تعلیم الاسلام ویب پاڼه
علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف بن قصي بن کلاب بن مرة بن کعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالک بن نضر بن کنانة ابو تراب (رضي الله عنه) د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) زوم او د اکا زوى د لسو کالو په عمر کي يا تر لسو کالو لاهم په کم عمر ئې اسلام قبول کړى دى ، حتا د ځينو په اند اول شخص دى چي اسلام ئې قبول کړى خو صحيح توجيه د اول اسلام منونکو په هکله دا ده چي په ښځو کي اول خديجې (رضي الله عنها) اسلام قبول کړى دى او په سړو کي اول ابوبکر (رضي الله عنه) او په کوچنيانو کي اول علي (رضي الله عنه) اسلام قبول کړى دى .
علي بن ابي طالب يو د عشره مبشره څخه دى رسول الله (صلی الله عليه وسلم) چي مدينې ته هجرت وکړى ده ته ئې حکم وکړى چي څو ورځي په مکه مکرمه کي پا ته سي او د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره پراته امانتونه او وصيتونه خپلو څښتنانو ته ورسوي او بيا په رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پسي مدينې ته هجرت وکړي ده هم داسي وکړل .
د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره ئې په ټولو غزواتو کي برخه اخيستې ده ، البته د تبوک په غزا کي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په مدينه منوره کي د خپل خليفه په حيث پرې ايښى وو .
دعثمان (رضي الله عنه)دشهادت په سبا ورځ په مدينه منوره کي حاضرو ټولو صحابه کرامو بيعت ورسره وکړى او د خليفه په حيث و ټاکل سو .
ذلحه (رضي الله عنه) او زبير (رضي الله عنه) مکې ته عايشې (رضي الله عنها) ته وغلل او هغه ئې د ان سره و بصرې ته بوتله او د عثمان (رضي الله عنه) د قاتلانو مطالبه ئې کوله ، علي (رضي الله عنه) ته چي د هغوى د مخالفت خبر راورسېدى عراق ته پسي ورغلى او په بصره کي د ده او د طلحه (رضي الله عنه) او زبير (رضي الله عنه) او عايشې (رضي الله عنها) د پلويانو ترمنځ د شپږ دېرشم هجري کال د جمادي الاخر په مياشت کي د کمل مشهوره واقعه پېښه سوه ، طلحه (رضي الله عنه) او زپير (رضي الله عنه) او نور اشخاص په شهادت پکښي و رسېدل ، حتا د دواړو خوا وو د مړو شمېر ديارلس زرو کسانو ته ورسېدى ؛ علي (رضي الله عنه) پنځلس ورځي وروسته د بصرې څخه کوفې ته ولاړى ، بيا معاويه ابن ابو سفيان رضى الله عنهما په شام کي د ورسره کسانو په شمول په مخالفت لاس پوري کړى ، علي (رضي الله عنه) پسي ورغلى ، د هجرت د اووه دېرشم کال د صفري په مياشت کي د دواړو پلويان په (صفين ) کي سره مخامخ سول او څو ورځي و جنګېدل بالاخره روغه پر دې وسول چي دواړه طرفه به خپل حکم (فيصله کونکى ) ټاکي .
علي (رضي الله عنه) ابوموسى الاشعري (رضي الله عنه) خپل حکم وټاکى او معاويه (رضي الله عنه) عمرو بن العاص (رضي الله عنه) خپل حکم وټاکى او دا معاهده ئې وليکل چي کال وروسته به په اذرح کي غونډه کوي او د امت په کار کي به غور کوي معاويه شام ته ستون سو او علي (رضي الله عنه) کوفې ته ستون سو ؛ خوارجو د علي (رضي الله عنه) په مخالفت لاس پوري کړى او د حکم ټاکل ئې د دوى په باطل زغم د دې ايت (لا حکم الا لله ) څخه مخالف عمل وبلى او په حروراء کي ئې لښکر راغونډ کړى .
علي (رضي الله عنه) ترجمان القران عبدالله بن عباس رضى الله عنهما وروليږى څو هغوى پوهه کړي او قناعت ورکړي چي د قراني ايت څخه د دوى طرز استدلال غلط دى او د حکم ټاکل د دې ايت (لا حکم الا لله ) سره منافات نه لري ، ابن عباس رضى الله عنهما د ډېرو کسانو رايه راوړل او ځيني کسان پر خپل خوارجي نظر پاته سول او بيا نهروان ته ولاړل هلته ئې لاري نيولې .
په اته دېرشم هجري کال کي علي (رضي الله عنه) نهروان ته پسي ورلى هلته ئې خوارج ووژل د مړو په جمله کي ذوالثديه هم وو چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د دې باطلي ډلي د نښي په ډول ښوولى وو .
د همدې کال په شعبان کي خلک په اذرح کي راغونډ سول عمرو بن العاص (رضي الله عنه) او ابو موسى الاشعري هم د حکمينو په حيث په غونډه کي حاضر سول خو غونډه په مخالفت پاى ته ورسېدل ؛ د خوارجو درې تنه ( عبدالرحمن بن ملجم ، البرک بن عبد لله او عمر بن بکير ) په مکه کي را غونډ سول او دا عهد ئې سره وکړى چي دوى درې سره به دا درې تنه يعني علي بن ابي طالب ، معاويه بن ابي سفيان او عمر بن العاص په يوه شپه يعني يولسمه يا اولسمه د روژې وژني .
ابن ملجم د علي (رضي الله عنه) برک د معاويه (رضي الله عنه) او عمرو بن بکير د عمرو بن العاص (رضي الله عنه) د قتل دنده پر غاړه واخيستل او هر يو د خپل مطلوب شخص د وطن پر لور وخوځېدل .
علي (رضي الله عنه) لمانځه ته راووتى خلکو ته ئې وويل : ايها الناس الصلوة الصلوة . ابن ملجم په دغه وخت کي ځان ورمخ ته کړى په توره ئې پر نزله ووهه ، چي د جمعې او شنبې په شپه لاژوندى وو د يکشنبې په شپه په شهادت ورسېدى حسن او حسين او عبد الله بن جعفر (رضي الله عنه) غسل ورکړى د جنازې لمونځ حسن (رضي الله عنه) ورکړى او بيا د شپې د کوفى په دار الامارة کي ښڅ کړل سو .
ابوبکر بن عياش وايي : د علي (رضي الله عنه) قبر د خوارجو د بېري له کبله چي د قبر څخه ئې ونه کاږي د خيکو څخه پټ کړل سو .
ابن کثير په البدايه والهنايه کي وا يي : مشهور قول دا دى چي على (رضي الله عنه) د کوفى په دارالامارة کي د خوارجو د بېري له کبله ښخ کړل سوى دى .
او د هغو خلکو وينا چي وايي پر اوښ ئې جنازه وتړل سوه او اوښ و نامعلومه ځاى ته ولاړى ، نه عقل مني او نه شريعت دا ډول کار ته جواز ورکوي ؛ دغه ډول د روافضو دا جاهلانه عقيده چي د علي (رضي الله عنه) قبر په نجف کي ګڼي هم اصل او دليل نه لري بلکي داسي ويل کيږي چي دا قبر په اصل کي د مغيرة بن شعبه (رضي الله عنه) دى .
خطيب په سند د مطر دا قول رانقل کړى دى :
الشيعة قبر هذا الذي يعظمونه بالنجف لرجموه بالحجارة، هذا قبر المغيرة بن شعبة. (البدايه والهنايه )
ژباړه: که شيعه ګانو ته د نجف دا قبر چي دوى ئې تعظيم کوي معلوم واى په ډبرو به ئې ويشتلاى دا د مغيرة بن شعيب قبر دئ .
همدا ډول د بلخ د مزار په ښار کي چي د روضه على په نامه کوم ځاى شهرت لري هيڅ اصل او د ليل نه لري بلکي د شيعه ګانو د خرافاتو د جملې څخه دي .
علي (رضي الله عنه) د درو شپېتو کالو وو چي په شهادت ورسېدى البته د ده د عمر په هکله د څلور شپېتو او پنځه شپېتو کالو اقوال هم راغلي دي .
د يادوني وړ ده چي اهل سنت او جماعت پر دې متفق دي چي د صحابه کرامو تر منځ چي کوم جنګي تصادفات راغلي دي ټول د اجتهاد او حق طلبي پر بنياد واقع سوي دي .
د اجتهاد اهل په اجتهاد کي خطاء سي بيا هم الله يو ثواب ورکوي په دې اجتهاد کي على (رضي الله عنه) مصيب بلل کيږي .
ماخذ : معرفة الحدیث
www.taleemulislam.net