تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( درو دېرشمه برخه ) د تبوک غزا
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  June 24, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(۳۳)
 
د تبوک غزا
 
o د نهم هجري کال په رجب میاشت کي د تبوک غزا وشوه، چي دا د نبي صلی الله علیه وسلم د ژوند تر ټولو وروستنۍ غزا وه، تبوک له مدینې تقریبا اووه سوه کیلومتره لري پرته سیمه ده.
 
o دا غزا د هغه مهال له زبرځواک؛ رومي امپراطورۍ سره جګړه وه، نبي صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته پر رومیانو د برید له پاره د تیارۍ امر وکړ.
 
o د تبوک غزا په ډېرو سختو شرایطو کي شوې ده، هوا سخته ګرمه او فاصله ډېره لري وه، له همدې کبله دا غزا د غزوة العُسْرَة (سختۍ غزا) په نوم هم یادیږي.
 
o په دې غزا کي د ګډون امر اختیاري نه، بلکي وجوبي و، له رنځورانو او نورو عذر لرونکو پرته په هر مسلمان فرض وه چي دې غزا کي برخه واخلي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم  خپل اصحاب د جیش العُسرة (سختۍ د لښکر) د تجهیز له پاره مرستو ته وهڅول، اصحابو رضي الله عنهم د خپل نبي صلی الله علیه وسلم امر پلی کړ او په مرستو کي یې یو له بل سره سیالي وکړه.
 
o ابوبکر رضي الله عنه خپله ټوله شتمني له دې لښکر سره د مرستي له پاره راوړه، عمر رضي الله عنه د خپلي شتمنۍ نیمایي برخه د لښکر د تجهیز له پاره ورکړه.
 
o عثمان بن عفان رضي الله عنه له دې لښکر (جیش العُسرة) سره دومره زیاته مالي مرسته وکړه چي هیڅ مثال یې نه موندل کیږي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي د عثمان رضي الله عنه له خوا دا ستره مرسته ولیده، ډېر خوشاله شواو وې فرمایل: «ما ضَرَّ عثمانَ مَا عَمِلَ بعدَ الیَومِ». له نن وروسته چي عثمان هر څه وکړي (هر ډول ګناه وکړي) ضرر نه ورته لري (الله مغفرت ورته کړی).
 
o عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه آته زره درهمه راوړل، او په همدې ترتیب ټولو اصحابو رضي الله عنهم د لښکر د تجهیز له پاره مرستي وکړې.
 
o منافقانو چي د اصحابو رضي الله عنهم دا مرستي ولیدې، نو ملنډي یې پرې شروع کړې، که کوم غني صحابي به مرسته وکړه منافقانو به ویل دا ریاکار دی، ریاء کوي.
 
o او که نیستمن صحابي به د خپل توان په کچه کمه مرسته راوړه، د یو صاع (3,25 کیلو ګرامه) په اندازه څه متاع او مال به یې د لښکر د تجهیز له پاره ورکړ، نو منافقانو به ویل: الله تعالی دې یوې صاع (پیمانې) مرستي ته اړ نه دی! دا د منافقانو ننګین او له شرمه ډک دریځ و.
o نو الله تعالی د دې منافقانو په اړه دا مبارک آیت نازل کړ: «الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ ۙ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ». التوبة: ۷۹ 
 
ترجمه: هغه چي د مؤمنانو پر ایثارګرو (په پراخ زړه انفاق کوونکو) نیوکي کوي او پر هغو د دې له پاره ملنډي وهي چي د خپل زیار (له حاصل علاوه) څه نه مومي، الله پر دوی تمسخر کړی او دوی ته دردوونکی عذاب دی.
 
o څو تنه صادق او مخلص اصحاب هم پرته له کوم عذره د تبوک له غزا پاتې شول، دوی رښتوني وو او په اسلام کي یې څه خبره نه وه، خو غزا ته د تللو توفیق یې ونه موند.
 
o د هغو کسانو په ډله کي چي بې له عذره غزا ته نه وو تللي، او په مدینه کي پاتي شوي وو دا څلور تنه د یادولو دي:
 
- کَعْب بن مالک.
 
- هِلال بن أمیة.
 
- مُرارة بن الربیع.
 
- أبو لُبابة بن عبدالمنذر رضي الله عنهم.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له دېرش زره کسیز عظیم لښکر سره وخوځید، دا د نبي صلی الله علیه وسلم د بعثت له زمانې تر هغه مهاله د مسلمانانو تر ټولو ستر لښکر و.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم علي رضي الله عنه د خپلي کورنۍ د سرپرستۍ له پاره په مدینه کي پرېښود، امر یې ورته وکړ چي همدلته پاتې شي، نو علي رضي الله عنه عرض وکړ: ما له ماشومانواو مېرمنو سره پرېږدې!
 
o نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «أَمَاتَرْضَى أَنْ تَكُونَ مِنِّي بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَى إِلَّا أَنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي».متفق علیه: آیا نه خوښوې ته زما له پاره د موسی له پاره د هارون په څېر وې، خو دا ده چي له ما وروسته نبي نه شته.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له خپل عظیم لښکر سره روان شو، ثنیة الوداع ته چي ورسېد هلته تم شو، بیرغونه یې وتړل او دلګي یې جوړ کړل. یاده دې وي چي له نبي صلی الله علیه وسلم سره دې لښکر کي زیات شمېر منافقان هم ملګري وو.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي کله تبوک ته د لاري په اوږدو کي د صالح علیه السلام د قوم (ثمود) سیمي (حِجر) ته ورسېد، نو خپله اوښه یې ګړندۍ کړه.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د ثمودیانو له سیمې سره نژدې واړول، خو ورداخل نه شو، اصحابو د حِجر له یوه څاه نه د څښاک اوبه راواخستلې، او خپل اوړه یې ورباندې خوشته (لانده) کړل.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي ورباندې خبر شو ورته وې فرمایل: «لَا تَدْخُلُوْاعَلی هَؤُلاَءِ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ عُذُّبُوْا فَاِنِّي أخَافُ أنْ یُصِیْبَکُمْ مِثْلَ مَا أصَابَهُمْ»: د هغو خلکو سیمي ته مه ورځئ چي په عذاب اخته شوي دي، ځکه وېرېږم هسې نه تاسو هم په هغه (عذاب) اخته شئ چي پر دوی نازل شوی و.
 
o بیا یې خپلو اصحابو ته امر وکړ چي د دې سیمي (حِجر) د څاه اوبه نه وڅښي او نه یې د بل ضرورت رفع کولو له پاره واخلي، اصحابو عرض وکړ: موږ خو له هغه څا اوبه راوړې او اوړه مو ورباندې خوشته (لانده) کړي دي! رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ورته وکړ چي هغه اوبه واړوي او ورباندي لانده شوي اوړه هم وغورځوي.
 
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته عظیمه خطبه وویله، چي په ترڅ کي یې په عذاب د اخته کيدو له وېري هغو سیمو ته له ورتګ منع کړل چي کفار په کي په عذاب اخته شوي دي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم خپل سفر ته ادامه ورکړه، د لاري په اوږدو کي به یې جمع بین الصلاتین کوله؛ د ماسپښین او مازدیګر او ماښام او ماسختن لمونځونه به یې یوځای ادا کول.
 
o یو مهال اصحاب رضي الله عنهم سخت تږي شول، اوبو ته یې اړتیا نهایت زیاته شوه، نو نبي صلی الله علیه وسلم ته یې شکایت وکړ.
o نبي صلی الله علیه وسلم له خپل ربه د باران سوال وکړ، الله یې دعاء قبوله کړه، ورېځي راغلې باران وشو او دوی یې اوبه وڅښلې او لوښي او ژي یې ورنه ډک کړل.
 
o تبوک ته د مزل په اوږدو کي اسلامي لښکر یوه شپه چيرته واړول، د سهار له لمانځه لږ مخکي نبي صلی الله علیه وسلم د حاجت رفع کولو له پاره ووت، مغیره بن شعبه رضي الله عنه یې ملګرتیا کوله.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم ځنډ وکړ، د لمانځه وخت شو، نو اصحابو رضي الله عنهم عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه د سهار لمانځه د امامت له پاره مخکي کړ.
 
o عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه په دوهم رکعت کي و چي نبي صلی الله علیه وسلم تشریف راوړ، یو رکعت یې له جمعې (جماعت) سره وکړ او بیا یې دوهم ځانته پوره کړ.
 
o عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه چي سلام وګرځاوه وې لیدل چي نبي صلی الله علیه وسلم ورنه پاتي شوی رکعت اداء کوي، په دې سره اصحاب رضي الله عنهم لږ په فکر کي شول!
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي سلام وګرځاوه، اصحابو ته یې وفرمایل: «أحسنتُم» أو «أصَبْتُم»: ښه کار مو وکړ، دا چي لمونځ مو په خپل وخت وکړ دا عمل مو پر ځای عمل و. د دوی دا عمل یې تأیید کړ چي د لمانځه له پاره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته انتظار نه و کړی، چي وخت پوره شوی و، نو پرته له دې چي انتظار وکړي لمونځ یې ادا کړی و.
 
o دا حدیث چي وایي: «مَا قُبِضَ نَبِيٌّ حَتَّی یُصَلِّيَ خَلْفَ رَجُلٍ صَالِحٍ مِنْ أُمَّتِهِ»: هیڅ نبي تر هغې نه وفات کیږي څو یې د خپل امت په یوه صالح سړي پسې لمونځ نه وي کړی.دا حدیث امام احمد او ابن سعد په خپل طبقات کي روایت کړی، خو ضعیف دی.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم خپل مزل جاري وساته څو تبوک ته ورلنډ شو، هلته یې خپلو اصحابو ته وفرمایل: «إِنَّكُمْ سَتَأْتُونَ غَدًا إِنْ شَاءَ اللَّهُ عَيْنَ تَبُوكَ وَإِنَّكُمْ لَنْ تَأْتُوهَا حَتَّى يُضْحِيَ النَّهَارُ فَمَنْ جَاءَهَا مِنْكُمْ فَلَا يَمَسَّ مِنْ مَائِهَا شَيْئًا حَتَّى آتِيَ». رواه مسلم: تاسو به ان شاء الله سبا ته د تبوک چینې ته رسېږئ، او تاسو غرمه مهال هلته ورسېږئ، نو هر څوک چي ورورسېد، نو زما تر راتګه دې اوبه نه ورنه رااخلي.
 
o مسلمانان چي د تبوک چینې ته ورسېدل، چینه یې ولیده چي اوبه یې لږ دي، دوو تنو منافقانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم نهي له پامه وغورځوله او له چینې یې اوبه واخستلې.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي خبر شو دوو تنو د چینې اوبه اخستي دي، نو پر هغو دواړو کسانو یې لعنت ووایه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک د چینې په اوبو خپل مبارک مخ او لاسونه ومینځل.
 
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه ته وفرمایل: «يُوشِكُ يَا مُعَاذُ إِنْ طَالَتْ بِكَ حَيَاةٌ أَنْ تَرَى مَا هَاهُنَا قَدْ مُلِئَ جِنَانًا»: معاذه!که ژوندی وې وبه وینې چي یو وخت به دلته باغونه وي.
 
o هملته د نبي صلی الله علیه وسلم له پاره کيږدۍ ودرول شوه، شل ورځي په تبوک کي پاتې شو، خو نه له دښمن سره ټکر وشو او نه بله کومه ناخوښه پېښه وشوه.
 
o له همدې ځایه نبي صلی الله علیه وسلم د شام په څنډو کي پرتو قبایلو په لور جنګي دلګي واستول او د روم امپراطور ته یې یو لیک هم واستاوه.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د أَیْلَة له خلکو او د جَرْبَاء او أَذْرُح له یهودانو سره سوله (مصالحه) وکړه او خالد بن ولید رضي الله عنه یې له (۴۲۰) مجاهدینو سره د دُومة الجَنْدَل مشر أُکَیْدِر ته ورواستاوه.
 
o د دُومة الجَنْدَل مشر أُکَیدِر له نبي صلی الله علیه وسلم سره جوړه یا مصالحه وکړه، جزیه یې ومنله او نبي صلی الله علیه وسلم ته یې د سوغات په توګه یوه قاطره، یوه وریښمینه چپنه چي سره زره هم په کي کارول شوي وو ولېږله.
 
o دا سوغاتونه چي راورسېدل اصحابو چي هغه وریښمیني چپنه ولیده زیاته یې خوښه شوه، ښکلا ته یې حیران شول، نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «أَتَعْجَبُونَ مِنْ لِينِ هَذِهِ؟ لَمَنَادِيلُ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ فِي الْجَنَّةِ خَيْرٌ مِنْهَا وَأَلْيَنُ». مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ: تاسو د دې چپني نرموالي ته حیران شوی؟! په جنت کي د سعذ بن معاذ دستمالونه له دې ډېر غوره او نرم دي.
 
o نبی صلی الله علیه وسلم د رومیانو واکمن قیصر ته د دَحِیَة الکلبي په لاس یو لیک واستاوه، چي قیصر ته یې د دریو شیانو وړاندیز په کي کړی و: یا اسلام، یا جزیه او یا هم جګړه.
 
o قیصر ته چي لیک ورسېد، خپل درباریان او مشران یې راغونډ کړل، د نبي صلی الله علیه وسلم مبارک لیک یې ورته ولوست، درباریانو وویل: قسم په خدای چي نه یې دین منو، نه جزیه ورکوو او نه جګړه ورسره کوو.
 
o قیصر همدا مطلب په یوه لیک کي د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته ورساوه، نبي صلی الله علیه وسلم همدا کافي وګڼله، په همدې یې بسنه وکړه، او په دې سره دا خبره په ټولو عربو کي خوره شوه چي رومیان له نبي صلی الله علیه وسلم سره له مقابلې او جګړې ووېرېدل.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم په تبوک کي له شلو ورځو تم کيدو وروسته په داسي حال کي بېرته مدینې ته ستون شو، چي د هیڅ دښمن له لوري له هیڅ ډول غدر، چل او ټکر سره مخ نه شو.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي د ستنېدو په ترڅ کي وادي القُرَی ته ورسېد خپلو اصحابو ته یې وفرمایل: «إنِّي مُتَعَجِّلٌ إلى المَدِينَةِ، فمَن أَرَادَ مِنكُم أَنْ يَتَعَجَّلَ مَعِي، فَلْيَتَعَجَّلْ». متفق علیه: زما مدینې ته بیړه ده (په بیړه ستنېږم)، که څوک له ماسره په بیړه تګ غواړي، نو بیړه دې وکړي(چټک دي شي).
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي ذي أَوَان سیمې ته ورسېد، وحي ورته راغله او خبر یې کړ چي منافقانو د ضِرَار جومات جوړ کړی دی! نو نبي صلی الله علیه وسلم د ضِرار جومات د ړنګولو او سوځولو امر وکړ.
 
o ورپسې نبي صلی الله علیه وسلم اصحابو ته وفرمایل: «إِنَّ بِالْمَدِينَةِ أَقْوَامًا، مَا سِرْتُمْ مَسِيرًا، وَلَا قَطَعْتُمْ وَادِيًا إِلَّا كَانُوا مَعَكُمْ، حَبَسَهُمُ الْعُذْرُ» ". رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ: په مدینه کي داسي کسان دي چي په دې ټول مزل کي له تاسو سره یوځای وو (ستاسو سره دې ټول اجر کي شریک دي) ځکه د مقبول عذر له کبله نه وو راوتلي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم چي مدینې ته ورلنډ شو؛ سترګې یې پرې ولګېدې، نو وې فرمایل: «هَذِهِ طَيِّبَةُ أَوْ طَابَةُ». او کله یې چي د أُحُد غر ولید وې فرمایل: «هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ»: دا هغه غر دی چي موږ ته ګران دی او ده ته موږ ګران یو.
 
o په مدینه کي پاتې خلکو چي د نبي صلی الله علیه وسلم د رارسېدو خبر واورېد، ټول یې د هرکلي له پاره ثنیة الوداع (د وداع غونډیو) ته مخې ته ورغلل او په ډېره مینه، خوشالۍ او درناوي یې استقبال کړ.
 
o سائب بن یزید وايي: زما په یاد دي چي زه له نورو ماشومانو سره له تبوک نه د راستنېدو په مهال د نبي صلی الله علیه وسلم د هرکلي له پاره د وَداع غونډیو ته وروتلی وم. رواه البخاري
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته