تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محقق کندهاری (رحمه الله) ژوند لیک
  تعليم اسلام ويب پا ڼه
  November 23, 2020
  0

د محقق کندهاری (رحمه الله) ژوند لیک


لیکنه: محمد عیسي/ تعليم اسلام ويب پا ڼه

 

نوم او نسب.


نوم ئې حبیب الله د پلار نوم ئې ملا فیض الله او د نیکه نوم ئې ملا بابړ دئ. د خپل عصر د جیدو علماوو له لوري په محقق کندهاري او فاضل کندهاري په لقبونو نازول سوی دئ خو مشهوره په حبو اخندزاده وو. 


 د سراج الخبار د پنځم کال د دوهمي ګڼي په هغه لیکنه کي، چي د حبو اخندزاده د لمسي مولوی عبدالرووف خاکي د وفات په باب کښل سوې ده د حبو اخندزاده له نامه سره د (جناب علام فاضل وحید الدهر وفرید العصر استاد الکل فی الکل مولوی حبیب الله صاحب کندهاري) القاب لیکل سوي دي. (درنه کورنۍ ۱۷مخ)


محقق کندهاری په قوم کاکړ مسه خېل دئ. ملا بابړ چي د محقق کندهاري نیکه دئ، هغه د ږوب د شمال کاکړستان څخه و کندهار ته راغلي. 


دا د هوتکو د واکمنۍ وروستي کلونه ول. (درنه کورنۍ ۱۰مخ)

 

زو کړه


محقق کندهاری په (۱۲۱۳ه ق ،۱۷۹۷م) د کندهار ښار د بامیزو په کوڅه کي زېږېدلی دئ. (درنه کورنۍ ۱۷مخ، د کندهار مشاهیر۲۱۶مخ، ادیب شېخ ۴۸مخ). 


زده کړي.


ابتدایي زده کړي ئې له خپل پلار او د کورنۍ د نورو غړو څخه کړي وې. په ځوانۍ کي ئې د خپل عصر مروجه علوم (صرف، نحو، بلاغت، تفسیر حدیث، فقه، اخلاقیات) ولوستل. (درنه کورنۍ ۱۷مخ، دکندهار مشاهیر ۲۱۷مخ)

 

استاذان


د محقق کندهاري د استاذانو څخه یوازي د دوو تنو نومونه یاد سوي دي، چي یو ئې د احمد شاهي کندهار قاضي القضات (ملا احمد الکوزی ۱۲۳۳ه ق د ربیع الثانی پر شپږمه مړ) دئ. ملا احمد الکوزی د ملا اسماعیل ابدالي زوی، د احمد شاهی عصر لوی عالم  او مشهور قاضی وو.
دوهم استاذ ئې ملا فرح الدین اخند(۱۲۴۱هق کي د ذالقعدې پر ۱۱ مړ) وو، چي د استاذ سره سره ئې په تصوف کي شېخ هم وو. (درنه کورنۍ ۱۸مخ، د کندهار مشاهیر ۲۱۷مخ)

 


د محقق کندهاري د عصر نومیالي ليکوالان.


۱ـ ملا پیر محمد الکوزی د (عقیدت المشائخ والعلماء) لیکوال.


ـ عبدالحکیم کاکړ د (رد حلیمیه عن مطاعن احمدیه) لیکوال. 


۳ـ ملا عبدالحق خروټي(۱۲۹۰هق مړ د کندهار په مشاهیر ۲۲۴مخ ۱۲۵۰ه.ق کي مړ) د ملا عبدالغفور خروټي زوی، د (یاقوت السیر) ناظم او د شرح ربعین لیکوال.


۴ـ ملا کټه اخند تره کی. (درنه کورنۍ ۳۳مخ، د کندهار مشاهیر ۲۲۴مخ).


محقق کندهاري په کندهاري وړونو کي د سردار مهردل خان مشرقي سره اړیکي درلودې. سردار مهردل خان مشرقي هم د قدر په سترګه ورته کتل او ډېر عزت ئې کاوه.


محقق کندهاري د سردار مهردل خان په غوښتنه (نقد القثات فی التزئیف الموضوعات) کتاب کښلي دئ. (کندهاري وړونه ۱۷۵مخ، د کندهار مشاهیر ۲۱۷مخ، درنه کورنۍ ۱۹مخ)


همدارنګه ئې په غزني کي بل معاصر عالم مولوي محمد اعظم اندړ دئ. محقق کندهاري څو رسالې د هغه د علمي پوښتنو په جواب کي لیکلي دي. په هند کي ئې معاصر علماء شهید سید احمد او شهید شاه اسماعیل دهلوي دي. کله چي شیهد سید احمد د خپل لښکر سره کندهار ته راغلی، هغه وخت محقق کندهاري د دوی دواړو سره ولیدل. په دې هکله په کندهاري وړونو کتاب کي داسي راځي[ د سید بریلوي هیئت د کندهاري علماوو په لړ کي له علامه فاضل کندهاري (حبو اخندزاده) سره هم کتلي وه. علامه رحمه الله له دغه هیئت سره، چي په هغه کي مولوی اسماعیل دهلوی هم شامل وو، د کابل سفر وکړ. د دې هیئت غړو علامه حبو اخندزاده ته دومره اخلاص او عقیدت وموند،چي علامه مرحوم لیکي: روزی در کابل خدمت مولوی اسماعیل شهید رحمه الله فقیر را در نماز عصر پیش کرد و در عقب فاتحه خواند (کندهاری وړونه مخ۳۰-۳۱، د خطی رسایلو مجموعه ۳۶۳مخ بحواله د کندهار مشاهیر ۲۲۴مخ، کاروان ایمان و عزیمت ۹۲مخ د مولانا ابوالحسن علی ندوی رحمه الله)

 

د محقق کندهاري سفرونه.


 محقق کندهاري په هیواد او د هیواد څخه بهر هم ډېر سفرونه کړي دي. د ده د سفرونو په اړه داسي راځي: ده د علم په طلب کي دېر سفرونه کړي او له اکثرو مشهورو علماوو سره د وخت ئې ملاقاتونه او علمي بحثونه کړي دي. د مرحوم ملا محمد اعظم غلجي او ملا اسماعیل سرحدي سره ئې علمي مناظرې سته. څو واره تر پېښور او سرحداتو پوري تللي. په سمت مشرقي اوکابل او شلګر کي ئې علمي بحثونه کړي دي. (ادیب شیخ ۴۹مخ)


علامه حبو اخندزاده رحمه الله د حج فریضه ادا کړې وه. (درنه کورنۍ ۳۶مخ)


په هند او اېران کي ګرڅېدلی دئ او د هغه ځای د پوهانو او لویانو سره ئې لیدلي دي. (د کندهار مشاهیر ۲۱۷مخ)


په (۱۲۰۱ه.ق) د سیاحت په نیت د هرات له لاري څخه اېران ته ولاړ، د هغه ځای د علماوو سره ئې علمي او حکمتي مناظرې وکړې. له هغې خوا بیرته هرات ته راغلی. ده د هرات د مزاراتو په صفت کي یوه عربي قصیده لیکلې ده. (ادیب شېخ ۴۹مخ)


د محقق کندهاري د قصیدې څو بیته:


زریا سکان ارض هرات        بلغ سلامی مجمع الحضرات
قل داعیا مستدعیا لدعائم        سقیا لکم من فضله مطرات
فانزل بقرب فنا (زیارتګاه ها)  و استنزله البرکات باالزورات
وبباب شیخ الطاق رد مستعبرا    ثم احک عنی مسکب العبرات
و اقصد حریم جناب (ګازرګاه ها)    والزم بشوق محجر الحجرات 
(د کندهار مشاهیر ۲۱۸ـ۲۱۷مخونه)

 

د محقق کندهاري شاګردان.


د علامه حبو اخندزاده د مشهورو شاګردانو څخه یو مولوي عبدالله غزنوی دئ، بل د پېښور مولوی غلام جیلاني دئ. (دکندهار مشاهیر ۲۲۵مخ).

 

 د محقق کندهاري تصنیفونه.


د یو عالم د تبحُر د معلومولو له پاره تر ټولو اسانه لاره دا ده، چي د هغه عالم تصانیف وکتل سي. په تصانیفو سره د هغه علمیت ښه روښانه کیږي. که موږ ته اوس د هر عالم لکه امام رازی، امام غزالی، ملا علي قاری هروي او داسي نورو د علمیت سطحه روښانه ده، هغه یوازي د هغو د کتابو له مخي ده. که د علماو تصانیف نه وای، موږ ته د هغو قدر او علمي تبحُر هیڅ نه روښانه کېدای. 


محقق کندهاري موږ ته خپل ارزښتمن اثار(په پاړسي، پښتو او عربي) را پاته کړي دي.  په (د کندهار مشاهیرو) د محقق کندهاري ټول اثار ۳۲ راغلي دي. په درنه کورنۍ کي د علامه عبد الحی حبیبی په حواله سره ټول اثار ۳۴ راغلي دي.


1.شوارق (په عربي ژبه) په علم حدیث کي.

 

2. رساله تفکر (په فارسي ژبه) موضوع ئې اخلاق او عرفان دئ. 

 

3.زساله نماز و اسرار آن (په فارسي ژبه) په دې کتاب کي د لمانځه د اسرارو په باب دمنقولو او معقولو علومو له مخي بحث سوی دي. 

4.موعظې او خطبې (فارسي او عربي)


5. رساله صبر و شکر (فارسي) په اخلاق کي.


6. رساله محبت الهي (فارسي) په تصوف اواخلاق کي.


7. رساله تمیز مومین و کافر (فارسي) وایي چي دا د ځینو تنګ نظرو متفکرانو په باب یوه دیني او کلامي څېړنه ده.

8 .تواریخ وفیات مشاهیراسلامي در قرون ثلاثه (فارسي).


9.شمه بارقه (فارسي) د وحدت الوجود او دحدت الشهود په باب. داکتاب شپږ. فصله لري او څېړنه ئې د قدر وړ بلله سوې ده.


10.چهل مساله دیني (فارسي) د ملا محمد اعظم اندړ  د سوالونو په ځواب کي. د ملي ارشیف په خطي نسخو کي د (جواب فاضل) په نامه یوه رساله سته چي د ملا حبیب الله قندهاري په قلم د محمد اعظم غزنوي په ځواب کي کښل سوې ده، چي غالباً به همدا رساله وي.


11.احکام المله فی احکام اهل القبله (عربي) د امام غزالي (رحمه الله) پر (محصل فیصل التفرقه) باندي نوي څېړني او زیاتوني دي.


12.مغتنم الحصول فی علم الاصول (عربي) ډېر مهم اثر دئ او په هغه کي اصول فقه ته انتقادي کتنه سوې ده. علامه حبیبي مرحوم وایي(دا کتاب په صایب اجتهادي نظر تالیف سوی، چي د بشپړېدو کال ئې (۱۲۵۷ه.ق) دئ. یوه سریزه او په مبادي او اصول اربعه کي درې مقالې لري...د هند علماوو د خپلو عالي مدرسو په درسي نصاب کي د علامه محب الله بهاري د (مسلم الثبوت) پر ځای منلی دئ او زیاتوي ما د پېښور د رفیع الاسلام په کتاب خانه کي له مولانا سید صمداني سره د مولانا سید انور شاه کشمیري رحمه الله په قلم یوه شرحه ولیدله. چي د مغتنم د خطي نسخو د پیدا کولو او د هغه د تدریس توصیه پکښي سوې وه. پر مغتنم باندي د هرات ملا محمد عمر سلجوقي (۱۳۳۱هق مړ) د (الملهم پر مغتنم) په نامه یوه شرحه کښلې ده. 


تر کمه حده چي زه محدث العصر خاتم الفقهاء محمد انورشاه کشمیري رحمه الله د اثارو په باب خبر یم هلته د دې شرحي په اړه هیڅ معلومات نسته. په نفحة العنبر فی حیاة امام العصر الشیخ انور کي چي د محدث کشمیري د ژوند لیک د معتبرو کتابو څخه دئ، ددې شرحي یادونه نه ده سوې. همدارنګه په نقش دوام کي چي د محدث کشمیري  زوی محدث انظرشاه کشمیري  نویشته کړی دئ، د دې شرحي یادونه نه ده سوې. په دې اړه تناقضات سته، ان شاء الله د دې شرحي په اړه به زه خپل څېړنه نوره هم غزوم چي حق ته ورسېږم او یوه بله لیکنه به پر کوم.


13.انموذج العلوم په دې کتاب کي د محقق دواني، میرزا حبیب اللهشیرازی او خواجه افضل تکي درې ګوني نماذج را غونډ سوي او دمتقدمینو پر افکارو ئې خبري څېړني او مطالعات ور زیات کړي دي. په د کندهار مشاهیر کي په انموزج نویشته سوی دئ. انموذج یعني د علومو لنډیز.


14.رساله مغالطات دا رساله په منطق کي د ځینو مشهورو او غیر مشهورو مغالطاتو کره کتنه ده اود هغو ځوابونه ئې ویلي دي. 
علامه حبیبي لیکي چي د متقدمینو او متاخرینو نظریات ئې په آزاده توګه تحلیل کړي، ځیني ئې سره سمي کړي او ځیني ئې په ټینګه جرحه کړې او انتقاد کړي دي،.


15.ابانه المله فی التوقف عن تکفیر اهل القبله (عربي) څلور فصله لري. موضوع ئې فقه، عقاید او کلام دي. وایي چي د دې کتاب له مطالعې څخه د مؤلف پراخ نظر او کامل تبحر څرګندیږي.دا اثر ئې په فارسي هم لیکلي دئ.


16.مرآت الحق (عربي) اووه فصله لري او په (۱۲۶۲ه.ق) کي تالیف کړی دئ..


17.وحدت وجود او شهود (پارسي) د ملا محمد اعظم اندړ د پوښتنو په جواب کي. وایي د دې کتاب له لوستلو څخه څو په تصوف او اشراق کي د مولف تبحر خورا ښه لیدلای سي. (د حاجي عبدالمجید هوتک په خطي مجموعه کي د المسلکة اجوبه السوالات په نامه دعلامه حبو اخندزاده یوه اثر خوندي وو. حاجي صاحب پخپل قلم پر کښلي وه، چي در جواب میا محمداعظم رحمه الله.که دا اثر د شمارې کتاب څخه بېل وي، نو دعلامه پر آثارو باندي یو یل اثر هم زیاتیږي. 


18.متسحق القبول والقبلة فی تحقیق سمت القبلة (پارسي) د قبلې د ښوولو په برخه کي د فقه او ریاضي دلائلو پر اساس معلومات دي، چي په پنځو فصلونو کي راغونډ سوي دي. مولف غوښتي دي، په دیني دلایلو ثابته کړي، چي د قبلې د معلومولو له پاره باید له هندسي اصولو څخه کار واخیستل سي. علامه حبیبي مرحوم د دغه کتاب خطي نسخه کتلې وه او دغه استناجي روایت ئې ځني را نقل کړی دئ. هندسه شرعي علم نه دئ یعني له شرع سره کار نه لري او دا خبره په دې معني باید ونه ګڼل سي، چي د اړتیا په ځای کي له هندسي قانون سره سم عمل کول دي منعه وي. طب، حساب او نجوم هم شرعي علم نه دئ خو د اړتیا په وخت کي په هر یوه عمل کول ضروري دي. د اسلام په لومړیو وختونو کي په هندسه باندي ځکه عمل نه کېدی، چي په هغه وخت کي دغه علم نه وو. خو د مامون عباسي له وخته بیا تر ننه پوري دغه علم په اهل اسلام کی پوره رواج موندلی او زیاترو محققینو پوهانو او مدققینو فاضلانو د هغه په هر فن کي له اقلیدس څخه نیولې بیا د مجسطي تر فن پوري ګټور تصنیفونه کړي دي....


 په هغو ښارونو کي چي معتبره منهدسین زیات وي باید د هغو په قول ضرور عمل وسي.

 

19.رساله موسیقي (پارسي) د علومو په پخواني تصنیف کي د موسیقي علم د ریاضي یوه څانګه ده. وایي چي د فیثاغورث د فلسفې له مخي د نغمو په تولید کي د ږغونو ترکیب د عددي تناسبونو تابع دئ. علامه فاضل کندهاري رحمه الله په رساله موسیقي کي د دغه علم اصول له ریاضي فورمولو سره سم بیان کړي او له شرعي نقطه نظره ئې د دغه علم پر رواتوب اونارواتوب (جاز و لا یجوز) بحث کړی دئ. د دې رسالې اهمیت په اوس وخت کي خورا زیات دئ.


20.تنقیح التهافت الفلاسفة (عربي) علامه حبیبي  لیکي، چي په دې کتاب کي ئې د امام غزالي (متوفی ۵۰۵ه.ق) او اتن ارشد اندلسي اوخواجه زاده رومي (متوفی ۸۹۳هق) په فلسفي مناظرو کي د انصاف په رعایت او آزاد فکر سره حکمیت کړی او په ځینو برخو کي ئې خپل نظر د دلیل او برهان په راوړلو سره بیان کړی دئ.


21. پر الغ بېګي زیج باندي نوې څېړنه او حاشیه (الغ بیګي زیج د هیئات یو ډېر مشهور کتاب دئ). علامه فاضل کندهاري  پر هغه باندي ګټوري حاشیې کښلي او هغه خاص مسایل ئې ورباندي زیات کړي دي، چي ده خپله کشف کړي وو. د ښاغلي ډاکټر عنایت الله شهراني په قول دغه اثر له ترکي ژبي څخه ترجمه سوی دئ. یوه نسخه ئې په کابل موزیم کي سته.


22 .شرح نمط تاسع اشارات ابن سینا (عربي)


23 .بسط البسایط (عربي) د منطقو پر ځینو مباحثو باندي شرحه


24 .منتخب تحریر اقلیدس (عربي)


25 .د تحریر اقلیدس پاړسي ترجمه.


26 .د اکثرثاو ذوسیوس ترجمه. ( د کندهار په مشاهیرـ کي داکروثاودوسیوس ترجمه راغلې ده)

 

27 .مختصر کشف القناع عن احکام شکل القطاع دا اثر د خواجه نصیر طوسی د یوه تالیف لنډیز دي. 


28 .ریاض المهندسین دا کتاب د علامه فاضل کندهاري یو علمي شاهکار دئ، چي په عربي او پارسي دواړو ژبو په همدې نامه لیکل سوی دئ. د مخونو شمېر ئې پر غټ کاغذ باندي یو زر او پنځوس ته رسېږي او د هغه وخت د ریاضي علومو انسایکلو پیدي بلل سوی دئ. د دې کتاب دوې نسخې د علامه حبیبي  له خولې موږ ته ښوول سوي دي، چي وایي یوه ئې د (۱۳۰۰ه.ق) په شاخوا کي له کندهاره هند ته وړل سوې او معلومه نه ده، چي اوس چیري ده؟ بله نسخه ئې چي ځیني برخي ئې نیمګړي وې او علامه مرحوم استفاده ځني کړې ده، د کابل د ادبیاتو په پوهنځي کي خوندي وه چي د همدې نسخې له مخي ئې په خپله لیکنه کي موږ ته معرفي کړې ده. وایي چي علامه فاضل کندهاري خپل دغه اثر د عمر په پای کي کښلي دئ. دا اثر شپږ روضې لري او هره روضه ئې د ریاضي بېلابېل مبحثونه  څېړي. لومړی روضه ئې د اقلیدس د صوري هندسې د اصولو ترجمه ده، د (اکرثاو ذوسیوس) او (اکرمانالاوس) د کتابونو ژباړي دي، دوهمه روضه ئې د حساب د علم قواعد بیانوي، درېیمه ئې د حساب او هندسې د علم توابع څېړي، څلرمه روضه د علم الابصار په باب بیانونه لري، پینځمه بیا د علم هیئات په باره کي ږغیږي او شپږمه د زیج او تقویم مسایل په بر کي نیسي. علامه حبیبي لیکي، چي د محقق قندهاري په ټولو هغو کتابو کي چي ریاضي علومو کي ئې کښلي دي، دا ټکی په څرګنده توګه لیدل کیږي چي ده هغه قیود او حدود چي علماء له کلونو کلونو راهیسي پکښي محصور وو، مات کړي او د ریاضي مسألو په کشف او تحقیق کي ئې له اجتهادي نظره کار کړی او نوي علمي کشفیات ئې کړي دي. علامه حبیبي د هندسې او ریاضي علومو د څېړونو په برخه کي د فرانسوي عالم (دکارت) او علامه فاضل کندهاری د څېړنو تر منځ مشابهتونه موندلي دي او لیکي چي، که د محقق کندهاري دغه آثار چي د خطي نسخو په شکل هم زموږ په هیواد او هم د پښتونخوا او هند و پاکستان په موزیمونو او کتاب خانو کی لیدل سوي دي، راغونډ سي او د ریاضي پوهانو له خوا وڅېړل سي، ښآیي د علامه استاد فاضل کندهاري د مهارت اندازه ښه ترا څرګنده او روښآنه سي. 


 29 .شرح مقامات حریري (پارسي).


 30. نقد الثقات فی التزییف الموضوعات دا کتاب ئې د احادیثو په تخریج کي د سردار مهردل خان مشرقي په غوښتنه کښلي دئ. (په د کندهار مشاهیر کي راځي، چي د موضوعي احادیثو په باب دئ.)


31.رساله غرور. دا رساله د (اقسام او محاري و افات غرور) په نامه هم بلل سوې ده. یوه نسخه ئې ما (هوتک) د کندهاري سلیمي په خطي کتابو کي لیدلې وه، چي د کندهار د زړې جامع د ملا عبدالاحد کاکړ غریبک په قلم یاداښتونه پر لیکل سوي او د نوموړي ملا صاحب دوه مهره ورباندي لګېدلي وه. دا نسخه د ارواښاد علامه حبیبي تر نظر هم تېره سوې او  د کتاب پر لومړي مخ ئې پخپل خط او لاسلیک دغه یاداښت کښلي وو: رساله غرور یکی از تالیفات محقق قندهاري علامه حبیب الله مشهور به حبو اخندزاده است، که عین همین رساله در مجموعه رسایل بخط خووی موجود است نزد عبدالحی حبیبي در کابل. ګمان میرود که این راسله را از همان اصل نقل ګرفته باشند و بعد از نوشتن مکر را با اصل مقابله شده. برحواشی دوسه جای خط مولوی عبدالروف قندهاري نواسه مولف موجود است در معین اکباب وغمار، و معلوم است این نسخه بملاحظه آن مرحوم هم رسیده است. عبدالحی حبیبي کابل جمال مېنه ۹ جوزا ۱۳۴۲ش.


32 .منهاج العابدین (پښتو) په اخلاق او عرفان کي ۷۰۰۰ بیته د امام غزالي رحمه الله د منهاج العابدین ترجمه.


33.لسان المیزان فی تقویم الاذهان (عربي) دا کتاب د منطق په څېړنه او انتقاد کي لیکل سوی او په پينځه سوه مخونو کي ئې د هند و پارس د علماوو له کتابو څخه د تصوراتو مبحثونه راغونډ کړي دي. یوه سریزه او نهه مبحثه لري. وایي چي ځینو علماوو دغه کتاب د تحافت منطقیان په نامه هم بللی دئ. د دغه اثر یوه نسخه د ادبیاتو پوهنځی په کتابتون کي خوندي وه. 


34.ابجد التواریخ (عربي) موضوع ئې د اسلام تاریخ دئ، پینځه سوه مخه لري او د لیکلو کال ئې (۱۲۵۲ه.ق) دئ. (درنه کورنۍ۲۳-۳۲مخونه، د کندهار مشاهیر ۲۱۹-۲۲۱مخونه، ادیب شیخ ۴۹-۵۰ مخونه)


استاد محمد معصوم هوتک وایي: زما د معلوماتو مخي د کندهار په شخصي کتابخانو کي داسي یوه نه وه، چي د علامه حبو اخندزاده تالیفات دي ئې خوندي کړي نه وي. د کندهار سلیمي په خطي کلکسیون، د مرحوم دوست محمد بړېڅ په خطي مجموعه، د حاجي عبدالمجید هوتک په خطي کتابو، د مرحوم غریبک په خطي ګنجینه کي، د فاضل استاد پوهاند رشاد رحمه الله په خطي زېرمه او زما (م.هوتک) د کتاب په خطي کلکسیون کي د حبو اخندزاده اثار سته.

تبحُر.


محقق کندهاري په علومو عقلي او علومو نقلي کي منل سوی تبحُر درلود. تر مخه موږ وویل چي محقق کندهاری په ۲۱ کلنۍ کي په استادۍ ومنل سو. د هغه تبحر د هغه د تصنیفو څخه ښه معلومیږي.


محقق کندهاري رحمه الله خپل شاګردان خاص و الخاص علومو الاتو (ریاضی، منطق، فلسفه، نجوم...) ته خاص متوجه کړل. په درنه کورنۍ او د کندهار په مشاهیرو کي راغلي دي، چي د اسلام په لومړنیو پېړیو کي زموږ علماوو نه یوازي په نقلیه علومو کي بلکي په عقلیه علومو کي خاص مهارت درلود خو د چنګیزي تاړاک وروسته زموږ علمي سرمایه ټوله د منځه ولاړه، نو د هغه څخه وروسته زموږ علماوو یوازي نقلیه علومو ته متوجې سول، عقلي علومو ته ئې خاص ارزښت نه ورکاوه خو محقق کندهاري د دې نه توجو څخه سخته ناراضه وو او تل ئې دا کوښښ کاوه، چي علماوو ته دا وښيي، چي صحیح دي چي علوم عقلي دیني علوم نه دي خو موږ د هغه څخه مستغنی کېدای هم نه سو. هغه زموږ یو خاص اړتیا ده. محقق کندهاري په علومو الات کي هم ډېر تصنیفونه کړي دي، چي د هغو د وجهي څخه زموږ خبره (چي علومو الآتو ته ئې خاص توجه کړې وه) ټینګیږي.


وفات


دغه لوړ محقق د خپل عصر نابغه محقق کندهاری په (۱۲۶۵ه.ق) کي مړ سو. (درنه کورنۍ ۳۴مخ، ادیب شیخ ۵۱مخ، د کندهار مشاهیر ۲۲۵مخ)


په خپله پلرنۍ هدیره کي چي د عیدګاه مسجد ختیځ لور ته واقع ده، ښخ دئ. (اوس د کندهار عیدګاه په صوفی دښت کي ده). مقبره ئې ما (معصوم هوتک) په (۲۰۱۵ع) کي په پاخه ډول ترمیم کړه، پنجره مو پر را وګرځوله او د همدې کال د اکتوبر پر یوولسمه مو د کندهار د یو شمېر فرهنګي شخصیتو په ګډون پرانیستله. د مقبرې د ودانېدلو لګښټ ئې د کندهار یوه فرهنګي شخصیت ښاغلي الحاج کاکا اسدالله پوپل پر غاړه واخیست. د شناختي عبارت ئې ما (هوتک) وکیښ (درنه کورنۍ ۳۴مخ، د کوټي له سیمناره د حبو اخندزاده تر مزاره)


د شناختی عبارت داسي دئ: هو المستعان په دې مرقد کي عمدة المحققین، جامع المنقول والمعقول حضرت علامه حبیب الله کاکړ (۱۲۱۳-۱۲۶۵)هق مشهور په حبو اخندزاده چي د خپل وخت په علمي محفلو کي په فاضل کندهاري یادېدی په ابدي خوب بیده دئ. 


د قبر پر هوار سطحه باندي نویښته دي: بسم الله الرحمن الرحیم علامه حبیب الله کاکړ د احمد شاهی عصر د ستر شخصیت اشرف الوزراء شاه ولی خان بامیزی د کورنۍ د استاد ملا فیض الله زوی او د ملا بابړ مدرس لمسی وو. د علومو استاد ئې قاضی القضات ملا احمد الکوزی (رح) او د طریقت مرشد ئې ملا فرح الدین قریشي نقشبندي رح وو. له علامه حبو اخندزاده څخه په عربي، پاړسي، او پښتو ژبه (۳۴) کتابونه پاته دي. پاک خدای (ج) دې وبخښي.


دغه لوړ عبارت د کندهار ښار مشهور خطاط علی احمد قانع خطاطي کړ. (د کوټي له سیمیناره د حبو اخندزاده تر مزاره ۵۳مخ)

د کندهار ښار د ډنډ چوک په ختیځ کي د کندهار هرات پر لویه لار پروت منځني ښوونځی (چي اوس لېسه سوې ده) د فاضل کندهاری په نامه نومول سوی وو. (درنه کورنۍ ۳۶مخ.

 

اولاد
په درنه کورنۍ کي راځي: عبدالمجید اخونزاده د علامه حبیب الله کندهاری دوهم زوی وو، مولوی عبدالرحیم اخونزاده د علامه حبو اخونزاده زوی وو. (درنه کورنۍ ۳۸ او ۴۰ مخونه).
همدارنګه د کندهار مجلې د (۱۳۹۴ه،ش) کال په څلرمه ګڼه کي د استاد محمد معصوم هوتک صاحب په مقاله کي راځي: زما د معلومات له مخي د علامه حبو اخونزاده په زامنو کي د عبدالولي او عبدالمجید نومونه سته.... (کندهار مجله د ۱۳۹۴ش کال څلرمه ګڼه د استاد محمد معصوم هوتک مقاله ۲۰مخ)
 د کندهار په مشاهیر کي راځي: د حبو اخندزاده د پاته کسانو څخه یو زوي ئې مولوی عبدالرحیم دئ، چي د امیر شېر علی خان د زوی سردار عبدالله جان استاد وو (۲۲۵مخ)
د (Under the Absolute Amir ) کتاب ژباړه چي استاد محمد معصوم هوتک کړې ده، د کتاب د یوولسم مخ د امیر د انتقام په باره کي مؤلف یعني فرانک ارټین له خولې وايي چي (امیر یو وخت ما ته د کندهار د یو ملا کیسه وکړه چي پر ده ئې د (کافر) حکم کړی و،  او خلګ يې د ده پر ضد پاڅون ته پارول، کله چي نوموړی بغاوت خاموش کړه سو امیر ته وویل سوه، چي دغه سړي مسجد ته پناه وړې ده. امیر وروسته خپله توره واخیسته مسجد ته ورغی او سړی ئې ځای پر ځای وواژه.) ښآغلی هوتک دلته په لمن لیک کي دا شخص شهید مولوي عبدالرحیم اخوندزاده کاکړ بولي، چي د علامه حبیب الله کندهاری زوی.(محتاط څېړونکي ۱۴۳مخ)
د کندهار مشهوره کورنۍ حبیبي محقق کندهاري ته منسوبه ده. چي خورا ممتاز او غوره شخصیتونه پکښي تېر سوی دي. لکه، مولوي عبدالرووف خاکي، مولوي عبدالواسع، مولوی عبدالخالق واسعي، محقق علامه عبدالحی حبیبی او داسي نور.

 

شعر
محقق کندهاري په پښتو، پاړسي، او عربي کي شعرونه ویلي دي. د پښتو د شعر نمونه ئې په لاندي ډول ده:


پس له حمده له صلواته           واوره ته نېکو صفاته
وایي تا ته دا فقــــــیر            چي دئ سراپا تقصیر
مقصر او روسیـــاه دئ       که ئې نوم حبیب الله دئ
چي زموږ شېخ د طریقت دئ     راهنما د حقیقت دئ
مقتدا د عام و خاص دئ       د محیط بحر غواص دئ
د احسان د درج ګوهر دئ    د عرفان برج اختر دئ
(د منهاج العابدین څخه، درنه کورنۍ ۳۶مخ)

د عربي شعر نمونه ئې:


زریا سکان ارض هرات        بلغ سلامی مجمع الحضرات
قل داعیا مستدعیا لدعائم        سقیا لکم من فضله مطرات
فانزل بقرب فنا (زیارتګاه ها)  و استنزله البرکات باالزورات
وبباب شیخ الطاق رد مستعبرا    ثم احک عنی مسکب العبرات
و اقصد حریم جناب (ګازرګاه ها)    والزم بشوق محجر الحجرات
 

(د کندهار مشاهیر ۲۱۸ـ۲۱۷مخونه


www.taleemulislam.net

 

سرته