تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر انفجار عظیم وړاندي څه ول ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 5, 2019
  0

لیکنه : مفتي احسان الله رشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د جدید ساینس علماء د خپلو تجربو ، مطالعو او انکشافاتو پر بنسټ  دا خبره کوي، چې په ړومبي سر کي د ګازو په صورت کې یوه نرمه ، ګرمه او سره پیوسته غیر متحرکه او جامده ماده موجوده وه ، وروسته ستر انفجار ( Big Bang ) رامنځته سو ، دا انفجار تقریبا لږ تر لږه ۱۸۰۰۰ ملیونه کاله وړاندي سوی دی ، د انفجار نظریه امریکي عالم ایدوین هابل ( Edwin Hubble ) [ زوکړه : ۱۸۸۹ م ، مړینه : ۱۹۵۳ م ] په کذشته پېړۍ کي د خپلو انکشافاتو د نتېجو پر اساس وړاندي کړه ، ایدوین هابل د خارجي فضا په استکشافاتو کې زیات شهرت درلود .


له انفجاره وروسته دا ماده سره لوېدله او پراخېدله ، یوه خوا يې له بلي لېري کیدله، د دې په نتیجه کهکشانونه رامنځ ته سول ، اوس هم پوهان په دې عقيده دي ، چې د کون دغه توسع لا جاري ده ، کهکشانونه یو د بله سره ليري کیږي .
د دې نظریې قائلین وايې، چې د دې هر څه اصل یو دود (دوګ) وو ، او په قرآن کریم کې چې ( الرتق ) [الأنبياء:۳۰] لفظ راغلی ، رتق د دغه دوګ په نتیجه کي رامنځته سوی دی ، له هغه وروسته انفجار وسو ، له انفجار سره زمکه او اسمان سره جلا جلا او یو د بله سره بیل سول .


مشهور مفسر ابن کثیر رحمه الله وايي : چې هر څه سره پیوسته او ځیني له ځینو سره متلاصق ول ، په پیل کې بعض پر بعضو برسېره ول ، بیا ځیني له ځینو جلا سول ، اسمانونه هم اوه ، او زمکي هم اوه ( طبقې ) سولې ، وروسته يې د زمکي او اسمان په منځ کې په هوا سره فاصله راوستله .


تر انفحار وړاندي څه ول ؟ د دې په هلکه ځیني فلک پوهان وايې، چې تر دې وړاندي یوازي ددې انفجار لپاره یو مناسب ماحول شتون درلود ، چې په عدم سره ترینه تعبیر کولای شو ، د دې لپاره ښه مثال د نن سبا د زمانې سره مطابق د کمپیوټر او یا مبایل نظام دی ، هارډوير یو هغه نظام دی، چې کون په کې نشونما کوي ، د کون مثال يې وينډوز او انډورايډ نظام دی ، په دې نظام کې دننه کهکشانونه ، ستوري ، سیارې او سپوږمۍ شتون لري ، چونکي موږ د کون د داخل نظام یو جز یو ، نو موږ نه شو کولای ، چې ټول کون په حقیقي معنا سره وګورو .

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته