تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حدیبیې پر صلحه تبصره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۱۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حدیبیې پر صلحه تبصره

اوس به د حديبيې صلحه او د هغې صلحي مادې يو څه وڅېړو يا په بل عبارت يو څه به پر وږغيږو: که موږ د حديبيې صلحه او د هغې مادې په غور او دقت سره تر نظر و باسو او د هغې صلحي د مادو و نتيجو ته متوجه سو بېله شکه دغه صلحه د مسلمانانو دپاره لویه او عظيمه فتحه ده، ځکه تر دغه د مخه قريشو د مسلمانانو په وجود هيڅ اقرار او اعتراف نه کاوه بلکه د مشرکانو مقصد او هدف دا ؤ چي د مسلمانانو شان او شوکت، عزت او حيثيت ورک او د بينه يوسي او د داسي ورځي په انتظار وه چي په هغه کي د مسلمانانو انتهاء او ختمېدل و ويني.


 قريش په خپل ټول قوت او طاقت سره د اسلامي دعوت او نورو خلکو په منځ کي حائل او دېوال ګرځېدل، قریشو هيڅ نه غوښتل چي د اسلامي دعوت خبري د خلکو تر غوږو پوري ورسيږي ځکه په جزيرة العرب کي ديني مشرتوب او دنيوي رياست ددوى ؤ، خو اوس د دوى د طرفه فقط و صلحي ته رجوع کول د مسلمانانو پر قوت اقرار او اعتراف دى او د دې دا معنْی وه چي قريش اوس د مسلمانانو د مقابلې څخه عاجزه سوه او مسلمانان يې په رسميت و پېژندل نو په دغه صلحه سره مسلمانانو استقلال حاصل کړى. 


دا خو  فقط د صلحي په متعلق خبري وې او اوس د صلحي و مادو ته راسى:


 که موږ د صلحي څلورمه ماده تر نظر و باسو چي هغه داسي وه: 


۴- هرڅوک يا هره قبيله چي و غواړي چي په دغه عهد او اتفاق کي د محمّد صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو په طرف کي داخل سي کولاى سي او هر څوک يا قبيله چي و غواړي چي د قريشو په طرف کي داخل سي کولاى  سي. 


د دې څخه داسي نتيجه را وزي چي قريشو هغه خپل ديني زعامت او دنيوي رياست هېرکړى، اوس د دوى بل هيڅوک او بل هيڅ شئ مقصد نه دى بېله خپله ځانه څخه، نور نو که ټول خلک او پاته ټوله جزيرة العرب په اسلام کي داخل سي دا 
و قريشو ته اهميت نه لري او په دغه موضوع کي دوى په هيڅ قسم سره مداخله نه کوي حال دا چي دغه قريش هغه کسان دي: که به يو څوک د هر ځاى او د هري قبيلې څخه چي به ؤ مسلمان سو دوى به هغه بندي کاوه او واهه او نن ورځ وايي: موږ په هيچا کار نه لرو که ستا په طرف کي داخليږي! داخل دي سي. 


آيا دغه د قريشو ناکامي نه ده؟ او د مسلمانانو دپاره ښکاره فتحه نه ده؟ 
تاسي پوهېږى:هغه وينه بهونکي او وژونکي جنګونه چي د مسلمانانو او د دوى د دښمنانو په منځ کي کېدل په هغو جنګو کي د مسلمانانو مقصد د مالو اخستل او د انسانانو وژل نه وه او نه مسلمانانو غوښته چي خپل دښمنان دي په زور سره مجبوره کړي چي و اسلام ته داخل سي، بلکه د هغو جنګو څخه د مسلمانانو يواځنئ هدف دا ؤ چي و خلکو ته دي په دين او عقيده کي پوره آزادي ورکول سي، که څوک غواړي چي مسلمان سي مسلمان دي سي اوکه څوک غواړي چي پرخپل کفر پاته سي پاته دي سي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د سورة الکهف په (29) نمبر آيات کي فرمايي:

(فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ)


خو د خلکو او د دوى د إرادې په منځ کي به بل هيڅوک او بل هیڅ قوت مداخله نه کوي او اوس د دغي څلورمي مادې په اساس او نتيجه کي دغه مقصد د ټولو جزئياتو سره حاصل سو چي ممکن دغه مقصد په ډيرو کاميابه جنګو هم لاس ته نه واى راغلى او مسلمانانو په دغه حُريت او آزادي سره د دعوت په لار کي لويه کاميابي لاس ته را وړه، تاسي پوهېږى؟ چي د ټولو مسلمانانو شمېر تر دغه صلحي د مخه تر درو زرو نفرو نه زياتېدى، خو د دوو کلو په جريان کي د مکې مکرمې په فتحه کي د مسلمانانو شمېر لس زره نفره ؤ. 


او د صلحي دوهمه ماده چي داسي ليکل سوې وه: 
۲-  دغه د جنګ او دښمنۍ حالت چي د مسلمانانو او قريشو په منځ کي دى دا به د لسوکلو دپاره ختميږي. 
يعني: لس کاله به يو پر بل تعارض نه کيږي، دا په خپله د مسلمانانو د ښکاره کاميابۍ دوهم جزء سو، ځکه اول هم مسلمانانو په جنګ شروع نه ده کړې بلکه دغه جنګونه اول د قريشو د طرفه شروع سوه، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د سورة التـوبه په (13) نمبرآيات کي فرمايي: ﴿ وَهُم بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ﴾  مګر هو هغه د مسلمانانو عسکري دورې ټوله د دې دپاره وې چي قريش د هغه غفلته څخه را ويښ سي او د الله جل جلاله  دلاري څخه د خلکو منعه کول پرېږدي او د مسلمانانو سره په مساوات او برابري ژوند وکړي، هره ډله د خپل هدف او مقصد دپاره مشغوله وي.


 اوس چي د لسو کلو دپاره جنګ پرېښوول سو نو هغه د قريشو د طرفه د اسلامه څخه د خلکو منعه کول پاى ته ورسېدل چي دا په خپله د هغه چا دپاره چي اول يې جنګ شروع کړى ؤ ناکامي، ضعف او شکست دى،  او هرڅه چي د معاهدې اوله ماده ده چي هغه داسي وه:


۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان به سږکال بيرته ځي او مکې مکرمې ته به نه داخليږي او بيا په را تلونکي کال کي د مسلمانانو حق دى چي د عمرې دپاره راسي او مکې مکرمې ته داخل سي. 


دغه ماده د هغه څه دپاره انتهاء سوه چي قريشو مسلمانان د مسجد الحرام څخه منعه کول، چي دا په خپله د قريشو دپاره ناکامي ده، شپږکاله کيږي چي مسلمانان د مسجد الحرام څخه منعه وه او اوس په دغه ماده کي د قريشو دپاره د زړه ښه کېدلو خبره دا ده چي مسلمانان يې فقط د يوه کال دپاره د مسجد الحرام څخه منعه کړل. 


اوس نو قريشو د دغي صلحي په درو مادو کي مسلمانانو ته امتياز ورکړى او د هغه په مقابل کي يې په يوه ماده کي چي درېیمه ماده وه د ځان دپاره امتياز واخستى چي هغه درېيمه ماده داسي وه:


 ۳- د قريشو څخه چي هر څوک د خپلو مشرانو  بې اجازې مدينې منورې يا محمّد صلی الله علیه وسلم  ته مهاجر ورسي! محمّد صلی الله علیه وسلم  به هغه نفر بيرته و قريشو ته ورکوي اوکه د قريشو څخه هرڅوک مرتد سو، د مدينې منورې څخه  مکې مکرمې ته راغلى هغه نفر بيرته و مسلمانانو ته نه ورکول کيږي.


مګر تاسي و دغه امتياز ته وګورى: دا يو پوچ او بې فايدې امتياز دى، په دې امتياز کي داسي شئ نسته چي هغه دي و مسلمانانو ته ضرر ورسوي، دا معلومه خبره ده: يو مسلمان ترڅو چي مسلمان وي هيڅکله د الله، د رسول الله او د اسلام د ښاره څخه نه تښتي، مګر هغه وخت بيا تښتي چي په ظاهره او په زړه کي مرتد سي اوکه يو څوک په دغه اندازه مرتد سو بيا نو مسلمانان و هغه ته ضرورت هم نه لري او د دغسي چا د اسلامي ټولني څخه وتل تر دې ښه او بهتر دي چي هلته په اسلامي ټولنه کي پاته وي او دا هغه مفهوم او مضمون دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغه ته اشاره کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه حديث کي چي امام مسلم يې روايتوي فرمايي: هر هغه څوک چي زموږ څخه و دوى ته ورسي هغه الله را څخه ليري کړى. [رواه: مسلم] 


مګر: هر هغه څوک چي د اهل مکې څخه مسلمان سي که څه هم د دوى د هجرت لار مدينې منورې ته نه ده خلاصه يعني: د هغي صلحي په سبب مدينې منورې ته هجرت نه سي کولاى خو د الله جل جلاله  مځکه پراخه ده، آيا هغه وخت چي اهل مدينه د اسلامه څخه په هيڅ نه وه خبر د حبشې مځکه د مسلمانانو دپاره نه وه پراخه؟ او دا هغه مقصد دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   په پاته حديث شريف کي اشاره ورته کړې ده او فرمايي: که د دوى څخه موږ ته څوک راغله الله جل جلاله  به هغو لره د مشکله څخه د خلاصون لار پيدا کړي. [رواه: مسلم]


اوس نو دغه درېيمه ماده که څه هم په ظاهره سره د قريشو عزت پکښې ؤ خو په حقيقت کي د قريشو پر پرېشانۍ او وارخطايۍ دلالت کوي، د دوى د بت پرستۍ پر دين او د دوى پر ټولنه هغه د دوى ډيره بېره ښکاره کوي، لکه دوى چي دا حس کړې وه چي د دوى دين د نړېدلو په حالت کي دى نو ځکه موږ بايد خامخا د خپل دین د ساتني دپاره دغسي اقدام وکړو. 


مګر بالمقابل رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه ماده قبوله کړه: 
(هرڅوک چي د مسلمانانو څخه و قريشو ته ور و تښتي، هغه دي بيرته مسلمانانو ته نه  ورکول کيږي) دا د دې دليل دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل دين او ټولني پر اثبات او قوت پوره اعتماد درلودى او پرخپل دين د دغسي  شرطو څخه نه بېرېدى، دا د دغي صلحي د مادو حقيقت ؤ. 


مګر هلته په ښکاره سره دوه شيه یا دوې پوښتني وې چي د هغو په سبب په مسلمانانو کي تشويش او پرېشاني پيدا سوه. 


اول: مسلمانانو ته دا ثابته وه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  رسول الله دى او دئ صلی الله علیه وسلم  پر حق دى او الله جل جلاله  د ده د دين د لوړ والي وعده ور سره کړې ده، نو اوس څه پېښه ده چي د قريشو دغه شرطونه قبلوي؟ او په صلحه کي و هغو ته امتيازات ورکوي؟


دوهم: رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانانو ته ويلي وه چي موږ به بيت الله ته ورځو او  طواف به پر کوو، نو اوس څه پېښه سوه چي نه هلته ورغلو او نه مو طواف پر  وکړى؟ 

 
دغه دوه شيه په مسلمانانو کي د شک، وسوسې او بېځايه ګمانو سبب وګرځېدل او د مسلمانانو احساسات يې ور زخمي کول، تر داسي اندازې چي دغه غم او هَم د مسلمانانو پر فکرو غالبه سو او دې ته يې نه پرېښوول چي د صلحي د مادو په نتيجه کي صحي فکر وکړي او ښايي په مسلمانانو کي هغه څوک چي د دغه غم تر تاثير ډير لاندي ؤ، هغه حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ؤ.   


(اوس د دغو دوو تشویشي پوښتنو جواب ته متوجه سی) 
اول: لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: حضرت عمر رضی الله عنه  ؤ چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! آيا موږ پرحق او دوى پر باطل نه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو داسي ده او بيا ده و ويل: آيا زموږ وژل سوي کسان په جنت کي نه دي؟ او د دوى وژل سوي کسان په اورکي نه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو داسي ده، نو عمر بن الخطاب رضی الله عنه  و ويل: موږ ولي په خپل دين کي ورته کښته کيږو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يابن الخطاب! زه رسول الله يم او د خپل رب نا فرماني نه کوم، هغه رب زما  مرسته کونکى دى او هيڅکله ما نه ضائع کوي.


دوهم: عمر رضی الله عنه  و ويل: آيا تا موږ ته نه وه ويلي چي موږ به بيت الله ته ورځو او طواف به پر کوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو ما درته ويلي وه مګر ما درته و ويل: چي سږکال؟ عمر رضی الله عنه  ويل: يا! دا دي نه وه را ته ويلي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: ته ور تلونکى يې او طواف به هم پر وکړې. 


بيا هم حضرت عمر رضی الله عنه  د هغه قهر او پرېشانۍ په حالت کي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورغلى او هغه خبري يې ورته وکړې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې کړي وې، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هم هغه جوابونه ورته و ويل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته ويلي وه، خو دغه يوه خبره يې پر زياته کړه: يا عمر! تر مرګه پوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر رضاء ور سره ځه، په والله هغه پر حق دى، او بيا د سورة الفتح دغه آيات نازل سو:


إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿١﴾ 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمر رضی الله عنه  را وغوښتى او دغه آيات يې ورته تلاوت کړى، عمر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! آيا دغه فتحه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو، نو د عمر رضی الله عنه  زړه خوشاله سو او ولاړى، بيا نو عمر رضی الله عنه  پر دغه خپلو کړو خبرو ډېر پښېمانه ؤ، عمر رضی الله عنه  وايي: د دغو خبرو په سبب مي ډير ښه کارونه کول، د هغې ورځي د خبرو د بيري څخه خيراتونه ورکوم، روژې نيسم، نفلي لمنځونه کوم، مريان آزادوم، دپاره د دې چي هغه زما دپاره خيرسي.

 

(د حديبيې د صلحي په آخر کي به د ابو بصير رضی الله عنه  قصه درته بيان کم ځکه هغه قصه هم په دغه صلحه پوري تعلق لري)


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حدیبیې څخه مدينې منورې ته ورسېدى په دغو شپو کي په مکه مکرمه کي يوه مسلمان سړي د هغو کفارو څخه چي و ده ته يې عذابونه ورکول ځان خلاص کړى چي دغه سړئ ابو بصير رضی الله عنه  ؤ، ابو بصير د ثقيف د قبيلې څخه ؤ او د قريشو حليف ؤ، دئ مسلمان او په مکه مکرمه کي اوسېدى د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته مهاجر ورغلى، دغه ټوله لار يې پياده و وهل خو د قريشو دوه نفره تر شا په پسې وه غواړي چي بيرته يې بوزي، مګر ابو بصير مدينې منورې ته ځني ورسېدى او مسجد نبوي ته ورننوتى ويل: يا رسولَ الله! مهاجر درته راغلى يم، فوراً هغه دوه نفره کفار پسي را ورسېدل او ويل: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم   هغه عهد او وعده چي زموږ او ستاسي په منځ کي ده؟ لکه څرنګه چي د صلحي په مادو کي راغلي دي دئ به بيرته موږ ته راکوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! واخلى .


بو يې زى، هغو ابو بصيرکش کړی او بيرته يې رهي کړى، ابو بصير نارې وهي چي څنګه مي کفارو ته په لاس ورکوى؟ ما دغه ټوله لار پر پښو و وهل او هجرت مي را وکړی او تاسي مي بيرته ور تسليموى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ابا بصير! قريبه ده چي الله جل جلاله  به تا او ستا ملګرو ته د نجات لار پيدا کړي، ابو بصير مجبوره سو د هغو دوو نفرو سره رهي سو، و مدينې منورې ته نژدې د ذوالحُلَيفه سره چي اوس آبار علي ورته ويل کيږي هغه دوه نفره کښېنستل چي ځانونه هوسا کي او څه هغه خرما وخوري چي د دوى سره ور سره وه،بندي يې هم ور سره دى، ابو بصير و هغه يوه نفر ته وايي: فلانيه! په والله دغه ستا توره ډېره ښه را معلوميږي، هغه ويل: هـو  والله دا ډيره ښه توره ده او ما څو واره امتحان کړې هم ده، ابو بصير و ويل: ته يې را ښکاره که چي زه يې وګورم، په خبرو خبرو کي ابو بصير وکولاى سواى چي د هغه څخه توره واخلي او هغه په و وهي، د هغه توره يې واخستل او هغه يې و وژى، دا بل په ځغستاسو، هغه ځغلي ابو بصير توره په لاس په پسې دى، هغه خپل مرګ  په سترګو ويني.


خو اوس چيري ولاړ سي؟ ټوله دښت دى؟ خو هغه نژدې ځاى مدينه منوره وه، نو يې د مدينې منورې پر طرف مخ ونيوى، مشرک ځغلي ابو بصير توره په لاس ترشا په پسې دى هغه ځغلي دئ يې نه پسي پرېږدي، د ډير تېز ځغستلو څخه يې دوړي ولاړيږي، دوړه په پسې ده، كله چي کافر مدينې منورې ته ورسېدى مخامخ پر مسجد ور رهي دى او په مسجد ور ننوتى، ابو بصير تر شا په پسې دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه مشرک په دوړو سپيره وليدى او سا په اوږو شړي ويل: دې سړي مرګ ليدلى دى، خو سړي ناري کړه: والله زما ملګرى و وژل سو او اوس ما هم وژني، ابو بصير چي مسجد ته ور داخل سو ويل: يا رسولَ الله! الله جل جلاله  ستا ذمه خلاصه کړه تا زه ور تسليم کړم او هغه عهد چه ستا او د دوى په منځ کي ؤ په هغه دي وفاء وکړه او تا بيرته زه و دوى ته ور ولېږلم هغه چي پر تا وه هغه دي وکړه اوس ته په ما کارنه لرې الله جل جلاله  زه د دوى څخه خلاص کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! ما په لاس ورکړې او تا ځان خلاص کړی، هغه مشرک و ويل:

 

يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  بيرته يې را تسليم کړه لکه څرنګه چي مو وعده سره کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ما دا کار وکړی خو ستاسي څخه بيرته ولاړى ما خپله ذمه خلاصه کړه، کافر بې جوابه سو او ابو بصير  يې پرېښاوه، بيا نو ابو بصير و ويل: يا رسولَ الله! پرې مي ږده چي په مدينه منوره کي و اوسېږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: يا! که په مدينه کي و اوسېدې معنْی: ما عقد مات کړی، ابو بصير ويل: نو مي پرېږده چي هر چيري زما خوښه وي هلته ولاړ سم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زما ستا سره کار نسته هر چيري چي ځې ولاړسه ته آزاد يې او زما تر امر نه يې لاندي، ځکه ابو  بصير د مسلمانانو په جماعت کي نه ؤ داخل او د هغو تر قيادت او مشرۍ نه ؤ لاندي، ابو بصير د مسجده څخه و وتى او توره ور سره ده. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه خبره وکړه چي ابو بصير واورېدل او په خلکو کي هم نشر سوه، هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: افسوس دي وي ده لره که د ده سره نفر واى د جنګ اور يې بلاوه، دا اشاره وه چي يا ابا بصير! دکفارو و تکليف ورکولو ته دوام ورکه، ابو بصير چي دغه خبره واورېدل نو مکې مکرمې ته نه ولاړى بلکه عيص ته ولاړى، عيص خو در معلوم دى چي يوه غرنۍ منطقه ده او په دغو غرو کي وُني او غارونه ډېر دي، نو ابو بصير دغه عيص ته ولاړى او هلته ژوندکوي. 


د ابو بصير خبر و هغو مسلمانانو ته ورسېدى چي په مکه مکرمه کي وه او مدينې منورې ته يې هجرت نه سواى کولاى نو اول هغه څوک چي مکه مکرمه يې پرېښوول او هجرت يې وکړی هغه ابو جندل ؤ، مګر ابوجندل هم مدينې منورې ته نه ولاړى ځکه دئ پوهېدى چي بيرته مي کفارو ته په لاس ورکوي، د مدينې منورې پر ځای عيص ته ولاړى، هغه عيص چي غرنۍ منطقه وه او غارونه پکښې وه، دغه دوه نفره دلته ژوند کوي،کوم وخت چي د قريشو قافلې تېريږي پر هغو هم حملې کوي، 
هغه نور مسلمانان چي په مکه مکرمه کي وه او د هغي صلحي په سبب يې مدينې منورې ته هجرت نه سواى کولاى هغو هم و عيص ته هجرت وکړی، ټول نوي مهاجر مسلمانان د مدينې منورې پر ځای عيص ته ځي څو په عيص کي (70) نفره مسلمانان سره يو ځاى سوه، اوس نو په منظم ډول د قريشو پر قافلو حملې کوي. 


قريشو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  هغه عهد چي زموږ او ستاسي په منځ کي دى څه سو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه پر خپله وعده يم، قريشو ويل: ابو بصير او د هغه ملګري څه کارونه کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هغه ما و تاسي ته در تسليم کړى اوس په ما پوري تعلق نه لري، قريشو ويل:که موږ د  هغه سره جنګ وکو ته خو به مداخله نه کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه هيڅ کار نه درلرم ځکه زموږ او ستاسي په منځ کي هغه د صلحي عهد او اتفاق  موجود دى. 


قريشو و عيص ته يو لښکر ولېږى چي د ابو بصير او د هغه د ملګرو سره جنګ وکړي، خو ابو بصير د هغو و جنګ ته هيڅ نه را و وتى غواړي چي و هغه خپلو چليکي حملو ته دوام ورکي، جبهيي جنګ نه کوي، د قريشو لښکر ورغلى او ډيره موده يې په انتظار ورته تېره کړه خو څوک د دوى د جنګ دپاره نه را و وتى، د قريشو لښکر بيرته بې نتيجې مكې مکرمې ته ولاړی، مګر د قريشو هره قافله چي تيريږي بيا هم ابو بصير رضی الله عنه  حملې پر کوي، د قريشو قافلې بيا په خطر کي سوې او په فارغه زړه نه سي تېرېدلاى. 


اوس نو نور هغه کسان چي تر مدينې منورې او تر مکې مکرمې دباندي و اسلام ته داخليږي، يعني: بېله قريشو نور خلک هر څوک او هر چيري چي وي او اسلام ته داخل سي هغه فکر کوي چي زه ولي مدينې منورې ته ولاړسم چي تر هغه عهد 
او اتفاق چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قريشو سره کړى دى لاندي سم، ولي عيص ته نه ځم او د ابو بصيرمرسته نه کوم؟ نو هغه نوي مسلمانان د دې پر ځای چي مدينې منورې ته ولاړ سي عيص ته ځي تر څو چي په عيص کي درې سوه نفره مسلمانان سره يو ځاى سوه، پوره لښکر ځني جوړ سو، قريشو هر څه کوښښ وکړی چي دغه خطر د ځانه څخه ليري کړي خو په وسه يې هيڅ نه سوه پوره. 


اوس نو د ابو بصير او هغو کسانو چي د ده سره دي د دوى د شجاعت او  قوت په سبب د قريشو يوه قافله هم سالمه نه سي تېرېدلاى، قريشو هغه د حديبيې صلحه په دې سبب وکړه چي قافلې يې سالمي تيري سي مګر د دوى قافلې او تجارت بيا هم په خطر کي دي، چي په دې ډول سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم صلحه وګټل او هم د قريشو قافلې تر هغه پخواني خطر لاندي دي سالمي نه سي تېرېدلاى. 


د ابو بصير او د هغه د ملګرو قدرت ورځ په ورځ زياتيږي، يواځي دا نه چي تجارتي قافلې پر قريشو بندي سوې بلکه د خوراکي شيانو قافلې هم پر بندي سوې، په خپله مکه مکرمه غذايي مواد نه لري او د دباندي څخه پر قطعه سوه، چي په نتيجه کي په مکه مکرمه کي کاختي جوړه سوه او لوږه شروع سوه، قريش چي د دغه خطر د ليري کولو دپاره هرڅه کوښښ وکړي بې فايدې دى، نو قريشو د ابوسفيان په مشرۍ يوه ډله و مدينې منورې ته ولېږل او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  د الله روى مو در وړى دى رحم وکه هغه شرط چي موږ د حديبيې په صلحه کي اېښى ؤ هغه نه غواړو.


قريش کوم شرط نه غواړي؟ هغه شرط چي د هغه په سبب مسلمانان ډېر خواشيني او ناراضه وه هغه شرط چي مسلمانانو د ځان دپاره ذِلّت باله، دا هغه شرط ؤ چي ويل: که د مکې مکرمې څخه کوم مسلمان درسي هغه به بيرته را کوې) اوس قريش وايي: دغه شرط موږ نه غواړو، هغه مهاجر خلک دي ستا سره وي چي صلحه و ساتل سي او قافلې تيري سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رحم او مهربانۍ په سبب تر دغه شرط تېرسو، 


دا هغه شرط ؤ چي مسلمانانو دکفارو په ګټه باله، مګر په حقيقت کي هغه  شرط د مسلمانانو په ګټه ؤ، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و حضرت عمر رضی الله عنه  ته و فرمايل: ته وې چي د دغي صلحي څخه ناراضه وې او تا ويل: دا زموږ په دين کي ذِلّت او کښته والى دى، تا ويل: دغه صلحه دکفارو په ګټه او مصلحت ده، اوس څنګه سو؟ عمر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! دا معلومه خبره ده چي ستا د فکر او نظر خير او برکت زما د فکر او نظر تر برکت ډير دى.


 دغه د حديبيې صلحي تر دوو کلو پوري دوام وکړی،که څه هم عهد د لسو کلو دپاره ؤ خو دوه کاله وروسته دغه عهد او اتفاق د هغه تجاوز په سبب چي د بنو بکر قبيلې د خزاعه پر قبيله وکړی لغوه او مات سو چي دغه واقعه به د مکې مکرمې د فتحي په قصه کي ان شاء الله درته بيان سي. 


اوس چي په دغه صلحه سره د قريشو لاسونه و تړل سوه او پر مسلمانانو حملې نه سي کولاى نو مسلمانانو ته دا موقع برابره سوه چي هغه دښمن ته متوجه سي کوم چي احزاب يا د خندق د غزاء دپاره يې کفار سره يو ځاى کړي وه، د خندق د غزاء دپاره چا کفار سره را ټول کړه؟ د خيبر يهودو، دغه يهود وه چي احزاب او ډلي يې پر حرکت را وستلې،کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي صلحي په واسطه قريش د ميدانه څخه وايستل اوس کولاى سي چي بېله مداخلې څخه د قريشو د يهودو سره مقابله وکړي ځکه قريش د حديبيې په صلحه د جنګ او تجاوز څخه وتړل سوه.


تردغه ځايه پوري د حديبيې د صلحي واقعات وه او د صلحي نتيجه دا سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله عمره پرېښوول او بيرته مدينې منورې ته ولاړى، مګر د عمرې په بدل كي يې د مسلمانانو دپاره صلحه او  آرامي ور سره يو وړل چي د دغي صلحي په واسطه و اسلام او توحيد ته د دعوت ميدان پراخه او لوى سو، د اسلام مبلِّغين او دعوت کونکي په آزاد ډول سره هر ځاى ته تلاى سي او هر څوک دعوتولای سي.


د الله جل جلاله  د طرفه چي د دغي صلحي پر واقعې کومه تبصره نازله سوه هغه په سورة الفتح کي ده او د سورة الفتح په معنْی تر هغو نه سو پوهېدلاى چي د حديبيې د صلحي قصه نه وي را معلومه، الله جل جلاله  فرمايي:


إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿١﴾
بېشکه چي موږ تا ته فتحه او برئ درکړى دى ښکاره او معلومداره فتحه. 


ډير مفسرين وايي: چي دغه فتحه په خپله د حديبيې صلحه ده ځکه دغه بېغمي او قراري چي د قريشو او مسلمانانو په منځ کي پېښه سوه نو مسلمانان د قريشو د طرفه څخه د اسلام و دعوت او نشرولو ته فارغه سوه او اصلاً دينِ مبينِ اسلام داسي دين دى چي څوک په خبرو او دلايلو نه سي پر غالبه کېدلاى، هيچا د اسلام واقعي مقابله په دلائلو سره نه ده کړې بلکه همېشه د اسلام دښمنانو د زوره څخه کار اخيستى دى، د اسلام دين په خپله غالبه دى، ځکه دا دين د الله جل جلاله  د طرفه څخه دى.


اسلام داسي دين دى چي د انسان د خلقت او فطرت سره موافق او برابر دى، اسلام د عقل او منطقه سره برابر دى څوک نه سي کولاى چي د اسلام د دين په مقابل کي دي په عقل او منطق سره و دريږي، خو د اسلام او د خلکو په منځ کي دغه د قريشو پرله پسې حملې حاجز او دېوال وې، د قريشو دښمني او بېځايه آوازې وې چي خلک يې و مسلمانانو ته نه پرېښوول او مسلمانان يې خلکو ته نه پرېښوول، نو کوم وخت چي د مسلمانانو او قريشو په منځ کي دغه صلحه وسوه، د مسلمانانو او نورو خلکو د منځ څخه پردې او دېوالونه ايسته سوه، دلته نو اسلام پر ټوله جزيرة العرب غالب سو، د دې دپاره چي د اسلام دکاميابۍ دپاره د دغي صلحي نتيجه ښه را معلومه سي نو به يو څه د حساب عددونه تر نظر لاندي ونيسو:


 په مکه مکرمه کي ديارلس کاله و اسلام ته دعوت وسو مګر د هغو کسانو شمېر چي و اسلام ته داخل سوي وه د (150) نفرو په شا وخوا کي ؤ، دا ټوله په ديارلس کلو کي چي تقريباً (70) نفره مسلمانان په مکه مکرمه کي وه او (80) نفره په حبشه کي وه، اوس نو بيا د حديبيې تر صلحي پوري، د حديبيې صلحه د هجرت په شپږم کال کي وه، يعني: د دعوت د شروع څخه (19) کاله تېر سوي وه، نو دغه د حديبيې په صلحه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره څو نفره را و وتل؟ يو زر څلور يا پنځه سوه نفره، که څه هم مسلمانانو په مدينه منوره کي يو مستقل دولت جوړ کړى ؤ او حالت يې  هم په ښه ډول سره پر مخ روان ؤ، مګر بيا هم موږ وينو چي د مسلمانانو شمېر ډير لږ ؤ، فقط يو زر څلور سوه نفره ؤ او دا د هجرت شپږم کال ؤ، نوکه موږ وګورو چي د اسلام د شروع څخه د هجرت تر شپږم کاله پوري چي د دعوت (19) کاله تېر سوي دي د هغو  کسانو شمير چي مسلمانان سوي دي يو زر څلور سوه نفره دى، که چيري بيا ښځي او کوچنيان او ځيني هغه صحرايي عرب هم پر اضافه کړو نو به درې زره نفره سي، مګر هغه کسان چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د مکې مکرمې په فتحه کي را وتلي وه څو نفره وه؟

 

د هغو شمېر لس زره نفره ؤ، فقط د حديبيې تر صلحي دوه  کاله وروسته، چي د دې څخه مقصد دا سو: چي د حديبيې تر صلحي وروسته په دوو کلو کي د اسلام دپاره داسي کارونه وسوه چي په هغو تيرو سوو (19) کلو کي نه وه سوي، نو تاسي و واياست چي دغه صلحه فتحه ده که نه ده؟ ټولو غزاوو، ټولو سرِيو، ټولو جنګو د اسلام د نشرولو دپاره دغسي نتيجه نه وه ورکړې لکه د حديبيې د صلحي نتيجه، نو ځکه الله جل جلاله  دغه صلحه فتحه وبلل، الله عزوجل  فرمايي: 


(إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿١﴾ لِّيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ)
 بېشکه چي موږ تا ته فتحه او برئ درکړى دى، فتحه او برئ ښکاره او روښانه، دپاره د دې چي الله جل جلاله  و تا ته ستا پخوانۍ تيري سوي خطاوي او وروستنۍ خطاوي در وبخښي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ګنهو څخه پاک او معصوم دى، خو د آيات شريف څخه داسي مقصد اخستلاى سو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټوله د مخنۍ او وروستنۍ کو تا هۍ کومي چي د ده صلی الله علیه وسلم  د لوړ مقام او لوړي مرتبې په سبب کو تا هۍ بلل کيږي هغه ټوله ورته معاف دي او الله جل جلاله  بل هيچا ته داسي معافي نه ده فرمايلې.


وروڼو! مثال د ممنوعاتو څخه نه دى، لکه د دنيا پاچهان چي و يوه فاتح او کاميابه جنرال ته په خصوصي ډول اعزاز او اکرام ورکوي، همدارنګه الله جل جلاله  خپل رسول محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  ته د دغي فتحي سره څلور امتيازه ورکړه، اول دا چي د مخنۍ او وروستنۍ ټوله کو تا هۍ يې ور  معاف کړې، دغه د معافۍ جمله الله جل جلاله  بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه بل هيچا ته نه ده فرمايلې، په احاديثو کي راغلي دي چي د دغه مبارک آيات تر نزول وروسته به رسول الله صلی الله علیه وسلم  په عبادت کولو کي دومره کوښښ کاوه چي ټوله شپه به يې په لمانځه تېرول تر داسي اندازې چي مبارکي پښې به يې وپړسېدې او وچاودې نو د ليدونکو زړونه به پر سوځل کېدل، صحابۀ کرامو به پر عرض کړه چي يا رسولَ الله! ولي دومره تکليفونه پر ځان تېروې؟ الله جل جلاله  خو ستا پخوانۍ او وروستنۍ ټوله خطاوي در بخښلي دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به و فرمايل:


« اَفَلاَ اَکُونُ عَبداً شَکُوراً » آيا شکر آداء کونکى بنده نه سم؟ او دا معلومه خبره ده چي الله جل جلاله  دغسي زېرى خپل هغه بنده ته ورکوي چي هغه د دغه زيري په اورېدلو سره بې بيري او بې پروا نه سي، بلکه نوره يې هم د الله جل جلاله  څخه بېره زياته سي. 


موږ و ويل چي الله جل جلاله  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د دغي صلحي په مقابل کي څلور شيه ورکړه.
 اول- دا چي: د مخنۍ او وروستنۍ ټوله کوتاهۍ  يې ور معاف کړې.


 دوهم- دا چي:﴿ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ ﴾ او د دې دپاره چي الله جل جلاله  د مکې او نورو ښارو په فتحه کولو سره خپله مهرباني پر تا پوره کړي.
درېيم- دا چي:  (وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿٢﴾  )او الله جل جلاله  و تا ته سمه او صافه لار وښيي، الله جل جلاله  به دي همېشه د هدايت او استقامت پر لار قائم لري.
 څلورم- دا چي( وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا ﴿٣﴾)او د دې دپاره چي الله جل جلاله  ستا سره مرسته وکړي غالبه او قوي مرسته.


(هُوَ الَّذِي أَنزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ )

دغه الله هغه ذات دى چي سکون او اطمينان يې د مومنانو په زړو کي نازل کړى، دپاره د دې چي د دوى د ايمان سره ايمان ور زيات کړي.


يعني: سره د دې چي دغه صلحه د دوى د طبيعت څخه مخالفه وه، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حکم يې عمل وکړی د ضد کونکو کافرانو سره يې ضد و نه کړى نو د دغه متابعت په برکت د دوى د ايمان درجې نوري هم زياتي سوې، دغو مسلمانانو د مخه د جهاد په بيعت سره دا ثابته کړه چي موږ د الله جل جلاله  په لار کي د جنګ کولو او ځان قربانولو دپاره حاضر يو، چي دا يو قسم ايمان دى او بيا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو د جذباتو او احساساتو څخه مخالفه صلحه وکړه، دلته بيا د مسلمانانو بل قسم ايمان ښکاره سو چي د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د  فيصلې په مقابل کي يې د تسليم او اطاعت غاړه کښېښول، چي دغه سکون او اطمينان هم د الله جل جلاله   د طرفه د دوى په زړو کي واچول سو، بيا هم په سورة الفتح کي د دغي صلحي په باره کي آياتونه دوام لري تر څو چي الله جل جلاله  په لسم نمبر آيات کي فرمايي: 

 


(إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ)
يعني: بېشکه هغه کسان چي ستا سره بيعت کوي، هغه د الله جل جلاله  سره بيعت کوي، د الله جل جلاله  لاس د دوى پر لاسو سر بېره دى.


فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿١٠﴾
نو پس هر چا چه دغه بيعت مات کړى بېشکه چي دئ دغه بيعت پر خپل ځان ماتوي (يعني: ضرر يې هم ده ته رسيږي) او هر هغه څوک چي پر هغه شي وفاء وکړي كوم چي د هغه عهد او وعده يې د الله جل جلاله  سره کړې ده پس ډير ژر به الله جل جلاله  د دغه وفاء لوى اجر او ثواب ورکړي، چي هغه جنت او د الله  جل جلاله  ديدار يا ليدنه ده. 


او بيا په وروستني آيات کي الله جل جلاله  و هغو کسانو ته اشاره کوي کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په دغه عمره کي نه وه را وتلي، كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه کسان د وتلو دپاره را وغوښتل، دوى و بېرېدل او د خپلو ځانو سره يې و ويل: څوک په دغه بد حال کي چي د مسلمانانو او کفارو په  منځ کي دغه دښمني پرته ده وزي؟ موږ و قريشو ته ورسو او ځانونه ور تسليم کړو؟ دوى پرخپلو ځانو و بېرېدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره نه و وتل، الله جل جلاله  د هغو پاتو خلکو په باره کي فرمايي: 


(سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا)
 ژر دى چي هغه پاته سوي خلک چي د صحرايي عربو څخه دي و تا ته و وايي: دا چي موږ ستا سره نه ولاړو! موږ زموږ مالو او زموږ کورنيو مشغوله کړو، يعني: تر شا مو څوک نه درلودل چي زموږ د مالو او زموږ دکورنيو پالنه وکړي، نو زموږ دپاره د الله جل جلاله  څخه بخښنه وغواړه. 


دغه خلک اصلاً هغه کسان وه چي دوى به په خپل منځ کي سره ويل: موږ د هغو خلکو وطن ته ورسو؟ چي هغه دلته مدينې ته راغله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب يې و وژل، تاسي ګورى چي دغه تللي خلک به يو هم ژوندئ را نه سي، ټول به هلته و وژل  سي، نو الله جل جلاله  دغه د دوى د زړو پټ حال و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د مخه تر هغه ور ښکاره کړی چي مدينې منورې ته ورسيږي، ځکه دغه آياتونه د مخه تردې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسيږي نازل سوه، په لار کي يې دا ور معلومه کړه چي تاسي به صحي او سالم مدينې منورې ته ورسېږى او بيا به دغه پاته سوي خلک قِسم قِسم عذرونه وايي او بهانې به جوړوي، چي دغه ټول درواغ دي.


( يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ)
دغه پاته سوي منافقان به په خپلو ژبو سره هغه څه وايي چي د دوى په زړو کي نسته. دوى په خپلو زړو کي پوهيږي چي زموږ دغه عذر بالکل غلط دى او دغه د بخښني غوښتل يې هم يوه ظاهري رياء ده دوى په زړه کي بخښنه نه غواړي، ځکه دوى دغه خپل پاته کېدل نه ګناه بولي او نه عقيده ورته لري او بيا رب  عزوجل  فرمايي:


(قُلْ فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا  بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿١١﴾) يعني: اې محمّده! صلی الله علیه وسلم  دوى ته و وايه: څوک دى چي د الله جل جلاله  د طرفه څخه به د عذاب په ايسته کولو کي قدرت ولري؟

 

يعني: څوک دا قدرت لري چي د الله جل جلاله  د طرفه دي يو شئ ستاسي څخه دفعه کړي؟ که الله جل جلاله  ستاسي د ضرر او نقصان إراده و فرمايي، يا الله جل جلاله  ستاسي د نفعې او فايدې إراده و فرمايي، هيڅوک د ده عزوجل  و إرادې ته تغير نه سي ورکولاى، يعني: بل هيڅوک نسته چي نفعه او ضرر دي د هغه په قدرت کي وي بلکه الله جل جلاله  په ټولو هغو کارو چي تاسي يې کوى ښه خبردار دى. 


او په را تلونکي آيات شريف کي الله جل جلاله  هغه علت او سبب بيا نوي چي منافقان په هغه سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دغه عمرې ته نه و وتل، الله جل جلاله  فرمايي: 


(بَلْ ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَنقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنتُمْ قَوْمًا بُورًا ﴿١٢﴾)
يعني: په رشتيا سره ستاسي د نه تګ سبب دغه نه دى چي دا تاسي په خوله سره بهانې او عذرونه واياست، بلکه تاسي ګمان کاوه چي بيا به هيڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګري مومنان و خپلو کورو ته صحي او سالم را و نه ګرځي او اې منافقانو! دغه د مسلمانانو د تباهۍ ګمان ستاسي په زړو کي ښايسته سوى دى او ګمان کړى ؤ تاسي بد ګمان او تاسي يو هلاک سوى قوم ياست.   


بيانو الله جل جلاله  د دغه سورة په نورو آياتو کي د خيبر ورا تلونکي غزاء ته اشاره کوي، هغه غزاء چي تر اوسه پوري نه ده پېښه سوې.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته