ته نږدې کړي او د جنت  د دروازې سره کښېني او کله چي د جنتیانو ږغونه واوري او هغه نعمتونه چي هغوی ته ورکړل سوي دي او د هغوی ملاقات او خوشحالي وویني یوڅه  شېـبه څومره چي د الله  خوښه  وي  چپ پاته وي،  خو مګر  خپل په چپوالي باندي صبر نه سي کولای او ووایي: ای زما پالونکې!  ما جنت ته داخل کړه،  نو الله تعالی چي د ده  سره  د آسمانونو او ځمکو خزانې دي، ووایي: ای زما بنده!  جنت ته داخل سه!  


کله چي جنت ته  داخل سي دا ګمان به وکړي چي جنت  د مخکني کسانو څخه چي له ما څخه وړاندي والي یې کړی دی ډک سوی به وي.


او د جنت حورو به ودونه کړي وي،  نو ووایي: ای زما پالونکې!  خلکو په خپلو ځاینو کي قرار نیولي دي او خپله برخي یې اخېستي دي د ا به  څرنګه سي اوس زه څه وکړم ؟


الله سبحانه وتعالی به ورته وفرمایي: ای د آدم زویه!  په څه شي له ما څخه راضي کېږي؟ 

 

ایا خوشحاله کېږي،  چي دومره څه درکړم لکه  د دنیا د پاچاهانو څخه د یو پاچا بادشاهي؟

 

نو هغه ووایي: ای زما پالونکې!  خوشحاله یم. 

 

الله تعالی ورته وفرمایي: دغه ستا لپاره دي او د دې په مثل پنځه چنده  نور،  نو هغه ووایي:  پنځه چنده! ای زماپالونکې ! خوشحاله یم.


 نو الله عزوجل به ورته وفرمایي: دغه ستا لپاره دي او لس چنده نور د دې په مثل ستا لپاره دي، هغه څه ستا لپاره دي چي ستا نفس یې وغواړي او سترګي دي خوند پرې اخلي. 


د دې  وروسته الله تعالی ورته وفرمایي: ای زمابنده! زماڅخه هغه څه وغواړه چي زړه دي امید یا هیله لري؟


 نو بیا هغه بنده ووایي:  ای زما پالونکې! فلانی او فلانی شی ستا څخه غواړم. الله تعالی ورته ووایي:  ټول هغه څه مي درته بخشش کړه. 

 

بیا ووایي: فلانی شی غواړم.  الله ورته وفرمایي:  درته بخشش مي کړ.  تر هغه پوري چي ټول  امیدونه یې  پوره سي او بل شی د الله تعالی څخه نه غواړي . 


نو الله  جل جلا له ورته وفرمایي: ای زما بنده فلانی شی نه غواړې ؟


د ارحم الراحمین عزوجل مهربانۍ ته وګورئ،  هغه نعمتونه چي د بنده  یاد نه دي  ور یادوي یې او ورته فرمایي: فلانی نعمت له ما څخه نه غواړې؟ هغه ووایي: هو،  زما پالونکې غواړم  یې .


الله  ورته ووایي: او هغه بل فلانی نعمت له ماڅخه نه غواړې ؟


 زما څخه فلانی شی وغواړه.  لدې وروسته هغه ټول نعمتونه ورکړي،  تر څو د هغه  ټول امیدونه پای  ته ورسېږي لدې وروسته الله ورته امر وکړي چي خپلو ماڼیو او کورونو ته داخل سه !


کله چي و خپلو ماڼیو ته داخلېږي،  نو دوې(۲) جنتي ښځي له ده سره دننه سي او ده  ته وایي: ستاینه دي وي هغه څښتن لره،  چي  ته یې زموږ لپاره او موږ  یې ستا لپاره ژوندي ګرځولي یو. 


له هغه وروسته کوم نعمتونه چي ده ته ورکړل سوي دي ، دی ورته وګوري او ووایي: سوګند په الله تعالی چي هیچا ته داسي نعمتونه نه دي ورکړل سوي کوم چي ماته  راکړل سوي.


 دغه کيسه د هغه لږ او کمي درجې والا جنتي وه  چي موسی علیه السلام یې پوښتنه کړې وه،  دا یې واورېدل  نو یې وویل: ای زما پالونکې! بیا هغه د لوړي مرتبې والا جنتي څوک دی ؟


الله عزوجل ورته وفرمایل:  هغه کسان دي چي د هغوی کرامت ما په خپل لاس پیدا کړي دي او په هغو کرامتونو مي ټاپې لګولي، بیا نو هیڅ سترګو نه دي لیدلي. 


سوګند په الله تعالی هیڅ سترګو هغه(د جنت) نعمتونه نه دي لیدلي او هیڅ غوږ  نه دی اورېدلي او نه هم په هیڅ زړه کي د هغه  په ډول خیال راغلی دی. 


پاک  او لوی دی هغه ذات چي لوړه درجه لري،  هغه څښتن چي د پاچاهۍ لرونکی دی دغه جنت پاک دی او د هغه نعمتونه هم  پاک دي او د هغه  جنت نعمتونه تل پاتي وي،  نه زائلیږي، بل نوم یې دارالسلام (د سلامتیا کور دی) او  د ایمان او د قرآن  د  لښکرو تم ځای دی  د جنت  د څښتنانو شانې  د سروزرو او خولې یې د خالص مشکو  څخه دي.  د ودانۍ خښتي یې د سروزرو او سپینو زروڅخه دي،  ماڼۍ یې د ملغلرو،  زبرجدو  یا سپینو زرو او یا هم د خالص طلا څخه دي،  همدارنګه  د ملغلرو او  یاقوتو څخه په زیات کمال او ښکلا جوړی سوي دي.


او خټه یې خالص مشک  یا زعفران دي خاوره  یې له زعفران  یا هغه مشک  چي د اهوان څخه اخیستل سوي دي، ویالې  یې  له بـېلو کندو څخه بهېږي.


پاکي ده هغه څښتن لره چي هغه (جنت) یې د سیلابونو څخه ساتلی دی د هغه جنت  د ماڼیو لاندي څرنګه چي وغواړي چينې راوځي،  پرته له دې څخه چي د ویالو اوبه کمي سي د خالصو عسلو، شرابو  او اوبو ویالې پکښې بهېږي،  تل پاکي ده هغه څښتن لره چي د پاچاهۍ ،  لویۍ ، عزت او پاکۍ څښتن دی.


او هغه جل جلاله  هغه یواځنۍ څښتن او ذات  دی چي د عبادت وړ او عبادت یې  کېږي،  پاکي او ستاینه یې کېږي،  د قرآن نازلونکی  او د لومړیو او وروستیو ټولو چارو حکم خاص ده لره دی .


پاکي خاص تا لره ده  ای د لویۍ او پاچاهۍ څښتنه !.


د جنت شوقیان د خپل څښتن سره پټ رازونه او حالات لري،  بلکي هر وخت جنت ته لاس اوږدوي او پرته د هغه (جنت) څخه بل شي ته توجه نه کوي .

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته