تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حافظې د قوي کېدو او علمي پرمختګ دوې نسخې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2021
  0

د حافظې د قوي کېدو او علمي پرمختګ دوې  نسخې


لیکنه: علي الله متوکل /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اوله نسخه:


۱. تقوا: امام شافعي رحمة الله علیه فرمایي: چي ما خپل استاد ته د حافظې د کمزوری شکایت وکړ، هغه راته وویل، چي علم نور دی او نور د ګناهونو سره نه جمعه کیږي، نو د حافظې د قوي کېدو یوه ښه نسخه د ګناهونو پرېښودل دي. 


۲. د سورت انبیاء  ﴿٨٩﴾ ایت  وَزَكَرِيَّآ إِذْ نَادَى رَبَّهُۥ رَبِّ لَا تَذَرْنِى فَرْدًۭا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْوَ‌ٰرِثِينَ زیات تلاوت کول.


علماؤ دا ایت تجربه کړی او ګټه یې ثابته سوې ده. 

 

دوهمه نسخه:


د هند ستر عالم، مولانا محمد اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه فرمایي: که غواړی پراخ علم تر لاسه کړی او علم کي بیخي ډېر پرمختګ وکړی، نو دا دوه کاره وکړی:


۱. د استاد احترام: په دې کار سره مو پر علم شوق راځي او هم مو د استاد سره مینه زیاتیږي، او موږ د هغه چا خبره ښه اورو او یاد ساتو  چي مینه ورسره لرو او احترام یې کوو. 

 

۲. تر درس مخکي درس کتل: که و درس ته تر تللو مخکي مو درس وګوری، نو دذته معلومه به سي چي څه دي زده دي او څه دي نه دي زده. زده شیان به دي بیا تکرار سي او نا زده شیان به له استاده زده کې.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته