د فِراض فتحه کېدل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دلته نو د اسلام دښمنان ټول سره يو ځاى سوه، فارسيان، روميان او نصارا عرب ټول د مسلمانانو پر ضِد و درېدل، دغو ټولو کفارو خپلي عسکري قواوي د فِراض په منطقه کي سره يو ځاى کړې، فِراض هغه منطقه ده چي د عراق، شام، او جزيرة العرب مشترک سرحد دى، پر هغه منطقه چي د دغو درو ملکو سرحدونه سره يو ځاى کيږي درې قسمه لښکري د مسلمانانو د جنګ دپاره سره يو ځاى سوې،
چي فارسيان، روميان او نصارا عرب وه، چي دا نو د هجرت دوولسم کال دى او د روژې مياشت ده، ګرمي هم ډيره زياته ده، د مسلمانانو روژه وه خو خالد(رض) مسلمانان امر کړه چي روژه وخورى او بيا يې قضاء راوړى، مسلمانانو روژه وخوړل او د فِراض پر طرف ور رهي سوه، هلته مختلفي لښکري د مقابلې دپاره سره مخامخ سوې او ډير شديد جنګ شروع سو، دغه جنګ څو ورځي دوام درلودی، خو په آخر کي مسلمانانو د کفارو و ټولو لښکرو ته ماته او شکست ورکړى، چي تر شديدو جنګو وروسته فارسيان، روميان او نصارا عرب ټول وتښتېده، فِراض هم فتحه سو او د مسلمانانو تر تسلط لاندي سو، خالد(رض) په فِراض کي لس ورځي پاته سو.
اوس نو په عراق کي بېله د فارسيانو د ښارو څخه بل ځاى نه دى پاته چي نه وي فتحه سوى ځکه د عربو ټولي منطقې فتحه سوې.
خالد(رض) امر وکى چي لښکر دي بيرته و حيره ته ولاړ سي، په دغه وخت کي خالد(رض) د څه مودې دپاره د صحنې څخه غایب سو او مُثنْی بن الحارثه الشيباني (رض) یې امر کړی چي زما په غیاب کي د لښکر قومنداني ته کوه، اوس نو په دغه موده کي د مسلمانانو د لښکر عمومي قومندان مُثنْی الشيباني(رض) دی.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net