زړه او حجاب
ژباړه: میر احمد رحلت
یوې ښځي و پوښتل: زړه مي پاک دی که بې حجابه وګرځم، کوم حجاب چي اسلامي شریعت یې حُکم کړی دی مشکل خو به نه وي؟
ورته وویل سول: ایا تا خپل زړه د بي بي فاطمې د زړه سره مقایسه کړی دی؟
د بي بي فاطمې زړه پاک وو که ستا زړه؟
جواب یې ورکړ: یا، د بي بي فاطمې زړه زما تر زړه پاک وو.
وې پوښتل: ته باوري یې؟
ویل: هو.
ځیني وې پوښتل: ایا ته سله فیصده متیقینه یې چي د بي بي فاطمې زړه ستا تر زړه پاک وو؟
وې ویل: هو.
په نرمه ژبه یې و ښځي ته وویل: نو بي بي فاطمې د پاک زړه په لرلو سره هم اسلامي حجاب مراعت کړی وو.
پاک زړه د الله رب العزت نا فرماني نه کوي بلکه پاک زړه د ستر رب اطاعت او فرمانبرداري کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه