رالیږونکي : عبدالقيوم مينه وال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سترګو يې کار پرې ايښى و. وېښتان يې سپين وه. د بدن غړي يې ډېر کمزوري وو. پښو او لاسونو يې ښه کار نه کاوه. مجبور و. له يوې خوا د هجرت ستړي او له ذلت څخه ډکي ورځي او شپې وې؛ پردى وطن او نابلده خلک وو؛ يرغلګر تاړاک يې کلى وران کړى او کور يې ور سوځولى و؛ له بلي خوا به د خپلي کورنۍ د شهيدو غړو ياد ځوراوه او واړه ماشومان يې په غاړه کي وه، چي ډوډۍ يې ورڅخه غوښته.
لويانو زامنو يې ترې لاس اخيستى و. د ده پر لور يې نه ورکتل؛ خو د همت لاسونه يې قوي وو. عزم يې ټينګ و. خولې به پرې را ماتي وې، د يوه او بل مزدوري به يې کوله. نه يې غوښته، چي چا ته لاس اوږد کړي او څه ترې وغواړي. خپل همت مړ کړي او دا د مړو سترګو ګټه کورته يوسي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
www.taleemulislam.net