سیرت نبوي (۲۸۹برخه)
د مدينې منورې د منافقانو سره په ښکاره مقابله
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موږ و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک د غزاء څخه مدينې منورې ته تشريف را وړى او د تبوک په غزاءکي د منافقانو دريز او موقف ښه ښکاره او واضحه سو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم إراده وکړه چي پر منافقانو آخرنۍ شديده او جِدّي ضربه وارده کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي خلک دي په مسجد نبوي کي سره را ټول سي، کوم نفر چي موجود وه او خبر ور و رسېدى هغه ټول راغله او په مسجد نبوي کي سره يو ځاى سوه، په دغو حاضرو خلکو کي ډير منافقان هم موجود وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړ سو او په خطبه ويلو يې شروع وکړه چي دغه خطبه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عظيمو خطبو څخه ده.
پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله حمد او ثناء و ويل او پر خپل ځان صلی الله علیه وسلم يې درود و وايه نو يې و فرمايل: اې خلکو! په تاسي کي منافقان سته د هر چا نوم چي ياد کړم هغه دي ولاړ سي او د مسجد څخه دي ووزي، خلک د بيري څخه په رېږدېدلو سوه، هر يو بېريږي چي اوس زما نوم ياد نه کړي، رسوايي او فضيحت دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم د نومو په يادولو شروع وکړه او فرمايي: قُم يا فُلان! هغه ولاړيږي او د مسجد څخه وزي، قُم يا فلان! قُم يا فلان! څو د منافقانو د مشرانو څخه يې شپږ دېرش نفره ياد کړه، خلک په بېره کي دي چي دا څه حال دى؟
اوس د منافقانو سره په ښکاره او واضحه ډول مقابله کيږي، ځکه د هغو جرئت زيات سوى ؤ، غوښتل يې چي د دسيسو او مؤامرو دپاره د مسجد په نامه سره يو مرکز جوړکي، نور يې هم داسي کارونه کول چي د تحمّل وړ نه وه، ستاسي په ياد دي چي د تبوک د غزاء دپاره يې لښکر وايستى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې جلا واړول او بيا بيرته پاته سوه نه ولاړل؟ او بلي ډلي بيا غوښتل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغي لوړي څخه لاندي وغورځوي، منافقانو جرئت پيدا کړى ؤ، نو اوس بايد خامخا د دوى ريښې کښل سوي واى نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه ډول مواجهه او مقابله ور سره شروع کړه.
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وايي: په دغه ورځ زه د مسجد نبوي څخه يو څه ليري وم او لږ نا وخته راغلم، کله چي مسجد نبوي ته را ورسېدم رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقانو نومونه ياد کړي وه، و مي ليدل چي د منافقانو څخه يو نفر د مسجد د دروازې سره ناست دى مضطرب او پرېشانه معلوميږي، ما ورته و ويل: څه درته پېښه ده ولي تر مسجد دباندي ناست يې؟ ده ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقانو په جمله کي حساب کړم، وايي: ما ورته و ويل: الله دي ذليله که د خپل عمل اقرار نه کوې او پټوې يې، بيا وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په منافقانو کي حساب کړم.
دغه ورځ د منافقانو د فضيحت او رسوايي ورځ وه ټول رسوا او شرمنده سوه.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين نوم د منافقانو په جمله کي نه کړی ياد ځکه هغه مشهور او معروف ؤ، د هغه په رسوايي کي ډير آياتونه نازل سوي وه مګر نور منافقان يې ياد او رسوا کړه، پسله دغي ورځي څخه د منافقانو فعاليت ډير پټ او سِرِّي ؤ، بيا يې په ښکاره سره کوم د نفاق عمل نه دى کړى، دا د منافقانو سره د علني مقابلې او مواجهې ورځ وه.
بيانو د دې دپاره چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو کارو او خبرو کي موازنه او برابري را وستلې وي په دغه ورځ يې و مسلمانانو ته د حِيره د فتحه کولو زېرى ورکړى (حِيره) په عراق کي د کافر عربو پايتخت ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقصد دا ؤ: دغه منافقان چي تاسي وليدل کم قېمت او اهميت نه لري بلکه نصر او فتوحات ستاسي مسلمانانو دي نو يې و فرمايل: تاسي به حيره فتحه کړی، والله لکه زه چي دغه اوس د حيره و قصرو ته ګورم او فتحه کيږي، زه دغه اوس د يوې قلا و دروازې ته ګورم او هغه قلا فتحه کيږي، اول هغه څوک چي د دغي قلا د دروازې څخه د تسليمېدلو دپاره را وزي هغه شيماء بنت نُفَيله ده، دغه شيماء پر ابلقه غاتره سپره ده تور پوړنى يې پر سر دى او اول هغه څوک ده چي تسليميږي، د حيره فتحه يې ټوله په تفصيل سره تر پېښېدلو د مخه ورته بيان کړه، د قلا دروازه خلاصيږي، فلانۍ راوزي، دا ټول اطمينان ؤ چي فتوحات او کاميابي، نصرت او برئ ستاسي مسلمانانو دى.
يو د صحابۀ کرامو څخه چي زکريّا بن يحيْى نومېدى صادقه مومن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قول يې يقين ؤ، پوه سو چي دغه کار حتماً کېدونکى دى، نو ولاړ سو او عجبه خبره يې وکړه، ويل: يا رسولَ الله! دغه شيماء ما ته راکه، يعني: په غنيمتو کي دي زما په حصه کي وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هغه يې ستا، په وروسته کي بيا زکريّا بن يحيْى رضی الله عنه د حِيره په فتحه کولو کي ګډون او اشتراک وکړی او حيره د خالد بن وليد رضی الله عنه پر لاس فتحه سوه، کوم وخت چي حيره تسليم سوه او د قلا دروازه خلاصه سوه اول هغه څوک چي د دغي قلا څخه را و وتى هغه یوه سپین سرې ښځه وه چي دغه شيماء وه پر ابلقه غاتره سپره وه او تور پوړنى يې پر سر ؤ.
دغه ښځه را و وتل او زکريّا بن يحيْى د هغې غاتره تر غاړه ونيول ويل: دا زما ده، خلکو پر وخندل ويل: موږ تر اوسه غنيمتونه نه دي وېشلي ته صبر وکه، ده ويل: يا! دا تر وېش د مخه زما ده، خلکو ويل: څنګه ستا ده؟ ده ويل: دا ما ته رسول الله صلی الله علیه وسلم را کړې ده، خلکو ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېره موده مخ کي رحلت کړى دى ته څنګه دغه خبره کوې؟ ده ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر خپل رحلت د مخه د دغي فتحي زېرى را کړى دى او دغه شیما يې په هغه ورځ ما ته را کړې ده، خلک په تعجب کي سوه او د لښکر قومندان خالد بن وليد رضی الله عنه ته ورغله، خالد رضی الله عنه ورته و ويل: يا رجُل! هر سړئ کولاى سي چي دغسي دعوه وکړي، ته د دغه خپلې دعوې دپاره شاهدان لرې؟
ده ويل: هو، ويل: ورسه رايې وله، زکريّا بن يحيْى رضی الله عنه وايي: ولاړم په لښکر کي وګرځېدم چي څوک په دغه ورځ حاضر وه؟ فقط دوه نفره مي پيدا کړه چي يو يې محمّد بن مسلمه رضی الله عنه ؤ او بل يې محمّد بن بِشر رضی الله عنه ؤ، دغه دوه نفره په هغه ورځ حاضر وه او راغله ويل: هـو موږ شاهدي آداءکوو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه شيماء و ده ته ور کړې ده، نو خالد رضی الله عنه و ويل: هـو! واخله دا ستا ده، خير حِيره تسليم سوه او عبد المسيح بن نُفيله چي د شيماء ورور ؤ را و وتى، دغه عبد المسيح په صلحه او پسله صلحي را و وتى، مګر خور يې شيماء تر صلحي د مخه د بندي په شکل و نيول سوه، نو عبد المسيح و زکريا ته ورغلى ويل: دغه زما خور را پرېږده، زکريا ويل: يا! نه يې در پرېږدم، عبدالمسيح ويل: هر شئ او هرڅومره مال چي ته غواړې در به يې کړم خو دا را پرېږده، زکريا ويل: والله تر هغو به يې در پرې نږدم چي لس سوه درهمه را نه کړې.
لس سوه درهمه فقط زر درهمه کيږي لږ پيسې وې، عبد المسيح په تعجب کي سو، ويل: واخله دغه يې لس سوه درهمه، زکريا زر درهمه واخستل او شيماء يې ور پرېښوول، مسلمانانو زکرېا ملامتاوه ويل: سړيه! تا څنګه په زر درهمه ور پرېښوول؟ په والله که دي سل زره درهمه ځني غوښتي واى درکول يې، زکريا ويل: سبحان الله! آيا په حساب کي تر لس سوه زيات عدد هم سته؟ لس سوه خو هغه آخري حساب دى.
تاسي دغه بسيط او عادي ژوند ته وګورى چي مسلمانانو درلودى، د دغو خلکو حساب نه ؤ زده، په ساينس او تکنالوجي نه پوهېدل، د اوسني علومو او کشفياتو څخه په هيڅ نه وه خبر، مګر صادقه او واقعي ايمان، د صِدق او اخلاص ايمان، چي په زړه کي ځاى ونيسي او د بشر تر طاقت لاندي کوښښ ور سره يو ځاى سي دنيا تابع کولاى سي.
که نه ښکاره او واضحه مثال يې د هغه وخت مسلمانان او د هغو دښمنان کفار دي،کفارو جايدادونه، پيسې او د هغه وخت ټول ممکن وسايل درلودل، خو مسلمانانو که هغه شيان نه درلوده ايمان يې درلودى، نو ځکه د اسلام د دښمنانو په وسه نه سوه پوره چي د مسلمانانو په مقابل کي و دريږي او شکست پسله شکسته يې خوړى، اصلي خبره په صدق او اخلاص کي ده، الله جل جلاله فرمايي:
﴿ إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴾. [محمّد: 7]
که تاسي په صدق او اخلاص سره د الله جل جلاله د دين نصرت وکړی الله جل جلاله به ستاسي نصرت وکړي، مسلمانان په عقيده او ايمان جنګيږي نه په شمېر او اسلحه.
بيرته به خپلي قصې ته را وګرځو،
کوم وخت چي د منافقانو سره علني مواجهه او مقابله وسوه، د دسيسو او مشورو مرکز يې چي د مسجد په نامه سره ؤ و سوځل سو او د دوى مشران رسوا سوه دا مسئله پر عبدالله بن اُبى منافق ډيره درنه سوه، نو د ډير غَم او هَم په سبب د هجرت په دغه نهم کال کي د الله جل جلاله په امر مړ سو.
کوم وخت چي دغه منافق پوه سو چي د مرګ وخت مي راغلى دى دا غوښتنه يې وکړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دي را ته راسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم نبى الرّحمه هم د هغه وکور ته په داسي حال کي ورغلى چي هغه منافق د مرګ پر بستر پروت ؤ او د ځان سره يې خبري کولې، وايي: هغه زما حُلفاء او معاهدين يهود چيري دي؟ چي مرسته او عزت مي وکړي کشکي دوى زما سره واى، دغه منافق ځان مسلمان بولي په ظاهره يې اسلام ښکاره کاوه، مګر اوس د مرګ پر وخت يهود غواړي، د زړه تعلق يې د هغو سره ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: آيا ما ته د يهودو د دوستۍ څخه نه وې منعه کړى؟ عبدالله منافق و ويل: اسعد بن زُراره چي يهود خوابدي کړه څه فايده ور ورسېدل؟ اسعد بن زُراره چي د انصارو څخه ؤ او قصه يې مخ کي تېره سوې ده، اوس د اُبى زوى منافق هغه يادوي چي د هغه د يهودو څخه بد راتله دغه د يهودو دښمني څه فايده ورته وکړه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته قهر ورغلى، عبدالله ويل:
يا رسولَ الله! دا د عتاب وخت نه دى زه د مرګ پرحال يم، مګر دغه منافق د مرګ په وخت کي هم د يهودو صفت کوي او بيا يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: که زه مړ سوم ستا دغه اغوستى قميص به زما کفن کړې او ته به د جنازې لمونځ را باندي وکې، بل چا ته مه وايه چي هغه د جنازې لمونځ را کي، رسول الله صلی الله علیه وسلم نبي الرّحمه و فرمايل: دا به در سره وکم، عبدالله بن اُبى بن سلول مړ سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک را ټول کړه غواړي چي د جنازې لمونځ پر وکړي، عمر فاروق رضی الله عنه و ويل: يا رسولَ الله! دا منافق دى او ټولو خلکو ته معلوم دى لمونځ مه پر کوه، ته څنګه د منافق پر جنازه لمونځ کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: پرې مي ږده يا عمر! عمر رضی الله عنه بيا و ويل: يا رسولَ الله! دا منافق دى لمونځ مه پرکوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: الله جل جلاله ما ته اختيار را کړى دى
او فرمايي: ﴿ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ﴾ [التوبه: 80]
يعني: که ته د منافقانو دپاره بخښنه وغواړې که يې و نه غواړي.
نو دغه دواړه حالته زما واختيار ته پرېښوول سوي دي، منعه کړه سوى نه يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم إراده وکړه چي لمونځ پر آداء کي اوس غواړي چي تکبير ووايي، حضرت عمر رضی الله عنه ور نژدې سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم يې را کش کړی او ويل: يا رسولَ الله! دا منافق دى لمونځ مه پرکوه الله جل جلاله منعه کړى يې او فرمايي:
﴿ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ﴾ [التوبه: 80]
يعني: که ته دوى لره اويا واره بخښنه و غواړې الله جل جلاله به و دوى ته هيڅکله بخښنه و نه کړي.
نبي الرّحمه صلی الله علیه وسلم و فرمايل: تر اويا واره به زيات د مغفرت طلب ورته وکم، ښايي چي الله جل جلاله يې وبخښي،
دا د رئيس المنافقين عبدالله بن اُبى سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت او مهرباني وه، دا هغه منافق دى چي پر قِسم قِسم آزارو سر بېره يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ناموس کي هم خبري کړي وې، خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه رحمت او مهربانۍ پر اساس چي الله جل جلاله په ده صلی الله علیه وسلم کي ايښي وه او دئ صلی الله علیه وسلم يې په غوره کړى ؤ پر دغه منافق د جنازې لمونځ آداءکړى او عبدالله بن اُبى ښخ کړل سو، د ده تر ښخېدلو وروسته د الله جل جلاله د طرفه آياتونه نازل سوه چي په هغو کي د حضرت عمر رضی الله عنه د رأيي او نظر تائيد موجود ؤ، الله جل جلاله فرمايي:
﴿وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ ﴾ [التوبه: 84]
يعني: او پر هيڅ يوه د دغو منافقانو چي مړ سي د جنازې لمونځ مه کوه او هيڅکله د ده پر قبر د دعاء او استغفار دپاره يا د ښخولو د اهتمام دپاره مه درېږه، بېشکه چي دغه منافقان پر الله جل جلاله کافران سوي دي (چي شريک يې ورته نيولى دى) او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم کافران سوي دي (چي د زړه د اخلاصه يې نه مني) او په داسي حال کي مړه سوه چي دوى فاسقان وه.
دا د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د موقف تائيد او تاکيد ؤ، مګر حضرت عمر رضی الله عنه وايي: دا ټول کارونه پېښ سوه زه په تعجب کي نه سوم، زما ډير تعجب و دغه ځاى ته ؤ چي ما څنګه دغه جرئت وکړی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دي را کش کړم چي لمونځ مه پر کوه زه څنګه دومره دلاوره او د جرئت خاوند سوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم را کشوم او منعه كوم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مقابل کي دغه جرئت ما ته ډير عجب ښکاره کېدى، خو لکه چي د الله جل جلاله إراده وه چي داسي دي وسي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net