تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګرانۍ جوړولو یا احتکار سزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2020
  0

د ګرانۍ جوړولو یا احتکار سزا

 

لیکنه:عبدالسلام حنفي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ګرانۍ لپاره غله جمع کول د خطرناکي ناروغۍ سبب ګرځي

 

په مسند احمد کې یو روایت دی چې امیر المؤمنین حضرت عمر رضي الله عنه له جومات څخه راووتي نو غله يي خپره شوي ولیده  پوښتنه يي وکړه چې دا غله له کومه راغله؟ خلګو ورته وویل چې د خرڅولو لپاره راوړل شوې ده. هغوی دعا ورته وکړل چې الله جل جلاله دې په کي برکت واچوي. خلګو وویل چې دا غله د ګرانۍ لپاره وړاندي جمع شوې وه. پوښتنه یې وکړه چې چا جمع کړې  وه ؟

 

 خلګو وویل چي یو فروخ چې د حضرت عثمان رضي الله عنه مريي دی او بل ستاسو آزاد شوی مریی دی.  دواړو ته یې وفرمایل چې تاسو داسي ولي وکړل؟ هغوی وویل چې موږ يې په خپلو پیسو اخلو بیا چي کله وغواړو خرڅوو یې.

 

حضرت عمر رضي الله عنه ورته وفرمایل چي واوري ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چي په مسلمانانو کې څوک غله د ګراني د خرڅولو لپاره  جمع کړي پر هغه به الله تعالي نیستي راولي یا جذام ناروغي. د دې په اوریدو حضرت فروخ رضي الله عنه خو توبه وایسته چې زه له الله جل جلاله او ستاسو سره وعده کوم چې بیا به دا کار نه کوم خو د حضرت عمر رضي الله عنه مريي بیا هم دا وویل چې زه په خپلو پیسو اخلم او د ګټي د حاصلولو لپاره یې ایساروم په دې کي څه تاوان دی؟

 

د دې حدیث راوي  ابو یحیی رحمه الله فرمایي چې ما بیا په خپله ولیدل چې پر هغه د جذام ناروغي راغلي وه .

 

د ابن ماجه په حدیث کې راغلي دي چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چي څوک د مسلمانانو غله د ګراني لپاره ایساروي (احتکار کوي) نو الله تعالي به يي جذامي يا مفلسه کړي.

 

(مسند احمد:ج۱، صـ۲۸۳، حدیث شمیره: ۱۳۵)

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته