ابوهريرة (رض)وايي نبي کريم (ص)فرمايلي دي: (إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ وَسُلْسِلَتْ الشَّيَاطِينُ )(متفق عليه)دروژې د راتګ سره سم د جنت دروازې خلاصيږي د جهنم دروازې بنديږي او شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي. صالح عملونه کول و جنت ته د تلو لار ده او د ګناهونو کول وجهنم ته د تلو لار ده نو څه کول په کار دي؟ آيا د تړلي شيطان په حکم به د جهنم بندي دروازې ور ټکوو او که د صالحو عملونو په کولو سره د رحمتونو د خلاصو دروازو په لوري ورځي؟