سیرت نبوي (۱۶۱برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د زيد بن حارثه رضی الله عنه سرِيه يا ټولۍ
دغه سريه هغه آخرنۍ او ډېره کاميابه واقعه ده چي د هجرت د درېیم کال د جمادي الأۤخير په مياشت کي د اُحُد تر غزاء د مخه پېښه سوې ده.
د بدر تر غزاء وروسته و قريشو ته لوى تکليف او تشويش پېښ ؤ ځکه قريشو نه صنعت درلودى نه زراعت بلکه د دوى ټول ژوند په تجارت سره ؤ او مهم تجارت يې د شام و طرف ته ؤ، خو مدينه منوره د شام په لار کي ده يعني: مدينه منوره د مکې مکرمې او شام په منځ کي پرته ده، اوس نو قريش خپلي قافلې په بېغمه زړه نه سي لېږلاى، ځکه قافله بايد خامخا د مدينې منورې پر لار تېره سي او هلته يې مسلمانان را ګرځوي، نو خود قريش په غم او تشويش کي دي.
صفوان بن اميه هغه چي ورور او پلار يې په بدر کي و وژل سوه د دغه کال د تجارتي قافلو د مشرتوب دپاره د قريشو د طرفه انتخاب کړل سو (لکه د اطاق تجارت رئيس) اوس نو صفوان و قريشو ته وايي: محمّد صلی الله علیه وسلم او د ده ملګرو زموږ تجارت پر موږ بندکړى موږ نه پوهېږو چي موږ د ده په اصحابو څه وکو؟ او د ساحلي لارو خلک هم ټول د ده ملګري سوه اوس زه نه پوهېږم چي پرکومه لار ولاړ سم؟ که موږ دلې په خپلو کورو کي پاته سو خپله سرمايه خورو هيڅ نه را پاته کيږي او تاسي پوهېږى چي په مکه کي زموږ ژوند په تجارت سره دى چي په دوبي کي شام ته ځو او په ژمي کي يمن ته ځو، پر دې موضوع بحث شروع سو، څو اسود بن مطلب و صفوان ته و ويل: د ساحل لار پرېږده او د عراق لار ونيسه، چي دا ډېره اوږده لار وه يو وار به قافله د عراق پر طرف تله او بيا به د هغه ځايه څخه په نجد کي تېرېدل بيا به شام ته تله چي دغه لار د مدينې منورې په شرقي طرف کي د مدينې منورې څخه ډېره ليري تېرېدل او قريشو ته دغه لار هيڅ نه وه ور معلومه، نو اسود بن مطلب و صفوان ته و ويل: فُرات بن حيان در سره ملګرى که چي هغه دغه لار در وښيي.
قريشو د دغي قافلې خبر ډېر پټ ساتلى ؤ هيڅوک نه وه خبر چي قافله کله او د کومي لاري څخه ځي خو سبحان الله! الْهي قدرت دى د دغي قافلې او د تګ د لاري خبر یې مدينې منورې او مسلمانانو ته ورسېدى هغه داسي: د مسلمانانو څخه يو نفر چي سُلَيط بن نعمان نومېدى په کفارو کي يې د جاهليت د وختو څخه يو آشناى درلودى چي د هغه نوم نعيم بن مسعود ؤ او مشرک دى (دغه نعيم بن مسعود د خندق په غزاء کي ډېره جالبه قصه لري چي پرخپل وخت به درته بيان سي او هغه وخت مسلمان سو) خو اوس دغه نعيم مشرک او دکفارو سره دى، نو سُلَيط بن نعمان مسلمان د نعيم بن مسعود مشرک سره د شراب څښلو په مجلس کي ناست دى او شراب سره چښي (البته تر دغه وخته شراب نه وه حرام سوي) نعيم بن مسعود نشه سو او ده ته د قافلې حال پوره ور معلوم ؤ، د نشې په حالت کي پر خبرو راغلى د قافلې د لېږلو حال بيانوي، مګر سُلَيط چي نه دى نشه ده بيا په پوښتنو شروع وکړه څو د قافلې پوره حال يې په تفصيل سره ځني معلوم کړى چي کله رهي سوه او پر کومه لار ځي څو نفره او څومره مالونه ور سره دي؟ کوم وخت چي سُلَيط پوره معلومات حاصل کړه نو فوراً و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى او ټوله قصه يې ورته بيان کړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ډېر ژر يوه سل نفريزه ټولۍ جوړه کړه چي د ټولۍ مشر زيد بن الحارثه رضی الله عنه ؤ، زيد هم په ډېره چابکي سره د قافلې لاري ته ځان ورساوه او پر قافله يې په داسي وخت کي حمله وکړه چي د قافلې خلکو په نجد کي د يو اوبو سره اړول چي و هغو اوبو ته (قَردَه) ويل کېده، مسلمانانو ټوله قافله بېله جنګ او مقاومته په غنيمت واخستل، ځکه صفوان او د ده ملګرو هيڅ دا فکر نه کاوه چي مسلمانان دي په دغه لیري او نامعلومه لار کي ور ته ولاړ وي، نو خود بېله تيښتي بل څه نه وه ور پاته.
کفار د عراق پر طرف رهي وه د دوى په فکر مسلمانان هلته څه غواړي دا هيڅ امکان نه لري چي مسلمانان دي په مخه ورسي، د قافلې خلکو په بيغمه زړه اړول چي ناڅاپه حمله پر وسوه، نو صفوان او هغه د قافلې ساتونکي بېله کوم مقاومته ټول وتښتېدل قافله يې سره د هغو مالو چي پکښې وه پرميدان پرېښوول، مسلمانانو ټوله قافله په غنيمت واخستل، سل زره د سپينو زرو درهمه، اوښان، مالونه، ټول شيان يې واخستل، چي دغه مالونه و مسلمانانو ته لوى غنيمت ؤ حتّْی هغه د قافلې لار ښوونکى فُرات بن حيان يې هم بندي ونيوى، رسول الله صلی الله علیه وسلم پسله هغه څخه چي د قافلې څخه يې خُمس يا پنځمه حصه وايستل نوره قافله يې د ټولۍ پر افرادو تقسيم کړه او فُرات بن حيان مسلمان سو.
دغه حمله پسله بدره څخه و قريشو ته يو بل غم او مصيبت سو، په دغه واقعه يې نور هم تشويش او پرېشاني زيات سوه، اوس نو د قريشو و مخ ته دوې لاري دي: يا به خپله سرکښي او کبرياء پرېږدي د مسلمانانو سره به د صلحي او مسالمت لار اختياروي يا به داسي جنګ کوي چي په هغه سره هغه خپل بايللى مجد او پخوانئ عزت لاس ته را وړي او د مسلمانانو قواوي داسي تيت او پرکي کړي چي نه پردوى اونه د دوى پر قافلو تسلط ولري، خو د مکې مکرمې مشرکانو دغه دوهمه د جنګ لار اختيار کړه، قريشو پر دې ټينګار کاوه چي خپله بدله او انتقام واخلي او د مسلمانانو سره د مقابلې دپاره بايد پوره آمادګي ونيسي او پر مسلمانانو بايد د دوى په کورو کي حمله وسي، نو دغه د اوسنۍ قافلې اخستل او هغه نور پخواني واقعات د دې سبب وګرځېدل چي د اُحُد غزاء يې په وجود را وړل.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net