تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې ارادې خلک دي دغه ۸ مشورې نه هېروي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2021
  0

بې ارادې خلک دي دغه ۸ مشورې نه هېروي!


ژباړه: نور احمد فضلي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


که تاسي هم د بې ارادې خلکو له ډلي څخه ياست دا لاندي ټکي مه هېروئ. دا ټکي کولای سي چي ستاسي زیاته لارښوونه وکړي. 
که دا چار چلند تاسي ته شناخته وي او حتا تجربه کړی مو دئ، د اندېښنې خبره نه ده، دا ځکه چي تاسي يوازي نه ياست چي له داسي حالته سره مخامخ ياست. خو دا په دې معنا هم نه دي چي بې اراده والی طبیعي او ذاتي ځانګړتیا ده بلکي هغه ستاسي خپل انتخاب دئ. تاسي پر ځان او خپلو وړتیاوو باور نه لرئ او ستاسي له پاره دا ډېره آسانه ده چي د کارونو سره د مخامخېدا په صورت کي وواياست” زه نه سم کولای! .


خو رښتيا دا دي، چي تاسي هر هغه کار چي ستاسي پر شاوخوا ئې نور خلک کولای سي، تاسې هم کولای سئ او کېدای سي تر هغو ئې ډېر ښه وکړئ. یوازي دومره دئ چي تاسي اراده وکړئ. تاسي هم کولای سئ چي سالم خوراکي عادتونه تر لاسه کړئ، منظم ورزشي تمرینونه وکړئ، د ساه نیوني تمرین وکړئ او خپلو اهدافو ته ورسېږئ. 


پر همدې آساس د آمریکا د ارواپوهني ټولني د تعریف له مخي” اراده “ د اوږدمهالو اهدافو حاصلولو له پاره د کوچنیو او لنډمهالو وسوسو په وړاندي د مقاومت او عزم څخه عبارت ده. د يوه خوشحاله او بریالي ژوند له پاره تاسي ارادې ته اړتیا لرئ او که فکر کوئ چي په دې زمینه کي ډېر پياوړي نه ياست، دا لاندي څو لارښووني کېدای سي درسره مرسته وکړي. 


يو: مثبت فکر وکړئ


مثبت فکر کولای سي چي ستاسي ژوند ته بهبود او ښه والی ورکړي، يوه تاریکه او کهاله ورځ مو روښانه او نوراني کړي، ښه حس او لید رامنځ ته کړي او بالاخره به تاسي اغېزناکي او رغوونکي اړیکي جوړي کړئ او يوه بریالی او سالم کس به و اوسېږئ. مثبت فکر کوونکي کسان د خپلو اهدافو په لاس راوړلو له پاره خورا پياوړې اراده لري، نو که بې ارادې کس ياست کار د مثبت لید له روزني او پرورښت څخه را شروع کړئ. 


دا زده کړئ چي څنګه د سختو ورځو سره د مخامخېدا په صورت کي و مُسېږئ او د وسوسو په وړاندي مقاومت وکړئ چي ژوند مو د زغم وړ او خوشحال تره اوسي. 


دوه:  سالم خوراک وکړئ.


 که لازمه وي، هره پلا درته وایو چي سالم خوراکونه وکړئ. سالمه غذا د يوه سالم جسم او روح کیلي ده او په پایله کي به ستاسي د انرژۍ، ارادې او بالاخره د ژوند سطحه لوړه سي. د ورځي په پیل کي مناسبه سهارنۍ خوړل ستاسي سره مرسته کوي چي د ورځینو فعالیتونو له پاره لازمه انرژي واخلئ، د چاغېدو څخه ځان وساتئ او د ټولو هغو مشکلاتو په وړاندي چي د ورځي تر پایه ورسره مخامخېږئ په آسانۍ او عقلانیت سره چار چلند وکړئ. 


په زړه پوري ټکی خو دا دئ چي کله د سالمو خوراکي عادتونو په واسطه ستاسي اندام متناسب سول، پر ځان باور مو زیاتېږي او په ټولنه او کارځای کي مو حضور مهم کېږي او بريالي به یاست. همدارنګه تاسي په ورځ کي درې وخته مناسبي ډوډۍ، او د ورځي تر پایه کافی اوبو ته هم اړتیا لرئ چي په دې سره مو د بدن اړتیاوي پوره کېږي. 


درې: فعال اوسئ.


د يوه سالم جسم لرلو له پاره د سالمو خوراکونو پر رعایتولو او مثبت ذهن لرلو سربېره باید فعالیت هم وکړئ. تلوېزیون او یا لیپ ټاپ ته په ساعتونو د کښېنستلو پخواني عادتونه مو پرېږدئ. همدارنګه دې ته هم اړتیا نسته چي د جسمي فعالیتونو د عملي کولو له پاره ځانونه تر ورزشي کلبونو پوري مقید کړئ او یا ځانو ته خاص اصول او قوانین کېښږدئ، څو دقیقه يي پلی تګ، د کور یا خوني سره مرتبول، د کوشنیانو سره لوبي او... کولای سي چي خورا اغېز بخښوونکي وي. 


څلور: د حسادت او دښمنۍ له شره ځانونه خلاص کړئ.


کوم کسان چي پر ځانو باندي کافی اراده نه لري د نورو سره د حسادت او دښمنۍ میل لري. دا په داسي حال کي، چي حسادت د ډېرو بریالیو کسانو ژوندونه هم تباه کولای سي او تاسي د ژوند له معمولو خوښیو محرومولای سي او هم د روحي او رواني امراضو لکه اضطراب، خپګان، او نورو جسمي مریضیو د پیلامې سبب کېږي. 


که د کینې، عقدې او دښمنۍ له بنده خلاص سئ او حواس مو یوازي پر خپل ژوندون باندي متمرکز کړئ کرار کرار به مو اراده او پر نفس باندي باور پیاوړی سي. 


پنځه: له نورو سره ځانونه مه پرتله کوئ.


دا چي ستاسي دوستان یا د شاوخوا کسان د یوه مشخص کار د کولو له پاره خورا زیاته اراده لري په دې معنا نه دي چي تر تاسو بهتر او پیاوړي دي. باور ولرئ چي کېدای سي ستاسي وړتیا او اراده حتا تر هغو ډېره زیاته وي او یوازي تاسي وخت او مسیر ته اړتیا لرئ چي وړتیا مو معلومه سي. 


د بریالیو کسانو د یو شمېر عاداتو خپلول کولای سي چي ستاسي له پاره خورا اغېزناک تمام سي، خو مې هېروئ چي دا په دې معنا نه دي چي خپل شخصي ژوند دي مختل کړئ او له نورو څخه په پټو سترګو تقلید شروع کړئ. خپله اوسئ او تر دې مهم د ځانو سره مینه ولرئ او پر ځان وویاړئ.


شپږ: سټریس او فشار مو کم کړئ.


داسي څوک به نه وي، چي د انسان د روغتیا له پاره له سټریسه پېښېدونکي یا رامنځ ته کېدونکي اثرات دي ونه پېژني. په نننۍ نړۍ کي تقریبن ټول انسانان سټریس او فشار لري؛ څوک په کورنۍ کي ستونزي لري، څوک په کاري محیط کي ستونزي لري، څوک د خپلي ټولني وروسته پاته کېدو ته حیران دريان دي، څوک بیا د خپلو خلکو له بې روزګارتيا ځورېږي او... خلاصه دا، چي هر يو حتمن ستونزي لري، فشار لري او سټریس تجربه کوي چي دا پر خپل ځای یوې بلي کوچنۍ لیکني ته اړتیا لري چي عنوان بې وي: تشویش مه کوه. خو زموږ له پاره تر هرڅه دمخه مهمه دا ده، چي د خپل سټریس سطحه را ټيټه کړو. 


پر همدې آساس که همېشه ځانونه تر سټریس او فشار لاندي احساسوئ او سټریس او فشار مو ژوند ډېر در تریخ کړی او د خطر سره مخامخ کړی دئ، باید د سټریس سره د مقابلې روشونه زده کړئ. مثلاً د سټریس په قابو کولو کي د يوه ډېر ساده او آسانه روش په توګه پلی تګ، ژوره ساه اخيستل او شنو او زرغونو منظرو کي ګرځېدل د سټریس د سطحي په کنټرولولو او کمولو کي خورا اغېزناک دي. 


اووه: الهام بخښوونکي کتابونه مطالعه کړئ.


زه فکر کوم چي د کتاب لوستل خورا یو په زړه پوري او پیاوړی روش دئ چي زموږ سره مرسته کوي ترڅو بهتره احساس ولرو، د غوره ژوند کولو تکنیکونه زده کړو، خپلو ستونزو ته مناسبي د حللاري پیداکړو او په پای کي د يوه الهام بخښوونکي کتاب څو پاڼي ویل کولای سي زموږ د ارادې او ژوند سطحي په بهبود او ښه والي کي خورا اغېزناک تمام سي. 


خو دا يوه خبره بيا هم کوم، چي سره له دې چي ځینو کسانو د مطالعې سره په هر ډول موقعیتونو کي ځانونه عیار کړي وي، خو زه وایم چي پر انټرنیټ باندي د کتابونو له مطالعې څخه ځانونه لېري کړئ او په کور کي د کتاب لوستلو حوصله نه لرئ، ولاړ سئ د کتابتون په يوې ګوښې کي کښېنئ څو د غالمغال او شورماشور څخه لېري د خپلي خوښي وړ کتابونه مطالعه کړئ – دا کولای سي ستاسي سره دا مرسته وکړي چي د خپلي خوښي وړ کتابونو د لا ډېري مطالعې سره شوق او علاقه ډېره کړئ. 


اته: زړه مو له مِهر و محبته ډک کړئ.


هرکله چي د عشق و محبت په اړه ږغېږو، هدف مو د يوې عاشقانه اړیکي او د يوه عشقي ملګري درلودل نه دي، بلکي د ژوند له مختلفو اړخونو سره مینه لرل دي. چمتو کړئ يو لیست د هغو کسانو، کارونو، ځایونو، خوراکونو او نورو هغو څیزونو چي ستاسي خوښېږي. کېدای سي د ورځي تر پایه به له دې علایقو تېرېږئ را تېرېږئ خو توجه ورته نه کوئ او هغوی صرفنظر کوئ. د ژوندانه د هري یوې برخي او عرصې سره مینه لرل تاسي ته انګېزه او ژوندون ته د ادامې او تلاښ له پاره بهانه درکوي.

 
تاسي ټول کولای سئ چي ستر کارونه وکړئ او پیاوړې اراده ولرئ، بس یوازي وغواړئ او په سهي لاره کي ګام کښېږدئ. 


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ ګڼه)


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته