سیرت نبوي دزیاتو خلکو اسلام راوړل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه ډلي چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپلو قبيلو د طرفه د اسلام را وړلو دپاره راغلي دي او د سيرت په کتابوکي ذکر سوي دي تر اويا ډلو زياتي دي، که زه د ټولو ډلو د حالاتو په را نقلولو شروع وکم بحث ډير اوږديږي او د هغو ټولو په بيانولو کي کومه خاصه فايده هم نسته، زه به فقط د هغو ډلو حالات په اجمالي ډول سره درته بيان کم چي هَغه ډلي تاريخي اهميت لري، يا د هغو ډلو په ملاقات کي کم عبرت موجود وي، خو ويونکي او اورېدونکي ته دي دا ورمعلومه وي چي په صورت عموم د ډيرو قبيلو ډلي د مکې مکرمې تر فتحي وروسته راغلي دي، خو هلته ځيني داسي قبيلې هم سته چي ډلي يې د مکې مکرمې تر فتحي د مخه راغلي دي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net