ځنګه کولای شو چی ښه مطالعه کونکی اوسو؟
ژباړونکی: عبدالقدیر
ډیر کسان مطالعه د دماغ د ارامئ او یا هم د ذهن د پیاوړتیا لپاره خپلوي، که تاسو هم غواړی چي د خوندورو معلوماتو تر لاسه کولو او يا هم د لوست د پياوړي کيدلو لپاره مطالعه وکي نو لاندي يو څو مرحلې کيداشي چي ستاسو سره مرسته وکړي.
مرحلې:
تر ټولو نه لمړي تاسو د يو کتابتون د غړي ټوب کارت واخلي ، او ځان لوستلو ته اماده کړی ، کتابتونونه د دې سره سره چي هر ډول کتابونه پکښي تر لاسه کيدا شي د مطالعې چاپیریال هم لري .
ارام او مستریح ځای د مطالعی لپاره پیدا کول: ځای باید داسي وي چي په کافي اندازه روښنایي او ارماتیا ولري او ځان ډاډه کړي چي څوک مو د مطالعې خنډ ونګرځي.
هغه موضوعات خوښ کړی چي تاسو ته په زړه پوري وي ، د کتاب د خوښولو په وخت کي نوم لړ او يا هم د کتاب يو څو پاڼي وګوری.
داسي يو کتاب خوښ کړی چي په اسانۍ سره یي لوستلای شی ، توري ، کاغذ او د کتاب د لیکني ډول د یو څو ورقو په کتلو وګوری ، که تاسو د لیکوال په لیکل شوو خبرو نشوای پوه نو د یاد کتاب د مطالعی نه به خوند وانخلی.
د کتاب کیسه مجسمه کړی ، د کیسې یا هم د کتاب پر تورو فکر وکړی او هځه وکړه چی په خپل زهن کي ځای ورکړی ، تورو یا هم کیسې ته په خپل ذهن کي ځای ورکول به نه یوازي کتاب درته په زړه پوري کړي بلکه د يادي کیسې یا معلوماتو په یاد ساتلو کي به هم مرستندویه وي .
خپل د مطالعې کتاب هر ځای د ځان سره وړی. کتابتون ته کتاب پر خپل وخت بیرته ورسپاری تر څو بل کتاب تر لاسه کړی.
یادونه: که د کوم تورې په معنا نه پوهیږی د کتاب حاشیه او یا هم د جملې د لاري هڅه وکړی چي معنا یې لاس ته رواړی او یا هم د ډکیښنري ځخه کټه واخلی .
که تاسو د ورځي ډیر وخت نلری نو یو ساعت یا هم ۴۵ دقیقې مطالعه کافي ده .
د ماشومانو کتابونه ویل مه هیروی کله کله د ماشومانو کیسې ډیري په زړه پوري وي.
کتابتون د کتاب تر لاسه کول یواځنی ځای نه دی ، نږدې ملګري ، د کتابونو پلورنځی او یا هم تم ځایونه کیدای شي چي د یو نوي کتاب تر لاسه کولو ښه ځای وي .
د وړکو ماشومانو سره والدین کولای شي چي د کتاب په ویلو د دوی مرسته په مطالعه کي وکړي .
ستاسو او ستاسو د ملګرو کتابونه کیدای شي چي یوځای شي او یو په زړه پوري کتابتون ځني جوړی شي.
ماخذ: د مطالعه د فن د مقالې څخه