د عیسویت دین په قرانکریم سره منسوخ دي
لیکنه:عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا چې نن زموږ په افغاني ټولنه کې د عیسویت لپاره په پښتو او دری ژبه دعوت روان دي او هڅه کول کیږي چې خلګ دغه منسوخ شوي دین ته دعوت کړي، نو دا چې دوی خلګ دغه دین ته دعوت کوي نو موږ به دا خبره درته په اثبات ورسوو.چې دا دین منسوخ دي خو مخکې له دې څخه چې موږ په دې باندي دلایل وړاندی کړو ، نو ضرور داده چې لومړی دا خبره وکړو چې آیا خپله په عیسویت دین کې نسخه موجود ده یا دوی د یو کتاب نسخه کیدل مني او کنه ؟ نو د دې خبرې د ښه اثبات لپاره دا خبره کافي ده کومه چې پولس یي کوې چې الله جل جلاله تورات په انجیل سره منسوخ کړي لامل یي دا وو چې د تورات په احکام کې ضعف موجود وو، ( فلو کان العهد السابق بلا عیب لما ظهرت الحاجة الي عهد آخر يحل محله)رسالة العبرانين
دا خبره د هغه پولس ده چې دوي یي تر حوارینو هم مرتبه پورته بولې.پولس په دغه قول سره داسې یو څه ویلې دی چې هغه د یوه مؤمن لپاره مناسبه نه ده چې داسی خبر وکړې چې هغه د الله جل جلاله په کلام کې عیب راتلل دي،چې د نسخې مفهوم دې دوی په اند همدا دی لیکن د مسلمانانو په عقیده سره نسخه چې د الله جل جلاله په کلام کې راځې دا خپله د الله جل جلاله په کمال حکمت باندي دلالت کوي داسی نه ده چې د الله جل جلاله په کلام کې عیب یا ضعف پیدا کیږي ،بلکی په دې معنی چي یو حکم د یوې زمانې د خلګو لپاره مناسب وي لیکن هغه حکم د بلې زمانې د خلګو لپاره مناسب نه وي نو الله جل جلاله د هغه حکم مقابل بل حکم ورته کوي چې په دې کې د الله جل جلاله ډیر بهترین حکمت د خلګو لپاره دي. همدارنګه دوی په خپلو بایبلونو کې ځیني خبري عیسي علیه السلام ته منسوب کړي دي چې وايي ( ان السماء والارض تزولان ولکن کلامي لا یزول ابداً ) انجیل متي ۲۹ - ۳۵ - ۲۴
ژباړه: آسمان او مځکه به له منځه لاړ شي لیکن زما کلام به د همیش لپاره له منځه نه ځې .
او دا خبره د انجیل دو ښه غټو شرحه کوونکو قسیس بیرس مراده او دین استاین هوب هم کړي ده چې آسمانونه او مځکې به له منځه لاړ شي لیکن د مسیح کلام به له منځه نه ځې او د همیش لپاره به پاتي وي.
او همدارنګه دوی دا خبره هم په انجیل متي کې کړي ده چې د موسي علیه السلام شریعت بلکل د عیسي علیه السلام شریعت دي عیسي علیه السلام کوم نوی شریعت نه دې راوړي بلکې عیسي علیه السلام د مخکني شریعت ساتونکې او صحیح کوونکې په توګه راغلي دي کوم خرافات چې یهودو د موسي علیه السلام په شریعت کې پیدا کړی وو ، نو د هغوي د ختمولو لپاره عیسي علیه السلام راغلي دي. ( لا تظنوا اني جئت لانقض الناموس او الانبیاء ما جئت لانقض بل لأکمل) متي ۵: ۱۷
ښه نو کله چې دوی یوه طرف ته دا خبره کوي چې عیسي علیه السلام د موسي علیه السلام د دین ساتونکې دی بل طرف ته په تورات کې د خنزیر او د سوې غوښه حرامه وه ، خو بل طرف ته پولس د خپل خواهش مطابق دا ټول شیان منسوخ وګرځول ، ځکه د دوي په رساله الروميه کې راغلي دي چې پولس دا خبره کوي چې زه یو عالم یم او د یسع په رب یقین لرم او رب کوم شي نجس نه دې ګرځولې. بلکي هغه شي نجس دي چې د انسان د خواهش مطابق حرام وي، نو د هغه کس لپاره هغه شي حرام یا نجس ګرځي. رساله الرومیة ۱۴: ۱۴
او همداسي یو طرف ته د عیسي علیه السلام .
په دین کې د سنت یا ختنه کولو حکم وو. د عیسي علیه السلام هغه دین چې په اړه موږ مخکې دا خبره درته لیکلي وه چې دوی وایي ( آسمان او مځکې به له منځه لاړ شې لیکن زما کلام به له منځه لاړ نه شي. ) خو بل طرف ته همدغه دین چې له منځه تلل یی دوی ناممکن بلل پولس را ولاړ شو او کله چې خلګو د ختنه یا سنت کولو څخه نفرت کوي زړه یي نه ورته ښه کوی نو ده د خلګو زړو ته د لاس سري په وجه دا حکم له منځه یوړئ ،
او دې ته ورته یي ډیر داسي شیان د عیسوی دین څخه منسوخ کړل په ټول میسحې دین کې یواځې څلور شیان پاتي شول چې کول یي حرام وو. نور يي ټول منسوخ وګرځول. نو اوس تاسو سوچ وکړي چې یوار یي دا دعوه وکړه چې موږ کوم نوی شریعت نه دې راوړي بلکې د موسي علیه السلام د دین حافظت کوونکی یو ، خو بیا یي ډیر شیان منسوخ وګرځول ، او بل یي دا دعوه وکړه چې زموږ شریعت هیڅکله له منځه نه ځي خو بل طرف ته پولس راولاړ شو، او د سنت کولو حکم یي له منځه یوړي.
هغه پولس چې د عیسي علیه السلام په ژوند کې یي ایمان نه ورباندي راوړي خو کله چې عیسي علیه السلام بیا د دوی په منځ کې نشته دي بیا پولس دعوه کوي چې ده ته عیسي علیه السلام وحي کوي او ځان تر حوارینو پورته معرفي کوي او د عیسویت د دین بنسټ د خپل خواهش مطابق اږدي خو د پولس په اړه موږ نور دومره بحث نه کوو. چې څومره په خپله دعوه کې رښتینی یا دروغجن دي خو که څوک یي په اړه معلومات غواړي چې دې په خپله دعوه کې رښتیني دي کنه د جبیر صاحب کتاب ( عیسویت په افغانستان کي ) د وګورئ
خو زموږ اثبات دلته د دې خبري په اړه دي چې آیا عیسویت یو منسوخ دین دي او کنه ؟
نو موږ د دوی د دغه افعالو څخه دا اثبات ترلاسه کړي چې دوی کومه ادعا لري چي عیسویت دین منسوخ نه دی باید په هغه باندی عمل وشي او خلک ورته دعوت کوي نو ښه چې تاسو کله د تورات ځیني احکام په انجیل سره منسوخ کړل او بیا مو د عیسي علیه السلام راوړي احکام د پولس او د هغه د ملګرو په خبرو منسوخ کړل نو آیا دا بیا نه ده روا چې تورات او انجیل دې په قرانکریم سره منسوخ شوي وي ؟ که چیرته یي منسوخ نه بولي نو هغه په کوم دلیل ؟
taleemulislam.net