تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ساینس په ډگر کي د اسلامي امت پوهان (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 30, 2024
  0

لیکنه: وقار احرار مستغفر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


  د ساینس په ډگر کي د اسلامي امت پوهان 

(لومړۍ برخه) 


     زموږ اسلامي امت الحمد لله ډیر داسي پوهان نړۍ ته وراندي کړي، چي ساری يې تر ننه پوري نه لیدل کيږي. داسي اختراعات او کشفیات يې کړي چي تر ننه پوري په دنیا کي له هغه نه گته اخستل کيږی او یا هم څومره څېړني او یا نوي اختراعات چي دا غربی نړۍ يې په ننني عصر کي کوي که مبالغه ونه سي، دا ټول د اسلامي امت د پوهانو له برکته دي او د  اسلامي امت د پوهانو پر نقش قدم ځي. 


د علم پرمختگ او د اسلامی امت د پوهانو علمي کچه ځکه پورته وه، چي په هغه وخت کي علم ته له هر څه نه ډیره پاملرنه کيدله.


 د اسلامي د خلافتونو دربارونه به له علمي بحثونو خالی نه ول.علماء وو خاص یو قدر درلوده،. د قرطبې اموي خلفاء د شرق او اندلس پوهان ستایل او د نوښتونو قدر به يې ورڅه کاوه. په هغه وخت کي اسلامي دولتونو علومو ته زمینه سازي کړې وه؛ لکه د بغداد بیت الحکمة چي د خپل وخت لوی ساینسي مرکز وو.


 زما د دی لیکنی هدف دا دئ، چي هغه ځوانان چي د خپل تیر تاریخ څخه ناخبره دي او یا هم د غربیانو د دې فکري جگړې له امله په ناخبرۍ کي ساتل سوي دي. یو معلومات وسي چي که نن موږ ته په درسي نصاب کي د ساینس، تکنالوژۍ، طب او نورو داسي علومو کي غربیانو نومونه راځي لکه (رادرفورد، نیلزبور،انستاین، ماکس پلانک او نور) او دا وايي چي ټول اختراعات غربیانو کړي او مسلمانان هیڅ مخترع او هیڅ پوهان نلري، نو ورته بې جوابه نه سو ځکه  اساس د دی ټولو علومو په قرآن کي سته او اولین کاشفین او مخترعین يې همدا مسلمانان دي. 
ستر جراح ابوالقاسم الزهراوي (۴۰۰-۳۲۵هجري) مسلمان ستر جراح ابوالقاسم الزهراوي په ۳۲۵ هجري کي د اسلامي اندلس په قرطبه کي نړی ته سترگي وغړولې، پوره نوم يې ابوالقاسم خلف بن عباس الزهراوي دی. زهراوي غوره جراح و، ډیر شمیر درمل يې پیژندل، په طب کي يې مشهور کتابونه ولیکل، تر ټولو مشهور کتاب يې کتاب الکبیر (کتاب الزهراوي) دئ، زهراوي د هغه مهال داکتر و، چي اندلس د اموي دور شاهد و زهراوي په دې کتاب کي د جراحي الات ترسیم کړل او هم يې د جراحی طریقې، اصول او قواعد بیان کړل. دکتاب الکبیر څخه تر ۱۷ م پیړۍ پوري د اروپا خلکو گټه اخستله. که ووایو د جراحي د علم موسس زهراوي دئ إن شاء الله مبالغه به نوي. زهراوي اوس مهال هم د اروپا په کتابونو کي په ارباباسم مشهور دئ، چي د ابوالقاسم بدله بڼه ده. د اروپا د اناتومي ستر پوه هالر وايې: د ۱۷ پیړۍ راهیسي د زهراوي کتاب د جراحي ستر مصدر دی. (تاریخ الفکر الاندلسی. حضارة الاسلام ص۳۳۲)             

 

د زهراوي خدمتونه

 

  •  د جراحي د الاتو اختراع کول، ځکه خو د نوي جراحي پلار هم وبلل شو.
  •  
  • په جراحی کي يې د (التصریف لمن عجزعن التالیف) په نوم ۳۰ جلده کتاب ولیکه. په دی کتاب کي يې د جراحي د الاتو د استعمال طریقه ښودلې ده. تر اوسه له دې شیانو داکتران گټه اخلي. 
  •  
  • د ارثی ناروغی ناعور(هیموفیلیا)کشف کوونکي بلل کيږي. 
  •  
  • د لومری ځل لپاره يې شریانی رگونه و گنډل او عملیات يې کامیاب شو.
  •  
  • د غاښونو ډکولو او ویستلو طریقې يې خلکو ته وپیژندلې.
  •  
  •  داسي الات يې جور کړل چي مړ ماشوم په اسانی د مور له نس راوباسي.


 دا د اسلامي امت د یو ستر جراح کارنامې او خدمتونه دي چي ټول عالم ته يې کړي. داسي خدمات چي مثل نلري، خو بې انصافي دلته ده، چي غربیان هم د ده د اثر څه گټه اخلي او پوهیږي چي دا یو مسلمان جراح دئ، خو بیا هم د تعصب له مخی یايې دا اثار د خپل غربي پوهانو په نوم کوی یايې نوم ورته تغیروي. لکه: ارباباسم. (نخبة الافکار: سید اکرام سعیدي)

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته