لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د علم آفت او ضایع کيدل
قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: آفَةُ الْعِلْمِ النِّسْيَانُ، وَإِضَاعَتُهُ أَنْ تُحَدِّثَ بِهِ غَيْرَ أَهْلِهِ.[مصنف ابن أبي شيبة ۲۶۶۶۳]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د علم آفت هېره ده، او ضایع کيدل يې دا دی چي داسي چا ته يې بيان کړې چي هغه د علم اهل نه وي.
توضيح: يعني د علم لپاره لوی آفت دغه دی چي سړی يې هېر کړي، ځکه د علم په هېرولو سره کوم شيان چي انسان زده کړي وي له لاسه ځي چي په رښتيا دغه لوی آفت دی.
او د علم ضايع کيدل دا دي چي ته خپل علم او علمي بحثونه د هغه چا سره شريکوې چي هغه نه عمل په کوي، نه ستا خبري ته ارزښت ورکوي او نه هم ستا د علم قدر او احترام کوي.
www.taleemulislam.net