تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټولنيز نظام ته اړتيا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0

ټولنيز نظام ته اړتيا


ليکوال : استاذ فريد الله احمدزى/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 الله جل جلاله  انسان يو داسي مخلوق پيدا كړى چي په خټه او طبعي ډول ټولنيز او اجتماعي دئ چي بې له ټولني او خپلو هم نوعوڅخه  يې دژوندون انساني غوښتني نه پوره کيږي لكه چي ارسطو او دسياست او اجتماع پوهني نورعلماء  پدې اړوند وايي: (الإنسان مدني بالطبع ) يعني انسان په طبعي ډول ښاري او ټولنيز زېږېدلي دئ. اسلامي سياست    او همدارنګه ابن تيمية رحمة الله عليه په خپل كتاب (الحسبه) کي ليكي: ( وكل بني آدم لا تتم مصلحتهم لا في الدنيا ولا في الآخرة إلا بالاجتماع والتعاون والتناصر ، فالتعاون على جلب منافعهم ، والتناصر لدفع مضارهم ، ولهذا يقال : الإنسان مدني بالطبع) يعني د انسانانو دنيوي او اخروي گټي او مصالح به تر هغو پوره او تكميل نشي  تر څو دوى سره يو ځاي په ټولنه كي ګډ ژوند غوره نكړي  چي د منافعو په لاس ته راوړنه كي له يو بل سره مرسته  او د ضررونو په شا كيدنه كي د يوبل ملاتړ  ونكړي ، همدا وجه ده چي وايي : انسان په طبعي ډول ښاري او ټولنيز دئ. (أن الاجتماع الانساني ضروري ويعبر الحكماء عن هذا بقولهم الانسان مدني بالطبع أي لا بدله من الاجتماع الذي هو المدينة) يعني د انسان د ژوند د تېروني لپاره  د ټولني او ټولنيز ژوند شتون اړين دئ  چي د دې اړتيا  څخه پوهانو په دې كليمو تعبير كړي: انسان په طبعي ډول ښاري او ټولنيز دئ.ابن خلدون رحمة الله عليه ليكني ته دوام وركوي او دا ضرورت داسي تحليلوي: 


الله جل جلاله  انسان داسي يو مخلوق پيداكړى چي د غذا پرته  ژوند نه سي تېرولاى  ،  دهمدې فطرتي غوښتني باعث دئ چي د خپلي روزي لپاره په فطرتي ډول زيار باسي او د همدې فطرتي غوښتني د پوره كېدني لپاره ده ته قدرت او استعداد هم وربخښل سوى دئ خو د يوتن زيار په دې ډګر كي مؤثر ندئ د مثال په ډول كه د انسان ديوې ورځي د غذا لپاره يو خوراك غنم فرض كړو دا غذا بې له ميچن كېدو ، لندېدو او پخېدو څخه پرته نه برابريږي دغه  درې واړه كارونه همكاري او خاصو الاتو ته ضرورت لري چي دغه مختلف الات  هر يو بېل تن ته اړتيا لري چي داهنګر ، نجار او نانواي څخه عبارت دي  دا چي يوه دانه غنم انسان خوري دا هم په لاس ته راوړنه كي ډېرو كارونو ته اړتيا لري چي عبارت دي له كرلو ، ريبلو غوبل چي دانې له وږي راباسي چي دا  درې واړه كاره بيا په تكميلېدو کي مختلفو الاتو  يعني ميچن ، لور او څپر ته اړتيا لري او د غه ګن الات بيا ګڼو كسبونو ته اړتيا لري ، او دا محال  نا ممکنه ده چي پدې مجال كي دي ديوه کس زيار كافي وي بلكي پدې اړوند دده دجنس ډېرو بچيانو ته ضرورت دئ همدا رنګه هر يو د انسانانو څخه د ځان دفاع ته د نورو همجنسو دفاع ته ضرورت لري ځکه كله چي الله جل جلاله  ټول حيوانات پيدا كړل بيا يې په هريو ددې حيواناتو كي په كافي اندازه له انسانانو څخه زيات قوت او توانايي پيدا کړه د مثال په ډول د آس قوت له انسان  څخه ډېر دئ همدارنګه د غوايي ، زمري او فيل توان په څوچنده له انسان څخه زيات دئ.


 كله چي د تجاوز خاصه په حيواناتو كي په طبعي ډول موجوده وه الله جل جلاله  هري نوعي ددې حيواناتو څخه د ځان د دفاع په خاطر ځانګړې عضوه وركړه چي په هغې سره د تجاوز مخه ونيسي مګر انسان ته يې د دغي عضوي په ځاي  عقل او لاس وركړ چي په لاس د فكر په بركت سامان الات جوړ كړي د هغو ښكر لرونكو حيواناتود ښکر  پر ځاي د ليندۍ او غشو كمال ،  د څيرونکوحيواناتو او مرغانو  د دا ړو او منګولو پرځا‌ى د توري کمال ورکړ سو   دا چي د يوتن د انسانانو توان او قدرت د حيواناتو دتوان سره ندي برابر بالخصوص له څيرونكو حيواناتو سره انسان د دې حيواناتو له دفاع څخه په يوازي ډول عاجز دئ او ديوتن توانايي د اسلحو او سامان جوړولو كي هم كافي نده پدې اړوند د ټولنيدټولوافرادوسهم  ضروري دئ، كه په ټولنيز ژوند كي دغه ګډه همكاري موجوده نشي نه به قدرت  نه به د ژوند وړ غذا او نه به د ځان د دفاع لپاره سلاح  پيداکړي نو په دې سره به د څيرونكوخوراك او د نورو مصيبتونو ښكار شي او انساني نوعه به  د ژوند له ساحي څخه له منځه لاړ شي ، كله چي د ټولني د افرادوګډو مرستو  انسان ته د خوراك قوت او د ځان د دفاع لپاره سلاح او  و سايل تر لاسه کړه نو په دې سره دانسان دژوند د  بقاء او ساتني او  د ځمكي د تعمير غوښته تكميل شوه.


 ابو نصر فارابي رحمة الله عليه فرمايي د حيوانانوځيني ډولونه هميشه يو دبل څخه ليري اوسيږي لكه ډېر بحري حيوانات او ځيني حيوانات يواځي د پيدا كېدو په وخت كي جدا وي ليكن پاتي ژوند يې ټول يو ځاي او اجتماعي وي ، ځيني نور حيوانات د عمر اكثره وخت سره يو ځاي تېروي لكه ميږيان د شاتو مچۍ او هغه مرغان چي د سيلونواوټوليو په څېر ګرځي . اسلامي سياست . دانسان د كلمې   د لغوي څېړني تر عنوان لاندي ليكي:( والانسان من الانواع التي لا يمكن ان يتم لها الضروري من امورها و لا تنال الافضل من احوالها الا باجتماع جماعات )يعني انسان د حيواناتو له منځه له هغي جملې څخه دئ چي بې له ټولني او ټولنيز ژوند پرته يې  ددنيا ضروري كارونه  نه تكميليږي. الله جل جلاله  خپل رسولان ټولنو ته  د اصلاح لپاره استولي دي چي د ټولني دافرادو څخه د نفرت او د فطرت خلاف كارونه او عقايد لري كړي  او پرځاي يې د اخوت ، ميني او محبت روحيه راژوندۍ كړي او تر څو چي په ټولنو كي داصلاح امكان موجود و الله جل جلاله  هغوى ته د ټولنو څخه د وتلو اجازه ور نه كړه. په ټولنه كي پاتي كېدنه لازمي ده او دټولني څخه وتل جانز عمل نه دئ آن تردې چي د عبادت په نيت  ټولنه پرېښودل او په يوه ګوښه  ځاى کي ژوند اختيارول  هم رهبانيت دئ او رهبانيت په اسلام كي نشته ځکه الله جل جلاله  فرمايي: 


(وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا .....)( الحديد - ۲۷ ). ترجمه: او رهبانيت يعني دخلګو څخه ؛ګوښه کيدل او په عبادت کي نهائي محنت او رياضت ګالل دوئ د خپلو ځانونو څخه اختيار کړئ ؤ مونږ  رهبانيت فرض کړئ نه و  خوليکن دوئ د الله جل جلاله  د رضا دلاس ته راوړني لپاره  غوره کړ او د هغه صحيح مراعت ئي ونه ساته . ټولنيز ژوند دزيات ضرورت له امله دئ ځکه د اسلامي امت علماؤو  د نورو انسانانوسره ګډژوند لاز م بللۍ دئ .


اود تنهاژوند کولو اجازه ئي  ترهغې پوري چي امكان د اصلاح موجوده وي  نده وركړې.همدا ډول په اسلام كي د مسلمانانو يو پر بل باندي دزياتو حقوقو شتون د ټولنيز ګډ ژوند غوښتنه كوي.په آخره كي په خلاصه ډول بايد ووايو چي انساني واقعيت يې هم تائيدوي هغه دا دئ چي انسان په دې  ټولنه كي زېږېدلى دئ، په دې ټولنه كي را لوى شوي او دهمدې ټولني له منځه دمشترك تعامل څخه دنيكمرغۍ او د پر مختګ پړاو يې طي كړى دئ اود همدې ټولنيز ګډ ژوند له بركته يې ستر تمدونونه د ځمكي په سر تر شا پرايښي دي  او دافرادوټوليفطرتيغوښتني د ټولني له ټولنيز ژوند له منځه تر لاسه  كيږي او بي له ټولنيز ژوندانساني ضروريات نه پوره كيږي هغه به حيواني شكل ته اوړي او ژر به له منځه ځي نو ځكه يې  اسلامي دين پيروانو ته د ټولنيز ژوند په سياسي بهير كي د تل لپاره په پاتي كېدو او له هغه څخه د وتلو نه شديدا منع كړى دئ:(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ مَنْ خَرَجَ مِنْ الطَّاعَةِ وَفَارَقَ الْجَمَاعَةَ فَمَاتَ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً.)صحيح مسلم دحديث شريف معنی:چا چي د امير له اطاعت څخه لاس واخيست او د مسلمانانو له ټولي څخه جلا شو ، اوبيا مړشي نو مړينه ئي د جاهليت په ډول  مړينه ده .


www.taleemulislam.net

سرته