د فارسیانو د پایتخت د مدائن فتحه کېدل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مسلمانان د مدائن و حدودو ته و رسېده، مدائن داسي يو ښار دى چي شرقي طرف ته يې هم واله ده او غربي طرف ته يې هم واله ده، د ښار په منځ کي هم واله تېره سوې ده چي د ښار شرق او غرب سره جلا کوي، اوس مسلمانان د غرب له طرفه ور رهي دي او د کسرْی قصر د ښار په شرقي طرف کي واقع دى چي بيتُ الأبيض(سپینه ماڼۍ) او ايوانِ کسرْی ورته ويل کېده.
مسلمانان چي د مدائن د ښار و اطرافو ته ورسېدل، د هغه ځاى څخه يې بيت الأبيض وليدى (د ليري معلوميږي) ضِرار بن الأزوَر (رضي الله عنه) ناري کړه: الله اکبر دا د کسرْی سپين کور دى، دا هغه ځاى دى چي الله(جل جلاله) يې د فتحي وعده کړې وه، او رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په خپل قول کي صادق دى.
مسلمانانو د ده سره يو ځاى تکبيرونه ويل، د ضِرار(رضي الله عنه) په دغه خبره کي و هغه حديث شريف ته اشاره وه چي امام مسلم يې د جابر(رضي الله عنه) څخه روايتوي چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: د مسلمانانو يوه کوچنۍ ډله به بيت الأبيض د کسرْی کور فتحه کوي، نو د هغې وعدې وخت اوس را و رسېدى او مسلمانان ډير خوشاله وه چي دغه فتحه د دوى په لاسو سره کيږي او نبوي وعده به پاى ته رسيږي.
د مدائن محاصره د هجرت په پنځلسم کال د ذوالحجې په مياشت کي شروع سوه، سعد(رضي الله عنه) د مدائن پر شا و خوا کلو یا قریو ته لښکري و لېږلې او هغه کلي بېله جنګه تسليمېده، دغه اطرافي خلکو به ويل: زموږ سره د جنګي خلکو معامله مه کوى ځکه زموږ هم کسرْی نه دى خوښ خو هغه موږ پر ځينو کارو مجبوره کولو.
سعد(رضي الله عنه) و حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه) ته حال و لېږى او د دغو خلکو په باره کي مشوره ځني غواړي چي دغه خلک خو تر اوسه د کسرْی سره وه او اوس وايي: د کسرْی څخه مو ښه نه راځي خو موږ مجبوره ؤ د ده اطاعت مو کاوه، اوس د دغو خلکو سره څه وکم؟
حضرت عُمر(رضي الله عنه) د اصحاب کرامو مشران سره يو ځاى کړه او د هغو سره مشوره کوي او ويل: دغه خلک جنګي مشر او قومندان نه لري او جنګ هم نه کوي، آيا د جنګي عسکرو معامله ور سره وسي؟ او که د صلحي غوښتونکو خلکو معامله ور سره وکو؟ د اصحاب کرامو مشوره دا سوه چي د اهل ذمه معامله دي ور سره وسي، يعني: جزيه دي ځني اخستل کيږي او دوی دي پرې ښوول سي.
نو حضرت عُمر(رضي الله عنه) هم و سعد(رضي الله عنه) ته و ليکل چي د اهل ذمه معامله ور سره وکه، د دوی ټول مالونه دوی ته ور پرېږده فقط جزيه ځني واخله، دغه خبر چي مسلمانان فقط جزيه اخلي او نور په موږ کار نه لري شا و خوا په ټوله منطقه کي نشر سو او د هره ځايه څخه خلک را رهي دي جنګ نه غواړي فقط جزيه تحويلوي، نو د مدائن شا و خوا منطقې ټوله فتحه سوې، مسلمانانو ته بېله جنګه تسليم او تابع سوې بېله مدائنه څخه، فقط دغه يو د مدائن ښار پاته دى، يزدجرد وليده چي د اطرافو او شا و خوا خلک ټول د ده څخه واوښته او د ده کومک نه کوي، نو يې د مدائن غربي طرف پرېښاوه، ټول خلک او لښکر تر ولې واوښته د مدائن شرقي طرف ته نقل سوه، د ښار څخه يې ټوله کښتۍ ټولي کړې حتّْی يوه کوچنۍ کښتۍ يې لا د ښار په غربي طرف کي نه پرېښوول، ټوله کښتۍ يې شرقي طرف ته ور سره يو وړې، دا کار يې د دې دپاره وکى چي مسلمانان د اوښتلو دپاره هيڅ وسيله او اسباب و نه لري، يزدجرد په مدائن شرقي کي خپل قصر ته ولاړى او د ولې پر شرقي طرف يې ډيري قوي قواوي د دې دپاره و درولې که فرضاً مسلمانانو د اوښتلو دپاره يوه لار جوړول دغه قوه به يې منعه کوي، مسلمانان د مدائن غربي طرف ته ور داخل سوه په ښار کي هيڅوک نسته، ټول ښار خالي دى د ښار ټول خلک شرقي طرف ته تللي دي، په ښار کي موجود شيان مسلمانانو په غنيمت واخسته، مسلمانان غواړي چي د ښار شرقي طرف ته ولاړ سي، خو د دوى سره داسي شئ نسته چي د هغه په واسطه تر دغي ولې ور واوړي، نه کښتۍ سته نه نور اسباب او واله دومره لویه واله ده چي مسلمانان نه سي تر اوښتلاى، اوس نو مسلمانان په داسي ځاى پسي ګرځي چي هلته اوبه نسبتاً لږ وي او دوى تر هغه ځاى ور واوړي.
د هغه اطرافي خلکو څخه چي پر جزيه صلحه ور سره سوې وه يوه نفر ورته و ویل: هلته ليري په واله کي يو ځاى سته چي اوبه يې نسبت و دغه نوري ولې ته لږ دي (ګودر غوندي ځاى دى) که ستاسي آسان اوبازي کولاى سي نو په هغه منطقه کي ښايي هغه هم په ډير تکليف ور واوړى، سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) عاصم بن عَمرو(رضي الله عنه) امرکى چي ته په دغه باره کي معلومات وکه، عاصم(رضي الله عنه) د خپلي قبیلې بنو تميم څخه شپېته نفره ور سره ملګري کړه او دغه ګودر ته چي د مدائن څخه يو څه ليري ؤ ورغلى، واقعاً هلته داسي يو ځاى ؤ چي اوبه يې نسبتاً و نوري ولې ته لږ وې، انسان خو نه سي تر پوري وتلاى مګر آس په تکليف پکښي تېرېدلاى سي، عاصم(رضي الله عنه) ملګرو ته و ویل: څه واياست؟ هغو ويل: په ګډيږو،[کار د قربانۍ دى يا به تېريږي يا به غرقيږي] عاصم(رضي الله عنه) د مخه سو او شپېته نفره ملګري يې په پسې سوه، څو په ډير تکليف هغه بلي غاړي ته واوښتل، فارسيانو چي مسلمانان وليده وارخطا سوه چي دا خو دادي تر ولې هم را واوښته، نو يې د دغو شپېتو نفرو د جنګ دپاره لښکر را و لېږى، سعد(رضي الله عنه) چي د مسلمانانو د لښکر عمومي قومندان دى يو خو پر هغو شپېتو نفرو بيريږي چي د فارسيانو په جنګ کي ماته و نه خوري، او بل دئ غواړي چي د نور لښکر د اړولو دپاره يوه لار پيدا کړي چي لښکر پسي ور واړوي، او هغه شپېته نفره نه پُل جوړولاى سي او نه جنګ کولاى سي، سعد(رضي الله عنه) امر وکى: چي فوراً دي ټول لښکر د هغه ګودر و طرف ته حرکت وکي، لښکر ګودر ته راغلى، سعد(رضي الله عنه) د ګودر سره و درېدى نه پوهيږي چي څه وکي؟ که پوره لښکر و اوبو ته ور واچوي د غرقېدو خطر ور سره دى او له بله طرفه دغه موقع بيا هر وخت په لاس نه ورځي، ځکه اوس هلته د رود پر هغه بله غاړه د ساتني دپاره نفر لري، که دوى ور اوړي فارسيان حمله نه سي پر کولاى، او که دوى پسي ور وا نه وړي د هغو شپېتو نفرو د هلاکېدلو خطر سته، ښايي هغه ټول و وژل سي او دغه په لاس راغلې موقع هم د لاسه ووزي، نو د هغه ور سره ملګرو سره يې مشوره وکړه، هغو هم د تېرېدلو مشوره ورکړه، اوس نو هغه پهلوانان او جنګي قهرمانان چي ښه اصيل آسان ور سره دي ممکن تېر سي، مګر هغه کسان چي آس نه لري يا بېکاره آسان ور سره دي هغه څنګه واوړي؟ خبره مضطربه او تشويشي ده، مګر د ټولو موجودو اصحاب کرامو نظر دا ؤ چي بايد ور واوړو، نو د قومندان له طرفه د اوښتلو امر وسو.
اوس پوره کامل لښکر تر دغه رود يا لوى ولې په اوبازي اوړي، دا د مسلمانانو جرئت او د جهاد شوق ؤ، موږ په کښتيو او اوګوټو کي بېريږو، په طياره او موټرکي بېريږو، مګر د هغو مسلمانانو ټول لښکر، آسان، خوراکي مواد او اسلحه، ټول ور سره دي او بايد واوړي، خلک اوبو ته ور ولوېده او اوبازي کوي، دلته نو سعد(رضي الله عنه) په دعاء شروع وکړه او وايي:
{ حَسبُنا اللهُ وَ نِعْمَ الوَکِيل، وَاللهِ لَيَنْصُرَنَّ اللهَ وَلِيَّهُ وَلَيُظْهِرَنَّ دِينَهُ، وَلَيَهْزِمَنَّ عَدُوَّهُ، اِنْ لَمْ يَکُنْ فِي الجَيشِ بَغيٌ اَو ذُنُوبٌ تَغلِبُ الحَسَنات}.
يعني: زموږ دپاره الله کافي دى او هغه الله ښه وکيل دى، په والله الله(جل جلاله) د خپل دوست نصرت کوي، او خپل دين غالبه کوي، او خپل دښمن ته ماته او شکست ورکوي، په دې شرط چي په اسلامي لښکر کي ظلم او سر کښي نه وي، يا دومره ګنهونه نه وي چي پر ښو عملو ډير او غالبه وي.
نو تاسي ته دي هم دا معلومه وي: هر اسلامي لښکر چي پر سمه لار رهي وي، سرکښي، ظلم او ګنهونه پکښي نه وي هغه لښکر خامخا غالبه کيږي.
سعد(رضي الله عنه) امر وکى چي هر دوه نفره به سره ملګري وي که يوه ته يو څه ور پېښ سوه هغه بل به يې کومک کوي، سلمان فارسي(رضي الله عنه) د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) ملګرى ؤ يعني د هغه سره يو ځاى اوښتى، سلمان فارسي(رضي الله عنه) د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) پر مخ بېره او وار خطايي حس کړه، او هغه بېره يې هم په دې سبب وه چي د مسلمانانو څخه يو څوک غرق نه سي، نو سلمان(رضي الله عنه) و سعد(رضي الله عنه) ته و ویل: دغه نوي دين، دینِ اسلام ته دريابونه داسي ذليل او تابع سوه لکه وچه مځکه او دښتونه چي ورته تابع سوه، مګر قسم مي دي په هغه ذات وي چي د سلمان نفس د هغه په اختيار کي دى، د دغه درياب څخه به دغسي ډلي وزي لکه دغه اوس چي ور داخليږي، هيڅوک به نه ځني هلاکيږي.
تاسي پوهېږی چي دا د سلمان فارسي(رضي الله عنه) دعاء وه سلمان فارسي(رضي الله عنه) داسي دعاء کوي لکه الله(جل جلاله) ته چي قسم ورکوي چي زموږ مسلمانانو څخه به څوک نه غرقوې، واقعاً هم د ټول لښکر څخه نه څوک غرق سو او نه څوک ورک سو، ټول لښکر تر دغه لوى رود يا لويي ولې واوښتى، فقط يو نفر چي آس يې و ښوئېدى د خپله آسه څخه و لوېدى او اوبو کش کړى، قريبه وه چي غرق سي، مګر قعقاع(رضي الله عنه) و هغه نفر ته ور وګرځېدی په اوبازي ورغلى هغه يې د غرقېدلو څخه خلاص کړى، مقصد دا چي ټول لښکر صحي او سالم تر ولې واوښتى، او دغه ورځ يې د (يومُ الجراثيم) په نامه و بلل، جرثومه په عربي کي هغه ته ويل کيږي چي خاوره يا خټي سره يو ځاى سي، نو دغه د لښکر د اوښتلو په وخت کي، که به د مسلمانانو څخه يو نفر ستړى سو او د لوېدلو په حالت کي به سو، يا به يې آس غځارېدى، په دغه اوبو کي به د خاورو څخه يو وچ ځاى ورته پيدا سو، پر هغه ځاى به و درېدى چي هوسا به سو بيا به يې نوره لار پسي پوره کول، چي دا يو کرامت ؤ چي په دغه ورځ ښکاره سو.
کوم وخت چي يزدجرد ته دغه خبر و رسېدى چي مسلمانان تر نهر را واوښته، ويل: څنګه را واوښته؟ نه کښتۍ لري نه نور وسائل، څنګه را واوښته؟ ويل: په اوبازي را واوښته، ويل: څنګه پوره لښکر په اوبازي را اوړي؟!
تښتى تښتى، نو ټولو فارسيانو په تېښته مدائن او د فارس پايتخت پرېښاوه، په خپله يزدجرد چي زوى او کورنۍ يې ور سره وه د حَلَوان و ښارته و تښتېدى، چي دغه ښار د عراق د شرقي طرف په آخري حصو کي دى، د مسلمانانو د لښکر څخه اوله ټولۍ چي مدائن ته داخله سوه هغه د قعقاع(رضي الله عنه) ټولۍ وه، چي د (خَرَساء) ټولۍ ورته ويل کېده، دوهمه ټولۍ د عاصم بن عَمرو التميمي(رضي الله عنه) ټولۍ وه چي د (اَهوال) ټولۍ ورته ويل کېده، نوري ټولياني يو په بل پسي مدائن ته داخليږي، مدائن د فارسيانو پايتخت بېله جنګه فتحه سو، دا کرامت دى چي د فارس، هغه فارس چي د مځکي پر مخ اول لوى قدرت بلل کېدى پايتخت يې بېله جنګه فتحه کيږي، د الله(جل جلاله) فضل او احسان ته وګورى چي پر خپلو پاکو بندګانو يې لري.
سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) و مدائن ته فاتح او کاميابه ور ننوتى، فارسيان خو په ډير تلوار د مدائن څخه وتلي وه او ځيني لږ شيان يې ور سره اخستي وه، نور ټول شيان پر خپل ځاى پاته وه، سعد(رضي الله عنه) د کسرْی و قصر، ايوان کسرْی (بيت الأبيض) سپین کور او سپيني ماڼۍ ته ور و رسېدى، امر يې وکى چي بيت الأبيض په مسجد بدل کړى، دغه ځاى دي د مسلمانانو د لمانځه ځاى وي، نو مسلمانانو د کسرْی په قصرکي لمونځ کاوه، سعد(رضي الله عنه) چي قصر ته ور ننوتى د دغه قصر و فخامت او لوى والي ته، د دغه قصر ښايست او هغو سرو او سپينو زرو ته په تعجب کي سو چي په دغه قصر کي کار سوي وه، په دغه قصر کي داسي نعمتونه، تفريحي ځايونه موجود وه چي سترګو يې مثل نه ؤ ليدلى، دا د هغه کسرْی قصر دی چي د مځکي په پاچهانو کي تر ټولو لوى پاچا ؤ.
سعد(رضي الله عنه) قصر ته ور ننوتى او د سورة الدخان ( 25 ) نمبر آیات او وروستني آياتونه يې تلاوتول، کوم چي الله(جل جلاله) فرمايي:
كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿٢٥﴾ وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿٢٦﴾ وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ﴿٢٧﴾ كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿٢٨﴾ سورة الدخان (28-25 )
يعني: څومره ډير باغونه، د اوبو چينې، کښتونه، ښه او ښايسته ځايونه، نعمتونه، د هوسايي او راحت سامانونه، چي دوی په هغه نعمتوکي خوشاله او خوند اخستونکي وه، دوى پرېښوول، دغه رنګه موږ درواغجنان هلاکوو او دغه شيان مو بل قوم ته په ميراث ورکړه.
سعد(رضي الله عنه) دغه آياتونه تلاوتول او سپيني ماڼۍ ته ور ننوتى، د مدائن ښار د هجرت د پنځلسم کال په آخري وختو کي فتحه سو او د جمعې اول لمونځ په مدائن کي آداء سو.
د هجرت د شپاړسم کال د صفري په مياشت کي سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) غنيمتونه را ټول او سره يو ځاى کړه، او په هغه تښتېدلو خلکو پسي يې نفر ولېږل، دغو نفرو د هغه تښتېدلو خلکو څخه ډير نفر بنديان و نيول، سعد(رضي الله عنه) غنيمتونه پر لښکر و وېشل، د غنيمتو وېش خو در معلوم دى چي څلور حصې يې و دغه فاتح لښکر ته ورکول کيږي، او د غنيمتو پنځمه حصه د مسلمانانو بيت المال ته ورکول کيږي، نو د غنيمتو څلور حصې و لښکر ته ور و وېشل سوې، د دغو غنیمتو په وېشلو سره د لښکر د هر فرد سره پوره سرمايه جمعه سوه، او د غنيمتو خُمس يا پنځمه حصه يې و حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه) ته ور ولېږل.
دغه خمس راوړل سو او د مسجد نبوي په میداني کي کښېښوول سربېره يې یو ټُکر پر اوار کړی حضرت عُمر(رضي الله عنه) چي راغلی او هغه ټُکر یې پورته کړی وې لیده چي ډير زيات مال او ثُروت دی، دومره ډير مالونه وه چي د انسان په عقل کي نه کښېوزي، څرنګه چي په غنیمتو کي کوچني او ګران قیمته شیان لکه د سرو زرو انګشترۍ یا د اصیلو جواهرو ګوتمۍ او داسي نور کوچني شیان هم موجود وه چي پټول یا غلا کول یې ډیر آسانه وه نو حضرت عُمر(رضي الله عنه) و ویل:
{اِنَّ قَوماً أدُّوا هذا لَذَوِى الأمانه}
ژباړه: هغه قوم چي دغه مالونه و بيت المال ته تسليموي، خيانت نه پکښي کوي، هغه قوم امين قوم دى، يعني دغه لښکر چي دغه ټول مالونه بېله دې څخه چي دغه کوچني شیان پټ کړي بيت المال ته را ولېږل، نو دوى امانت کاره او امين قوم دى.
حضرت علي(رضي الله عنه) ور ته و ویل:{ إنَّکَ عَفَفْتَ فَعَفَّتِ الرَّعِيِّةُ}
يعني: تا ځان پاک او امين وساتى نو رعيت دي هم پاکان او امينان سوه.
وروڼو! دا عمومي قانون او قاعده ده: که حاکم پاک او امانت کاره ؤ، رعيت يې هم پاک او امانت کاره وي، او که بيا حاکم غل، حرام خوره ؤ، رعيت يې هم هغه شئ وي، وايي: {النَّاسُ على دينِ مُلُوکِهِم } یعني خلک د خپلو پاچهانو پر دين وي، نو ځکه علي(رضي الله عنه) و ویل:
{ إنَّکَ عَفَفْتَ فَعَفَّتِ الرَّعِيَّةُ}
د غنيمتو په جمله کي که به يو ډير عجيب شئ ؤ سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) به هغه شئ د غنيمتو څخه جلا کى چي په مدینه منوره کي یې پاته مسلمانانو ته ور وليږي، ځکه دئ پوهېدى چي مسلمانان په دغسي هديه خوشاله کيږي، نو يو د هغو عجيبو شيانو څخه چي لښکر و اهلِ مدينې ته ور پرېښاوه يوه ورېښمينه غالۍ يا قالينه وه چي (قِطف) يې ورته وايه، چي دا د کسرْی فرش ؤ، دغه فرش شپېته په شپېته ذراعه کي يوه ټوټه قالينه وه، چي (3600 ) مربع ذراعه کيږي، چي زموږ د اوسني کورو څو کوره ځني جوړيږي، اوس نو د دغي قاليني و اوصافو ته وګورى:
مؤرخين وايي: کوم وخت چي سعد(رضي الله عنه) غنيمتونه سره را ټول او یو ځای کړه په هغوکي د کسرْی کالي، ګېڼه، توره او داسي نور شيان هم وه، پسله هغه څخه چي د غنیمتو څخه خُمس و ایستل سو او پاته غنيمتونه پر لښکر و وېشل سوه، نو قِطف یا هغه لويه قالینه پاته سوه، ځکه هغه نه وېشل کېده، نو سعد(رضي الله عنه) مسلمانانو ته و ویل: الله(جل جلاله) ستاسي لاسونه در ډک کړه، يعني: اوس تاسي ټول غنيان سواست، آيا اوس کولاى سى چي په خپله خوښه په دغه قِطف يا قالينه کي تر هغه خپلو څلورو حصو تېر سى او دغه قالینه و حضرت عُمر(رضي الله عنه) ته ور ولېږو؟ څرنګه چي د هغه خوښه وي تصرف پکښي وکي، ځکه موږ يې وېشلاى هم نه سو، موږ په زرو نفره لښکر يو او دا يوه غالۍ یا قالینه ده، نو به يې موږ و اهلِ مدينې ته يعني (فقط هغو مسلمانانو ته چي په مدينه منوره کي پاته دي) هديه وبولو، نه و ټولو مسلمانانو ته، د لښکر خلکو و ويل: هو دا دي ښه خبره وکړه، نو يې دغه غالۍ چي يوه ټوټه او شپېته ذراعه په شپېته ذراعه کي وه او د ورېښمو څخه جوړه سوې وه، د سرو او سپينو زرو نقشونه پکښې وه، نقشونه يې هم په داسي ډول سره وه: کورونه، ولې، باغچې، ګلان، چمن، لکه په باغ کي چي ناست يې او دغه غالۍ به کسرْی په ژمي استعمالول، کوم وخت چي به ګلان او زراعت نه ؤ نو به يې دغه غالۍ آواره ول لکه په باغ کي چي ناست وي. که به يې د شراب چښلو إراده وکړه هم به يې پر دغه غالۍ چښل، مقصد دا چي دغه غالۍ یا قالینه په داسي شکل جوړه سوې وه چي ناست سړي به دا فکر کاوه چي زه د ګلانو په باغچه کي ناست يم.
کوم وخت چي دغه غالۍ او نور غنيمتونه و حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه) ته ور و رسېدل نو يې خلک را ټول کړه، اول يې د الله(جل جلاله) حمد، ثناء او صفت و وايه :
او بيا يې د دغي قالیني په باره کي چي د مدینې منورې مسلمانانو ته په هدیه کي رالېږل سوې وه مشوره ور سره وکړه چي څه په وکو؟ ځيني کسان وايي: دا يې ستا، موږ به يې و تا ته په هديه کي درکو، ځيني بيا وايي: څرنګه چي ستا خوښه وي هغسي تصرف پکښي وکه، ځيني وايي: نوره مشوره به هم وکو ځکه دا ډير لوى غنيمت دى ټول سره او سپين زر دي، خلک په دغه مشورو او فکر کي وه چي حضرت علي(رضي الله عنه) ولاړ سو او حضرت عُمر(رضي الله عنه) ته یې و ويل:
ولي خپل علم جهل ګرځوې؟ ولي خپل يقين په ګمان بدلوې؟ د دنيا څخه هيڅ شئ ستا نه دى بېله هغه څخه چي ور دي کړى او ولاړى، يا دي واغوستى زوړ سو، يا دي وخوړى فنا سو، حضرت عُمر(رضي الله عنه) و ویل: صدقتَ،
نو عُمر(رضي الله عنه) ولاړ سو د هغه غالۍ په پرې کولو يې شروع وکړه، هغه یوه ټوټه قالینه یې ټوټې ټوټې کړه او اهلِ مدينې ته يې ور تقسيم کړه، هغو کسانو ته يې ور تقسيم کړه چي په مدينه منوره کي موجود وه، او په مدينه منوره کي لږ نفر پاته وه نور ټول مسلمانان شا و خوا په جهاد او فتوحاتو کي سره پاشلي وه، د دغي قالیني څخه و حضرت علي(رضي الله عنه) ته يوه ټوټه ور و رسېده چي هغه ټوټه يې په شل زره درهمه خرڅه کړه او دغه ټوټه د هغو ښو ټوټو څخه هم نه وه.
د غنيمتو په جمله کي د کسرْی دوه وښي هم راغلي وه، کسرْی د سرو زرو وښي په لاسول او هغه وښي اوس په دغه غنيمتو کي راوړل سوي وه، اوس چي خلک سره را ټول دي او وښي يې را پورته کړه حضرت عُمر(رضي الله عنه) و ویل: چي څوک ولاړ نه سي، او سُراقه بن مالک راولى، هغه سراقه چي د هجرت په ورځ په رسول الله(صلی الله عليه وسلم) پسې ؤ چي وې نيسي او د قريشو هغه سل اوښه انعام واخلي، سراقه راوستل سو، حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه) ور ته و ویل دغه وښي په لاس که، هغه هم وښي په لاسو واغوستل، ويل: لاسونه پورته لوړ ونيسه، هغه هم لاسونه لوړ و نيول، ويل اوس نو د مسلمانانو په منځ کي تېر سه چي و دي ويني، سراقه هم لاسونه لوړ نيولي دي او د مسلمانانو په منځ کي تيريږي، حضرت عُمر(رضي الله عنه) ور ته و ویل: خلکو ته و وايه چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د هجرت په ورځ څه در ته و ویل؟ هغه چي ته په پسې وې او د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د وژلو إراده دي درلوده، او د آس څخه څو واره ولوېدې، او بيا تا امان وغوښتى او امان يې هم درکړى، په هغه ورځ رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څه در ته و ویل؟ سراقه و ويل: نبي الله(صلی الله عليه وسلم) ما ته و ویل:
« کَيفَ أَنتَ يا سُراقه! و فى يَدَيْکَ سِوارَىْ کسری؟»
يعني: څه احساس به کوې يا سراقه! چي ستا په لاسو کي د کسرْی وښي وي؟
او زه په تعجب کي سوم، ما ويل کسرْی نوشيروان؟ څوک او څه مقصد دي دى؟ رسول الله(صلی الله عليه وسلم) و فرمايل: هو کسرْی، سراقه ويل نو زه نور هم په تعجب کي سوم چي دئ په خپله اوس د مکې مکرمې څخه په پټه وزي او د کسرْی د وښيو زېرى راکوي.
تاسي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) دغه اعتماد، باور، او پر الله(جل جلاله) توکل ته متوجه ياست؟ د الله(جل جلاله) پر وعده يې يقين ؤ،﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴾ [آل عُمران:9]
(اوس د مدینې منورې څخه بيرته عراق ته ځو )
هلته په عراق کي سعد(رضي الله عنه) امر وکى چي ټول لښکر او د مسلمانانو ښځي دي مدائن ته راوستل سي (اوس د حيره پر ځاى مدائن د مسلمانانو دپاره مرکز او د حکم ځاى وګرځېدی) په عراق کي د مسلمانانو پايتخت مدائن دى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net