سیرت نبوي (۲۰۹برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د إفک يا لويو درواغو حادثه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عادت ؤ چي کله به په سفر تلى او غوښتل به يې چي د خپلو ازواجو مطهراتو څخه په دغه سفرکي يو څوک ور سره بوزي، نو به يې د هغو په منځ کي قرعه کشي کول او د اُمهات المؤمنين څخـه چي بـه د هـر چا نوم را وختى هغـه زوجه يـې ور سره بېول، د بني مصطلق په غزاء کي حضرت عائشه رضی الله عنها د هغي قرعه کشۍ په اساس د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرې وه او په دغه وخت کي د الله جل جلاله د طرفه د مسلمانو ښځو دپاره په حجاب سره امر نازل سوى ؤ، نو په دغه سفر کي د عائشه الصِّدِّیقه رضی الله عنها دپاره يوه کجاوه وه چي دا رضی الله عنها به په هغه کي کښېنستل او بيا به هغه کجاوه پر اوښ ايښوول کېده، پر کجاوه به پردې ځړېدلې دا به نه معلومېده چي په کجاوه کي څوک سته که يا؟ او د دغي کجاوې دپاره مؤظف نفر وه چي د لښکر د اړولو په وخت کي به يې کجاوه کښته کول او د لښکر د بارېدلو په وخت کي به يې کجاوه پر اوښ بارول، بيا به يې اوښ د قافلې د اوښانو سره یو ځای او رهي کړى.
کوم وخت چي دغه عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين د هغه خپلو خبرو په واسطه ذليل او شرمنده سو نور يې هم حسد او عناد زيات سو، د الله جل جلاله قدرت دى تر دغه وروسته چي بيا قافلې نژدې و مدينې منورې ته واړول، د حضرت عائشې رضی الله عنها کجاوه هم کښته سوه او بيا د قافلې تر بارېدلو د مخه حضرت عائشه الصِّدِّیقه رضی الله عنها د اوداسه د ضرورت دپاره د لښکر څخه يو څه ليري ولاړل، البته داسي ځاى ته چي د لښکر څخه داسي ګوښه ؤ چي نه هغه ځاى د لښکر خلکو ليدى او نه د هغه ځاى څخه لښکر معلومېدى، تر ضرورت وروسته بيرته د لښکر ځاى ته راغله خو دلته چي يې وکتل هغه د غاړي امېل يې نه ؤ هغه د اوداسه په ځاى کي شکېدلى ؤ، نو دا رضی الله عنها بيرته و هغه ځاى ته ورغله چي هغه ورک سوى امېل پيدا کي، دغه امېل د (جَزعِ ظَفار) څخه جوړ سوى ؤ، جزع په عربي کي و مريو او ملغلرو ته وايي او ظفار په يمن کي د يوه ځاى نوم دى، يعني دا امېل د يمني ملغلرو څخه جوړ سوى ؤ، چي البته په هغه وخت کي يې قېمت او ارزښت هم درلودى، پردې سر بېره دا امېل د دې هم نه ؤ بلکه دې رضی الله عنها د خپلي خور څخه په عاريت اخستى ؤ، نو دا رضی الله عنها د هغه امېل په پيدا کولو پسي سرګردانه وه او په هغه پسي ګرځېدل چي دلته لښکر کوچ وکړی او بار سو.
هغه مؤظف كسان چي د حضرت عائشې رضی الله عنها کجاوه يې پر اوښ بارول هغو کجاوه بارکړه او دا يې خيال ؤ چي دا رضی الله عنها په خپله کجاوه کي موجوده ده، څرنګه چي حضرت عائشه رضی الله عنها په عمر لږ او کمه وه او په بدن هم ډنګره وه، تاسي ته خو د مسلمانانو د غريبۍ او مسکنت حالات د مخه بيان سوي دي چي په نس هم نه وه ماړه نو چاغښت دکومي خوا ؤ، نو د دغه لږ عمر او ډنګرتيا په سبب هغه كسان چي د کجاوې د بارولو مؤظف وه په دغه هم نه سوه پوه چي کجاوه خالي ده او بار يې کړه، همدارنګه هغه نفر چي دکجاوې په بارولو کي يې مرسته کول که يو يا دوه نفره واى دکجاوې خالي والى به يې حِس کړى واى مګر هغه نفر هم زيات وه دا يې نه کړه حِس چي په کجاوه کي څوک نسته، کجاوه بار سوه او لښکر رهي سو، کوم وخت چي حضرت عائشې رضی الله عنها خپل امېل پيدا کړی او بيرته راغله لښکر تللى ؤ، دې رضی الله عنها قصد وکړی چي دا بايد پر دغه ځاى پاته سي او هر وخت چي لښکر پوه سي چي دا نسته بيرته و دغه ځاى ته پسي را ګرځي، عائشه رضی الله عنها وايي: زه دالته په انتظار کښېنستم چي خوب راباندي غالبه سو او بيده سوم.
(دا نو دلته بيده پرېږده)
د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت ؤ چي همېشه به يې د قافلې تر شا يو نفر پرېښاوه چي دغه نفر به تر قافلې ښه وروسته پسي ور رهي ؤ او د قافلې ترشا به يې اړول، د دغه نفر وظيفه دا وه چي د قافلې څخه به هر شئ پر منزل يا پر لاري پاته سوى ؤ يابه لوېدلى ؤ يا به يې هېر سوى ؤ هغه شئ به يې ور سره اخستى، په دغه ورځ او په دغه وخت کي دغه مؤظف نفر صفوان بن مُعَطِل رضی الله عنه ؤ او د قافلې تر شا را رهي دى ځکه هغه بيا د قافلې تر شا او ډېر وروسته آرام کړى ؤ، صفوان وليده چي د قافلې څخه يو انسان پاته دى كله چي ور نژدې سو وې لیده چي هغه پاته انسان ام المؤمنين حضرت عائشه رضی الله عنها ده او بيده ده، وې پېژندل ځکه د حجاب تر امر د مخه يې ليدلې وه او پېژندل يې، نو صفوان په لوړ آواز و ويل: (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ )حضرت عائشه رضی الله عنها وايي:
په دغه استرجاع را ويښه سوم او صفوان و ويل: يا عائشه! الله دي درباندي ورحميږي ولي پاته سوې يې؟ حضرت عائشې رضی الله عنها جواب ور نه کړى، وايي: را ويښه سوم خو د ده د پوښتني جواب مي ور نه کړى او صفوان رضی الله عنه و ويل: لاحول ولاقوة الا بالله، حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: ما تر ده شريف او با عزته نه دى ليدلى، اوښ يې را وستى هغه يې چوک کړی او دئ په خپله ليري ولاړى او ويل: سپره سه يَرحَمُکِ الله.
صفوان رضی الله عنه د دې دپاره ليري ولاړى چي دغه د اوښ د سپرېدلو وخت او حالت هم و نه ويني، وايي: کوم وخت چي زه سپره سوم نو راغلى او اوښ يې رهي کړى او ډېر تېز تګ يې کاوه څو په لښکر پسي ور ورسېدى.
دغه واقعه تر دغه ځايه پوري عادي او طبيعي واقعه ده، د صحراء او قافلو په ژوند کي داسي شيان هم پېښېدل او هم ډېر پېښ سوي وه، خلک پاک او عفيف، امين او ايمانداره وه، حتّْی د كفر او جاهليت په زمانه کي تعفف او پاکي د عربو عادت ؤ، نو هيچا په دې واقعه کي نه چرت واهه او نه يې په زړه کي څه ور ګرځېدل خاصتاً بيا صحابۀ کرام(رض)اجمعين چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې داسي ژوند کاوه لکه د ده صلی الله علیه وسلم اولاد، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې لکه پلار او ازواج مطهرات يې لکه مندي او بيا خاصتاً صفوان رضی الله عنه چي په دين او عبادت، حياء او پاکي سره مشهوره ؤ، نو دا يوه عادي او د نظره وتلې واقعه وه چي پېښه سوه، هيچا هم سر نه په وګرځاوه ځکه دا يوه داسي عادي او معمولي واقعه وه چي مثل یې ډېر ځله پېښ سوی ؤ.
مګر هلته يو د حسد مار وهلى موجود ؤ چي د بغض او عناد، حِقد او حسد زهر يې په بدن کي ايشېدل او د رب عزوجل څخه يې يو څوک غوښتى چي دغه خپل زهر پر توى کړي چي هغه د اُبى زوى رئيس المنافقين ؤ او دغه د حضرت عائشې رضی الله عنها د پاته کېدلو واقعه ډېر ژر د اُبى د زوى تر بې عزته کېدلو وروسته پېښه سوه.
څرنګه چي د اُبى زوى يواځي دا نه چي منافق ؤ بلکه د منافقانو استاد او معلم هم ؤ او زړه يې د هغه بې عزتۍ په سبب د بغض او عناد څخه هم ډک ؤ او دلته صفوان بن مُعَطِّل رضی الله عنه و لښکر ته را ورسېدى او زموږ مور حضرت عائشه رضی الله عنها پر اوښ سپره ور سره ده، نو دغه عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين ډيره خبيثه او معنْی درلودونکې جمله و ويل، ويل: ستاسي د ملګري ښځه د صفوان سره؟ والله نه دئ د دې څخه خلاص سوى دى، نه دا د ده څخه (العياذ بالله) دا د اِفـک او لویو درواغو خبره ده، دغه خبيثه جمله د خبيثي خولې څخه د اُم المؤمنين حضرت عائشه الصِدِّیقه رضی الله عنها پر شرف طعن ؤ، د اُبى زوى منافق دغومره و ويل، مګر دا خبره د ده د خولې څخه و بلي خولې ته او د هغې څخه بيا بلي ته نقلېدل، لکه څرنګه چي د ضعيف النفسه خلکو عادت دى چي د يوه کارګه څخه سل کارګان جوړوي هر يوه پر دغه جمله د خپلي بيعقلتيا او بد بختۍ پر اندازه زياتوب کاوه، په خپله عبدالله بن اُبى منافق په پوښ پېچلې معنا داره خبره وکړه چي د بدو الفاظو صراحت نه ؤ پکښي موجود، مګر په دغه حالت کي چي د يوه څخه و بل ته نقلېدل خبره په صريح او واضحه الفاظو بيانېدل، چي دا هغه اِفـک دى چي الله جل جلاله په سورة النور کي ذکر کړى دى (إفـک) و هغه لويو درواغو ته ويل کيږي چي په انتهايي درجه کي د حقيقت څخه ليري وي.
حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: زه په هيڅ نه وم خبره او نه چا څه راته ويل، خو کوم وخت چي دا رضی الله عنها د سفره څخه بيرته مدېنې منورې ته راغله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ورغله فوراً مريضه سوه، فقط د بني مصطلق څخه رارسېدل وه چي ډيره شديده مريضه سوه او دغه مريضي يې تر شلو ورځو زياته ور سره وه، دا رضی الله عنها په هغو خبرو چي د دې په باره کي د خلکو په منځ کي نشريږي د خپل مرض په سبب هيڅ نه ده خبره.
حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: ما په ټولو حالاتو کي هيڅ تغير نه ليدى، ټول ژوند پر خپل پخواني حالت ؤ صرف دومره فرق مي حِساوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه پخوانۍ مهرباني نه را سره درلودل، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه خبر په نشرېدلو سره دننه په زړه کي ډېر خواشينى ؤ او په ښکاره سره يې ما ته هم څه نه ويل.
په پخوا کي يې عادت ؤ چي زما سره به يې نرمي او پستې خبري کولې خاصتاً په هغه وخت کي چي زه به مريضه وم، مګر دا وار يې هغه پخوانۍ مهرباني نه را سره درلودل، څرنګه چي زما د مريضۍ په سبب زما مور هم را سره وه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کورته راغلى فقط دومره به يې و ويل: څه حال يې دى؟ څنګه ده؟ (کيفَ تِيکُم) تر دغه زيات يې نورڅه نه ويل، خير زه دغه د مريضۍ په حالت کي وم او په هيڅ نه وم خبره چي خلک څه وايي او څه پېښه ده څو مريضي مي يو څه سپکه سوه، نو يوه شپه د اُم مسطح سره د آداء حاجت دپاره مناصِع ته و وتم، مناصِع د يو ځاى نوم دى چي اهل بيت کرام به د حاجت د رفعه کولو دپاره و دغه ځاى ته ورتله.
تاسي ته معلومه ده چي پخوا دننه په کوروکي دغسي ځايونه نه وه لکه نن ورځ چي په هر کور کي د ضرورت د رفعه کولو دپاره ځايونه سته چي څوک حمام، څوک مکان، څوک بيت الخلاء يا کناراب ورته وايي، په پخوا کي دغه ځايونه په کوروکي نه وه موجود او د کور انسانان به دباندي وتل هغه هم د کورو څخه ليري، نو حضرت عائشه رضی الله عنها د ضرورت دپاره د اُم مسطح سره دباندي و وتل ( د دغي ښځي زوى مسطح بن ابي مسطح د هغو کسانو څخه دى چي د إفـک په موضوع کي يې په صراحت سره خبري کړي دي او واضحه الفاظ يې ويلي دي) هلته پر لاري د مسطح د مور پښه په خپلو کالو کي بنده سوه او پړمخي غځاره سوه، نو د مسطح مور و ويل: الله دي مسطح هلاک کړي، يا الله دي مسطح ذليله کړي، حضرت عائشې رضی الله عنها ور ته و ويل: دا دي بده خبره وکړه ته و داسي سړي ته ښرا کوې؟ چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرى دى او بدر ته هم حاضر سوى دى.
مسطح رضی الله عنه د هغه کسانو څخه دى چي په بدر کي يې اشتراک کړى دى او د هغو درجه خو و تاسي ته معلومه ده، مګر شيطان (أعوذ بالله منه) چي پر سړي غالبه سي هرکار په کوي، د مسطح مور په تعجب کي سوه چي عائشه رضی الله عنها څنګه د هغه دفاع کوي، نو د مسطح مور ورته و ويل: اې خوري ته نه يې خبره چي هغه ستا په باره کي څه وايي؟ دې ويل يا! څه وايي؟ د مسطح مور هغه د إفـک د خلکو په خبرو خبره کړه، حضرت عائشه رضی الله عنها چي په هيڅ نه وه خبره اوس اُم مسطح ټول بيان ورته وکړی چي د مسلمانانو په منځ کي څه پېښه ده، حضرت عائشه الصِّدِّیقه رضی الله عنها وايي: په هيڅ نه وم خبره! مريضه او بې خبره وم، نو وايي: والله د ډيره غمه څخه د هغه خپل ضرورت دپاره نه تلاى سواى او نه ولاړم، بيرته کور ته راغلم او دومره مي و ژړل چي د ډيري ژړا په سبب قريبه وه چي سينه مي و چوي.
وروڼو! د اسلام د دښمنانو و دسيسو او بېځايه تبليغاتو ته متوجه سى: د هغه وخته څخه تر اوسه پوري قسم قسم تهمتونه او بهتانونه وایي، حتّْی زموږ مسلمانانو مور ام المؤمنين حضرت عائشه الصِّدِّیقه رضی الله عنها يې په دغه درد او غم اخته او مبتلا کړه، دا هم د اسلام د دښمنانو يوه دسيسه وه، نو حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: پر هغه خپله مريضي مي يو بل تشويشي او عصبي مرض هم زيات سو، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته راغلى ما ورته و ويل: اجازه راکوې چي دغه مريضي د پلار په کور کي تېره کړم؟ اصلاً زما مقصد دا ؤ چي د هغو څخه د دغه خبر په باره کي معلومات وکم، رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه راکړه او زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دکوره د خپل پلار ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه کور ته ولاړم او هلته مي د خپلي مور څخه پوښتنه وکړه چي اې موري! دغه خلک څه وايي؟ مور مي را ته و ويل: لوري دا موضوع پر ځان سپکه که په والله داسي ښځه نسته چي هغه دي پر خپل خاوند ګرانه وي او بُني دي هم و لري چي پر هغې دي خبري و نه سي، دا يې د مور د طرفه تسلّْى وه.
اوس نو په دغه وخت کي خبر نور هم نشريږي او خلک خبري کوي، د الله جل جلاله د طرفه هم وحيِ نه نازليږي، وحيِ قطعه دي، په دغه ټوله موده کي جبريل عليه السلام و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نه راغلى، په دې کي هم الْهي حکمت ؤ، و مسلمانانو ته عبرت او لار ښوونه وه چي دغسي خبري بايد و نه کړي، يو پر بل يې بايد د ښو ګمان وي.
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حال وليدى چي خبر نور هم نشريږي خلک دا موضوع نه هېروي بلکه پر دغسي خبرو نور هم جرئت کوي او د خلکو خبري هم نه سي ردولاى ځکه کوم ښکاره دليل نه لري او وحيِ هم نه ورته راځي، نو نه پوهېدى چي د دغه موضوع په مقابل کي بايد څه وکړي؟ يوه ورځ يې خلک سره راټول کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته وختى په خطبه ويلو يې شروع وکړه، د خبرو په جمله کي يې دا هم و ويل: څه سبب دى چي ځيني خلک ما په خپله کورنۍ کي آزاروي؟
او قسم په الله چي ما په دوى کي (يعني: په خپل اهل کي) بېله خيره بل څه نه دي ليدلي او دا خبره هم په يوه داسي سړي پوري تړي چي هغه زما د اصحابو څخه دى، په والله ما د هغه څخه بېله خيره او ښو اخلاقو بل شئ نه دى ليدلى او هيڅ وخت زما د کورو څخه يوه کور ته نه دى ننوتلى مګر زما سره، يعني: هيڅ وخت بېله ما يواځي دئ زما کور ته نه دى ورغلى او دا امکان نه لري چي زما په حضور دي داسي شئ پېښ سي، دلته نو اُسيد بن حُضير رضی الله عنه چي د أوس د قبيلې مشر او رئيس ؤ ولاړ سو.
دا خو درته معلومه ده چي د إفـک د مسئلې مؤسس او جوړونکى عبدالله بن اُبى منافق ؤ او هغه د خزرج د قبيلې ؤ او اُسيد بن حُضير رضی الله عنه د أوس د قبيلې مشر دى، کوم وخت چي سعد بن معاذ رضی الله عنه وفات او شهيد سو! اُسيد رضی الله عنه د أوس د قبيلې مشر و ټاکل سو.
اُسيد رضی الله عنه ولاړسو او ويل: يا رسولَ الله! دغه سړئ چي تا آزاروي که د أوس د قبيلې څخه وي موږ يې چاره کوو او که چيري زموږ د وروڼو د خزرج د قبيلې څخه وي ته امر را ته وکه قسم په الله دغه سړئ د دې لائق دى چي غاړه يې په توره و وهل سي، يعني: هغه څوک چي ستا په شرف کي خبري کوي هغه بايد و وژل سي.
د اُسيد رضی الله عنه د خبرو په مقابل کي سعد بن عُباده رضی الله عنه چي د خزرج د قبيلې رئيس ؤ ولاړ سو او ويل والله ته درواغ وايې هيڅ وخت يې غاړه نه پرې کيږي په والله تا دغه خبره نه کول مګر ته پوهېږي چي دغه نفر د خزرج څخه دى (ځکه ټولو خلکو ته دا معلومه وه چي د دغي خبري تر شا عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين ولاړ دى)
نو ويل: که چيري دغه نفر ستا د قوم يعني: أوس څخه واى بيا دي دغه خبره نه کول، دوهم وار بيا اُسيد رضی الله عنه ولاړسو او د سعد بن عُباده رضی الله عنه په جواب کي يې و ويل: قسم په الله ته درواغ وايې ته منافق يې او د منافقانو دفاع کوې، اوس په خپله د صحابۀ کرامو په منځ کي فتنه جوړيږي، دا هغه د انصارو د قبيلو مشران دي.
وروڼو! ښه متوجه سى: دغه فتنه د دوى و منځ ته څنګه راغله؟ او چا را وړل؟ د منافق عبدالله د تبليغاتو اثر او تاثير ترکومه ځايه ورسېدى؟ کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حال او دغه فتنه وليدل، صحابۀ کرام يې په بيرته تللو امر کړه او دئ صلی الله علیه وسلم د منبر څخه را کښته سو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښته چي مشوره ور سره وکړي او دا خبره پاى ته ورسيږي خو هغه نوره هم خبره پسي زياته او توده سوه، حتّْی قريبه ده چي د مسلمانانو په منځ کي شر پېښ سي، اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم فکر کوي چي څه بايد وکړي؟ نو يې و ده صلی الله علیه وسلم ته هغه نژدې نفر چي د اهل بيت څخه وه را وغوښتل چي يو يې اُسامه بن زيد رضی الله عنه ؤ، ځکه د ده پلار زيد بن الحارثه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوى په درجه کي ؤ، يو خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کي لوى سوى او تربيه سوى ؤ او بل يې تر اسلام د مخه په زوى والي نيولى ؤ، نو اسامه بن زيد رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دکور سړئ ؤ او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ګران هم ؤ او پوره باور يې په درلودى او بل يې حضرت علي رضی الله عنه را وغوښتى، دوى دوه يې سره يو ځاى کړه او ويل:
تاسي په دغه موضوع کي څه فکر کوى؟ دا څنګه حالات پيښ دي؟ اسامه بن زيد رضی الله عنه ډيره واضحه او مستقيمه خبره وکړه ويل: يا رسولَ الله! تا ته خپل اهل ښه در معلوم دي او موږ هم ستا اهل پيژنو د هغو په باره کي بېله ښه والي بل هيڅ شئ موږ نه دى ليدلى، دغه خبري ټولي درواغ دي او پر درواغو غوږ مه نيسه، د اسامه رضی الله عنه د ټولو خبرو مقصد دا ؤ: چي يا رسولَ الله! ته په دې خبرو هيڅ مه خواشينى کېږه او مه غوږ پر نيسه، حضرت علي رضی الله عنه و ويل: يا رسولَ الله! ښځي ډيري دي، يعني: که دلته تا ته کوم مشکل پېښ وي تا ته د دې سره ژوند کول ضروري او لازمي نه دى، مګر د انصاف په خاطر د هغي خادمي او مينځي څخه معلومات او پوښتنه وکه کومه چي د حضرت عائشې رضی الله عنها سره ژوند کوي ځکه خادمه همېشه د هغې سره په تماس کي وي، که کوم شئ موجود وي هغه بايد په خبره وي نو د هغې څخه پوښتنه وکه هغه به حال درته و وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عائشې رضی الله عنها خادمه چي بُريره نومېدل را وغوښتل او رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتني ځني کوي.
هغې و ويل: والله بېله ښه والي مي بل شئ نه دى ليدلى قسم په الله چي هيڅ وخت مي بدي نه ده پکښي ليدلې، بيا نو حضرت علي رضی الله عنه ور ولاړسو د بُرَيرې په وهلو يې شروع وکړه او ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رشتيا و وايه، بُریره وايي: په والله ما هيڅ وخت بدي نه ده ليدلې مګر يوه ورځ ما اوړه خشته کړه او بيا مي دباندي يو کار درلودى ما غوښتل چي دباندي ولاړه سم نو مي و عائشې رضی الله عنها ته و ويل: پر دغو اوړو پام او فکر کوه او زه ولاړم، دې هغه اوړه هېر کړي وه او پسونه راغله هغه اوړه يې وخوړل، په ټول عمر مي د عائشې څخه دغه يوه خطاء ليدلې ده بېله دغه څخه په والله ما هيڅ بدي او شر نه دى پکښي ليدلى.
دلته نو نسبت و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبره پاى ته ورسېدل، د هغه صلی الله علیه وسلم په نېز قصه واضحه او روښانه سوه مګر خلک ډيري خبري کوي او دا خبري پر سړي تاثير کوي او په خواشينى کيږي، دغه حالت نور هم دوام درلودى څو يو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر رضی الله عنه کور ته ورغلى او حضرت عائشې رضی الله عنها ته يې د تقوْى، ديانت او توبې خبري وکړې, حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: زه په تعجب کي سوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پر ما شک لري؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: يا عائشه! ستا په باره کي ما ته دغسي او دغسي ويل سوي دي که ته بري يې الله جل جلاله به هم تا بري کړي اوکه چيري يوه ګناه درڅخه پېښه سوې وي د الله جل جلاله څخه د مغفرت طلب وکه او توبه ورته وکاږه،که يو انسان په خپله ګناه سره اعتراف وکړي او بيا و الله جل جلاله ته توبه وباسي الله جل جلاله توّاب او رحيم دى د انسان توبه قبلوي، حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره راته وکړه د ډيره غمه او نا اميدۍ څخه مي په سترګو کي اوښکي وچي سوې، نو مي خپل مور او پلار ته وکتل.
وروڼو! دا هغه اشده، سخته او مشکله مسئله او فتنه ده چي پر حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه تېره سوې ده، ځکه تعارض پر شرف سپکه مسئله نه ده، نو حضرت عائشې رضی الله عنها و خپل پلار ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه او خپلي مورته وکتل او ويل: آيا تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم جواب نه ورکوى؟ جواب يې و واياست دئ صلی الله علیه وسلم وايي توبه وکاږه.
هغو و ويل: والله موږ نه پوهيږو چي څه و وايو؟ حتّْی مور او پلار يې د خلکو د هغو ډيرو خبرو په سبب اوس چپ پاته سوه، ويل نه پوهيږو چي څه و وايو، کوم وخت چي حضرت عائشې رضی الله عنها دا حال وليدى چي هيڅوک نسته چي د دې تصديق او دفاع وکړي او دا هم ډيره موده په بې خبري کي وه نه چا پوښتنه ځني وکړه نه چا حال ورته و وايه، دفعتاً او ناڅاپه په دغسي موقف ګرفتاره سوه نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: په والله زه پوهېږم چي تاسي دغه خبري تر داسي اندازې اورېدلي دي چي ستاسي په زړوکي يې قرار نيولى دى او تاسي د هغو خبرو تصديق کوى نوکه زه و تاسي ته و وايم چي زه بري يم او الله شاهد دى چي زه بري يم، تاسي زما دغه خبره نه منى او که ما په يوه داسي شي سره اقرار وکړی چي الله شاهد دى چي زه د هغه څخه بري يم بيا يې تاسي منى يعني:
که زه و وايم چي هو توبه مي ده، تاسي يې منى، حال دا چي دغه زما توبه درواغ ده، ځکه الله جل جلاله خبر دى چي زه بري يم او که زه انکار وکم تاسي يې نه منى، چي تاسي هم پر ما شکمن سى نو به څوک زما خبره و مني؟ په والله زه د ځان او ستاسي دپاره بل مثال نه سم پيدا کولاى بيله قوله څخه...دې رضی الله عنها کوښښ کاوه چي د يعقوب عليه السلام نوم ور په ياد کړي، خو د ډيري پرېشانۍ، هغه درد او غم څخه چي و دې ته پېښ وه د يعقوب عليه السلام نوم يې هېر سو نو ويل: زه د خپل ځان او ستاسي دپاره بل مثال نه سم پيدا کولاى بېله قوله څخه د ابو يوسُف، د يعقوب عليه السلام نوم يې نه سو ور په ياد نو يې ابو يوسُف و وايه، چي هغه به ويل:
فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿يوسف: ١٨﴾
يعني: زما کار نو صبر جميل دى چي و خلکو ته هيڅ شکايت و نه کړم او د دغه خبري د تحمل کولو او زغملو توفيق د الله څخه غواړم، بيا يې د دوى څخه مخ واړاوه او پرېوتل، حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: ما خپل ځان تر دې کم او کښته باله چي زما په باره کي دي قرآن مجيد نازل سي مګر دا اميد مي ؤ چي ښايي رسول الله صلی الله علیه وسلم زما په باره کي خوب و ويني او د هغه خوب په واسطه مي الله جل جلاله بري کړي، ځکه د انبياء عليهم السلام خوب حق دى، حضرت عائشه رضی الله عنها وايي:
په دغه وخت کي چي موږ سره ناست ؤ او ما و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شا ور ګرځولې وه جبريل عليه السلام راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحيو په نزول کي پټ سو، د وحيو د نزول علامې و دوى ته ور معلومي وې، کوم خاص کيفيت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحيو د نزول په وخت کي پېښېدى هغه حال او کیفیت ورته پېښ سو او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم خولې را ماتي سوې، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ور ولاړ سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په يوه پټو سره پټ کړی او دوى په انتظار کښېنستل، حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه وايي: په ټول عمر دغسي سخت ساعت نه دى را باندي تېر سوى لکه دغه د وحيو د نزول څو لحظې، ځکه بېرېدم چي اوس به د عائشې په نه برائت خبر يا حال راسي، واقعاً هم د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه پر کورنۍ دغه لحظې هغه شديدي او د تشويشه ډکي لحظې وې، د آسمانه وحيِ نازليږي او د هغو ډيرو خبرو چي تر يوه مياشت زيات یې دوام وکړی د فيصلې لحظې دي.
حضرت عائشه رضی الله عنها وايي مګر زه! په والله هيڅ نه بېرېدم او نه مي تشويش درلودى ځکه زه پوهېدم چي زه بري يم او الله جل جلاله ظلم نه کوي، نو وايي: دغه د وحيو د نزول په وخت کي والله هيڅ نه بېرېدم او نه وارخطاء وم، كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحيو د نزول د حالته څخه و وتى خندل يې او اوله خبره چي يې و فرمايل هغه دا وه: يا عائشه! الله جل جلاله ته بري کړې، د حضرت عائشې رضی الله عنها مور و حضرت عائشې ته و ويل:
و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور ولاړه سه او شکر يې آداء کړه، حضرت عائشه رضی الله عنها چي په خپل الْهي برائت سره نازېدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه محبت چي د دې سره يې درلودى پوره باوري وه نو يې و ويل: والله هيڅکله به و ده صلی الله علیه وسلم ته نه سم ور ولاړه او بېله الله جل جلاله د هيچا شکر به نه کړم آداء.
وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي خلک دي په مسجد کي سره را ټول سي، خلک را ټول سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته وختى په خطبه ويلو يې شروع وکړه او د سورة النور هغه آياتونه چي دغه اوس نازل سوي وه و مسلمانانو ته تلاوت کړه،
الله جل جلاله د سورة النور په (11) نمبر آيات کي فرمايي:
إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ يعني: بېشکه هغه کسان چي د عائشې رضی الله عنها په باره کي يې دغه لوى او غټ درواغ را وړي دي دا ستاسي مسلمانانو څخه يوه ډله ده، اې صادقه مسلمانانو! تاسي دغه درواغ چي پر تاسي ويل سوي دي د ځان دپاره شَر مه بولى بلکه دغه د درواغو تهمت ستاسي دپاره خير دي چي په هغه کي تاسي ته ثوابونه او درجې درکول کيږي.
دغه خطاب و هغو مسلمانانو ته دى چي هغو ته د دغي واقعې په سبب تکليف ور رسېدلى ؤ، خاصتاً حضرت عائشه او د هغې کورنۍ ته، په ظاهره دغه واقعه زړه دردونکې واقعه وه خو په دننه کي يې ډيري فايدې پرتې وې، آيا دغه لـږ فخر او شرف دى چي الله جل جلاله په خپل پاک کلام کي د حضرت عائشې رضی الله عنها برائت او پاکي نازل کړه؟ او د دوى دښمنان يې خوار او ذليله، رسوا او شرمنده کړه او د قيامت تر ورځي پوري د ټولو قرآن ويونکو پر ژبه د حضرت عائشې رضی الله عنها د عفت او پاکۍ ذکر جاري دى او که د دغو مبارکو آياتو تر نزول وروسته و يو چا ته د حضرت عایشې رضی الله عنها په باره کي شک يا شبهه پيدا سي هغه بېله شکه کافر دى، ځکه د قرآن مجيد د صريحو احکامو او آياتو څخه انکار کفر دى او تر دغه آيات وروسته د هغه نور وروستنيو آياتو کوم چي د حضرت عائشې رضی الله عنها برائت پکښې دى د نزول سبب دغه د إفک واقعه ده.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي درې نفره دي په دُرو و وهل سي، دا هغه درې نفره وه چي په صريحو الفاظو يې خبري کړي وې او دغه درې نفره منافقان هم نه وه بلکه د مسلمانانو څخه وه، که څه هم مسئله د منافقانو څخه را شروع سوه او په يوه خبيثه طريقه سره يې عملي کړه، داسي دليل يې پر ځان نه پرېښاوه چي دوى دي ونيول سي، مګر هغه چي په دام او مشکل کي و لوېدل هغه مسلمانان وه، هغه مسلمانان چي خپله ژبه يې نه سواى ټينګولاى، نو مسطح بن ابي مسطح رضی الله عنه په دُرو و وهل سو، چي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د خاله زوى او د اهل بدر څخه هم ؤ.
او حَمنه بنت جحش رضی الله عنها په دُرو و وهل سوه، حَمنه د هغه زينب رضی الله عنها خور ده چي اُم المؤمنين او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوجه ده او د حضرت عائشې رضی الله عنها بَن ده، خو په خپله زينب رضی الله عنها خپله خوله او ژبه د بُهتان ویلو څخه و ساتل، حضرت عائشه رضی الله عنها وايي: مګر زينب خپل ايمان و ساتى، که څه هم هغه يې بَن وه خو چپه خوله سوه په دې موضوع کي يې خبري و نه کړې، مګر حَمنه چي د زينب رضی الله عنها خور وه ژبه يې و نه ساتل او په دُرو و وهل سوه.
درېيم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاعر حَسّان بن ثابت رضی الله عنه په درو و وهل سو چي دغه كسان ټول مسلمانان وه او منافقان خلاص سوه.
د منافقانو د خلاصېدلو دپاره دوه علته وه، يو دا چي هغو په اشاره او کنايه سره خبري کولې پر ځان يې دليل نه پرېښاوه خو نور خلک يې په څا کي واچول او بل دا چي ټول شرعي حُدود يا جزاوي لکه قصاص، رجم، د لاس پرېکېدل، په دُرو وهل، د مسلمانانو د پاکېدلو دپاره دي، د هغه ګناه څخه چي دوى کړې ده په پاکيږي، مګر منافقان چي اصلاً کافران دي د هغو دپاره پاکېدل نسته، خاصتاً عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين چي الله جل جلاله و هغه ته په دغو آياتو کي اشاره کړې ده او د هغه سزا او جزاء يې هم ښوولې ده چي هغه لره عذاب عظيم دى، هغه چي الله عزوجل فرمايي:
وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿١١﴾
يعني: هغه څوک چي د دغه درواغو مشرتوب او رهبري يې کول او د دغه موضوع مسئوليت يې پر غاړه اخستى ؤ چي د اُبى زوى منافق دى هغه لره په دارينو کي ډير لوى عذاب دى، هغه لره په آخرت کي اور دی او په دنيا کي ذِلّت او رسوايي ده، چي د قيامت تر ورځي به په منافق سره ياديږي.
او الله جل جلاله د ابو ايوب انصاري رضی الله عنه د هغه فکر او نظر تعريف وکړی کوم چي ده په دغه موضوع کي اختيار کړي وه، الله جل جلاله د سورة النور په (12) نمبر آيات کي فرمايي:
لَّوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ ﴿١٢﴾
يعني: ولي نه! كله چي تاسي دغه خبره واورېدل نو هغه ايمان درلودونکو نارينه او ښځو په خپلو منځو کي د خير ګمان کاوه او دوى ټولو ويل: دغه خبري ښکاره او معلومداره درواغ دي.
په دغه مبارک آيات کي د ابو ايوب انصاري رضی الله عنه و رويې او کړنلاري ته اشاره ده، هغه داسي: كله چي د دغه إفـک په متعلق فتنه او خبري ډيري زياتي سوې نو د ابو ايوب رضی الله عنه ښځي اُم ايوب، و ابو ايوب ته و ويل: يا ابا ايوب! آيا ته دغه خبري نه اورې چي خلک يې د حضرت عائشې رضی الله عنها په باره کي کوي؟ ده ويل اورم يې، ښځي يې ورته ويل: نو ته څه وايې؟ ستا څه فکر دى؟ د عاقل او مسلمان سړي و جواب ته وګورى ابو ايوب و ويل: يا اُم ايوب! که ته د عائشې پر ځاى واى دغسي دي کول؟ هغې ويل: يا والله، ابو ايوب بيا و ويل: که زه د صفوان پر ځاى واى دغسي مي کول؟ ښځي ويل:
يا والله! الله دي و ساته، نو ابو ايوب رضی الله عنه و ويل: عائشه الصِّدِّیقه د صديق اکبر رضی الله عنه لور د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوجه د مسلمانانو مور تر تا ډيره ښه او بهتره ده او بيا صفوان رضی الله عنه تر ما ښه او بهتر دى نو څنګه به موږ پر دوى شک او ګمان کوو او د ځانه به خبري پرکوو دا ټوله درواغ دي، نو ابو ايوب الأنصاري رضی الله عنه خپله ژبه و ساتل او خپلي ښځي ته يې هم ور وښوول چي په دغسي حالاتو کي سړئ بايد څه وکړي؟ د نورو سره هم بايد په ادب او احترام معامله وسي، نو الله جل جلاله د دغي فتنې څخه خلاص کړى.
او مسطح رضی الله عنه هغه چي په دُرو و وهل سو د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د خاله زوى ؤ، څرنګه چي ډېر غريب او مسکين ؤ خرڅ او مصرف يې ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د خپله ماله څخه ورکاوه، خو كله چي مسطح رضی الله عنه په دغه موضوع کي بېله ضرورته خبري وکړې، آيا دا د ده دپاره مناسبه وه؟ دا د هغه مرستي او نېکۍ بدله وه؟ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه د ده ټول مصرف ورکاوه او ده يې د هغه نېکۍ په مقابل کي پر لور إفـک و وايه، نو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه قسم ياد کړی چي تردې وروسته به مسطح رضی الله عنه ته خرڅ او مصرف نه ورکوم، څو د الله جل جلاله دا قول نازل سو چي د سورة النور په (22) نمبرآيات کي فرمايي:
(وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٢٢﴾)
يعني: د فضيلت خاوندان او د مال خاوندان دي قسم نه کوي چي د الله په لار کي به خپلو اقرباوو، مسکينانو او مهاجرينو ته نفقه نه ورکوي، دوى ته ښايي چي عفوه ورته وکړی او ښايي چي تر هغه ګناه دي ور تېر سي.
دا داسي آيات دى چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه يې و مسطح ته د خرڅ او مصرف نه ورکولو څخه منعه کاوه بلکه په دې سره يې امرکاوه چي د مسطح رضی الله عنه خرڅ او نفقه دي ورکړي او نور هم الله جل جلاله پسي فرمايي:
أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٢٢﴾
آيا تاسي خوښ نه لرى چي الله عزوجل د دغي عفوي په سبب مغفرت درته وکړي؟ او الله بخښونکى او د ډير رحم خاوند دى.
ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه چي دغه آيات شريف واورېدى ويل (بَلْى يَا رَبّنا نُحِب) يعني: هو زموږ ربه بېشکه موږ ستا بخښنه خوښوو او غواړو، نو يې هغه خپل قَسم مات کړی د هغه قسم فديه يا کَفاره يې ورکړه او د مسطح مصرف او نفقه يې بيرته ور شروع کړه، په ځينو رواياتو کي راغلي دي چي هغه نفقه يې د پخوا په نسبت ور دوه چنده کړه.
وروڼو! دغه قصه ډيره اوږده قصه ده ډير تفاصيل پکښې دي مقصد دا يوه فتنه وه چي يوه مياشت يې دوام وکړی، په دغه موده کي جهاد نه کېدى، د دغي فتنې په وخت کي جهاد بند سو د مسلمانانو نور کارونه بند وه، دا ټوله د ځينو خلکو د جرئت او دلاورۍ په سبب چي دغه لوى درواغ يې جوړ او نشر کړه.
دغه واقعه و موږ ته پند او نصيحت دى: چي بېله صحي معلوماتو بايد د خلکو خبري نه کړو بيان، ځانونه د خلکو د عيب ويلو څخه و ساتو، خاصتاً چي هغه هم د يو چا پر عزت او شرف طعن او ضربه وي، نن ورځ ځيني خلک د نورو خلکو د عزت د خرابولو دپاره خبري کوي بېله دې څخه چي د هغې خبري تحقيق او صحي معلومات وسي، يا په خپله د هغو خلکو څخه پوښتنه وسي، فقط يو خبر واوري او هغه خبر بېله تحقيقه او معلوماتو و مني او بيا يې په نشرولو کي کوښښ هم کوي، دا ډيره لويه ګناه ده او دې ته إفک ويل کيږي، لکه څرنګه چي الله عزوجل هم إفـک بللى دى.
لکه څرنګه چي مخ کي مو درته و ويل پسله يوې مياشتي څخه دغه د شک او اضطراب، تشويش او پرېشانۍ اوريځي د مدينې منورې د فضاء څخه ايسته سوې او رئيس المنافقين په داسي رسوايي سره رسوا سو چي پسله دغه يې سر نه سواى پورته کولاى.
ابن اسحاق رحمة الله عليه وايي: پسله دغي واقعې څخه که به د نفاق يوه واقعه پېښه سوه تر ټولو د مخه به د اُبى د زوى قوم او قبيلې و ده ته عتاب او سرزنش ورکاوه، په ډير شدت به يې معامله ور سره کول.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و حضرت عمر رضی الله عنه ته و ويل: څنګه يې بولې؟ يا عمر! په والله که مي د اُبى زوى په هغه ورځ چي تا را ته ويل: وې وژنه! وژلى واى، ډير خلک به د ده پر طرف درېدلي واى او که هغه خلک نن ورځ د ده په وژلو سره امرکړم خامخا يې وژني، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه و ويل: په والله زه پوه سوم او پوهېږم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کارو کي زما تر کارو ډير عظيم حکمت او برکت سته.
اوس به د هغو سَرِيو حالات درته بيان سي کومي چي د بني مصطلق د غزاء او د حديبيې د صلحي تر منځ لېږل سوي دي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net