تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام(۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 28, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري
ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

(۳)

 

اکاونټ یا حساب جوړول


په فېسبوک کي داکاونټ جوړولو په وخت کي دلاندي خبرو خیال ساتل په کار دي.


۱: د خپل ځان په هکله صحيح معلومات ليکل، د هر ډول غلط بیانۍ او درواغو څخه ځان ساتل. 


۲: په خپل اصلي او حقيقي نوم اکاؤنټ جوړکئ؛ تر څو ستاسو په پېژند ګلوۍ کي یو څوک خطا نه وزي هلکان د انجونو په نامه او انجوني د هلکانو په نامه اکاؤنټ جوړول دوکه ده.


۳: دبېځایه لقبونو او فخریه الفاظو لکه شهزاده يا باچا یا ملیکه او داسي نورو په څیر نومونو باندي اکاؤنټ جوړول صحيح کار نه دی. یو مسلمان باید تل متواضع او عاجزه رویه راخپله کي.


۴: د یو مشهور شخصیت په نامه د هغه داجازې پرته ای ډي ایمېل ادرس جوړول او استعمالول هم مناسب کار نه دی ځيني وخت دا ډېر تاواني وي .


۵: په څو نومونو جعلي اکاؤنټونه او ايمېل ادرسونه جوړول او بیا هغه د یو غلط هدف لپاره استعمال صحيح کار نه دئ.

 

ملګريتوب


کله چي تاسو ای ډي(ID) جوړه کئ نو ده پروفایل د معلوماتوپه رڼا کي فېسبوک تاسو ته مشوره درکوي تاسو دا خلګ ملګري کولای سئ.

 
ملګري د فېسبوک په اصطلاح کي هغه خلګو ته ویل کيږي، چي تاسو ئې د خپل ملګري توب لپاره غوره کوي یا د هغوی سره په ليکنيز، ږغيز یا ویډیويي ډول خپل خیالات یا معلومات تبادله کولای سی، چي په دې ډول هغوی ستاسو او تاسو د هغوی په فعالیتونو سره خبريدای سئ نو تاسو هغوی ته بلنه ورلېږی او هغوی بیا اختیار لري، چي د خپلي ملګرتیا لپاره تاسو غوره کوي او که مو بلنه ردوي.


دا خبره په یاد ولرئ! کوم وخت، چي تاسو یو څوک ملګری کوئ نو تاسو د هغه په ټولنيزه دايره کي داخلېږي او د هغه د فعالیتونو څخه متأثر کېدای سی.


نو یو چاته د بلني استولو یا قبلولو په وخت کي د لاندي خبرو خیال ساتل ضروري دي:


۱:که چيري تاسو نارینه یاست نو فقط نارينوو ته او که چيري ښځينه یاست نو فقط د ښځو ملګريتوب کول په کار دی. پردي نارینه او پردۍ ښځو ترمنځ اړيکي په ديني او دنیاوي اعتبار ډېر د سختو تاوانو سبب جوړيږي. نیتونه چي هر څومره پاک وي په طبعي ډول نر او ښځه یو بل ته جذب لري. نو په کار ده که څه هم خبري اتري وي، تاوان لري کوم خلګ چي ددې تجربه لري هغوی ددې خبري په رښتنولي په ښه توګه پوهيږي.


په داسي څومره کيسو موږ خبریو چي تر واده وروسته د خاوند او میرمني ترمنځ فقط پردې بنسټ اختلافات راغلي دي، چي تر واده مخکي دواړو دپردیو ښځو یا نارینوو سره اړيکي درلودلې.


همدا راز هره ورځ درسنیو سر ټکي همدا وي چي ساده انجوني یي د یارانې په جال کي راګيرکړي او بیا یې عزت ورلوټ کړی او ډېرکله خو يې پسي وژلي هم وي د ملګرو د غوره کولو په وخت تاسو استعمالونکي (user) یا د پوسټونو هغه ځای کي چي ته يې پکښي شريکوې او پرپروفایل يې هم کتل په کار دي که چيري پروفایل شخصي وي نو کتل ئې هيڅ ستونزه نه لري د ملګرو ليست ئې هم وګورئ.


ددې ټولو اقداماتو په کولو سره تاسو په ښه توګه معلومولای سئ چي د استعمالوونکي عقيده او مفکوره څه شی ده؟ د کومو عقایدو څښتن دئ ؟ کوم شیان شریکوي؟ ملګري يې څه ډول خلګ دي؟


د ملګریتوب په وخت کي احتیاط کول تاسو د وروسته نا خوښه خبرو څخه ساتلی سي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته