په غربي متمدنه (؟) ټولنه کي:
یو ایس ټوډې پاڼه لیکي: په امریکا کي هر کال ۱۲۰۰ نارینه په کارځایونو کي د جنسي زوروني څخه شکایت کوي.
په ۲۰۱۵ کال کي ۵۶۵۶ ښځو په کارځایونو کي د جنسي زوروني څخه شکایت کړی وو.
البته دا یوازي د دفترو او کارځایونو احصائیه ده، که نه په عمومي ډول د جنسي زوروني شمېر نهايي زیات دی.
دا یوازي د امریکا حالت دی چي په هغه نورو غربي هیوادو کي به څومره زیات وی؟ په غربي ټولنه کي د نارینه وو عفت او عزت لا نه دی خوندي نو د ښځو به څه حال وي؟
الله تعالی ته دي حمد وي چي د اسلام په برکت یې د مسلمانانو ښځو او نارینه وو عفت او عزت ساتلی دی.
د هغو غربي فکر کسانو په اړه څه نظر لری زموږ په اسلامي ټولنه کي هم دغه ډول کاري فضاء رایج کول غواړي؟
اړوند لیکني:
-------------------------------------------
احصائیه:
په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کال کي ۱۴۲ تنې ښځي په کارځایونو او دفترونو کي قتل سوي دي چي په همدغه موده کي ۷۸٪ د ښځو قتل په همدغه کارځایونو کي ترسره کیږي. ncadv