لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هلته په مدينه منوره کي چي به کله کله و حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه) ته د مدائن څخه ځيني د مسلمانانو ډلي او ځيني مسلمان قومندانان ور تله، حضرت عُمر(رضي الله عنه) د دوى په مخانو او بدنو کي تغير وليدى، وې لیده چي مسلمانان ډنګريږي او رنګونه یې ژړيږي، حضرت عُمر(رضي الله عنه) پر دوى د مرضه څخه و بېرېدى چي يو مرض پکښي پيدا نه سي، ځکه هلته د فارس هوا داسي هوا وه چي عربو عادت نه ور سره درلودى، نو امير المؤمنين(رضي الله عنه) و سعد(رضي الله عنه) ته وليکل: سلمان فارسي او حذيفه بن اليمان(رضي الله عنه) ولېږه،
(حضرت عُمر(رضي الله عنه) ولي دغه دوه نفره اختياروي؟ ځکه سلمان فارسي(رضي الله عنه) د فارس په مځکه پوهېدى او حُذيفه(رضي الله عنه) د عربو په طبيعت پوهېدى)
ويل: دغه دوه نفره ولېږه چي د عراق په مځکو کي داسي مځکه اختيار کي چي بحري او بري دواړي هواوي ولري، يعني داسي مځکه اختيار کړي چي په وچه کي وي او و نهر ته نژدې وي او بل زما او د هغه ځاى په منځ کي نه رود، نه واله او نه پُل وي، يعني د فُرات په غربي منطقه کي داسي ځاى وګوري چي هوا يې د وچي مځکي هوا وي او د عربو پر طبيعت موافق ځاى وي او د مدينې منورې څخه تر هغه ځايه پوري رود، واله او پُل هم نه وي.
دا بیا د دې دپاره چي د ضرورت په وخت کي د امیر المؤمنین له طرفه و هغه ځای ته عسکري کومک ور رسېدلای سي، د امير المؤمنين(رضي الله عنه) په امر سلمان فارسي او حذيفه(رضي الله عنه) د عراق په مځکه کي ګرځېدل څو د کوفې و منطقې ته ورسېده، چي هغه وخت دغه ځای وچ دښت ؤ.
(د کوفه د لفظ ترجمه هم داسي ده یعني: سور رېګ چي شګې ور سره ګډي وي)
دغه دوه نفره چي دغه ځای ته ورسېدل دغه ځاى يې د هغه خپل مقصده سره موافق ولیدی او د مسلمانانو د استوګني دپاره یې مناسب وبلى، ځکه يو خو نهر ته نژدې ؤ او بل هوا يې د عربو د طبيعت سره برابره او موافقه وه، نو يې پر دغه مځکه لمونځ آداء کړى او اول هغه څوک چي په کوفه کي يې لمونځ کړى دى سلمان او حذيفه(رضي الله عنه) دي، پسله لمانځه څخه يې و الله(جل جلاله) ته دعاء وکړه او ويل:{ اللّْهم اجعَلها مَنزِلَةَ الثَبات} يعني: الْهي! دغه مځکه زموږ دپاره د ثُبات او قرار ځاى وګرځوې، کوم وخت چي يې سعد(رضي الله عنه) ته دغه خبر راوړى چي موږ دغه ځاى اختيار کړى دى، سعد(رضي الله عنه) د لښکر مشران او قومندانان سره يو ځاى کړه او د دغه ځاى په باره کي مشوره ور سره کوي، هغو و ویل: هو دا ښه اختيار دى او ښه ځاى يې خوښ کړى دى.
د هجرت په اووه لسم کال د محرم په مياشت کي ټول مسلمانان په کوفه کي سره يو ځاى سوه چي هغه وخت دښت او خالي مځکه وه، نو د دغه دښت او ولې تر منځ يې دغه ټوله مځکه باغچې او باغونه جوړ کړه، چي د مسلمانانو دپاره ثُروت او جايداد سو، او منطقه هم داسي منطقه ده چي هوا يې مرطوبه دريابي هوا نه وه، د عربو د طبيعت سره برابره وچه هوا ده، واله، اوبه، زراعت او مېوې ټول شيان ورته موجود سوه، بيا يې د کوفې د ښار په نقشه کولو شروع وکړه، غواړي چي د کوفې ښار جوړ کړي، چي د دغه ښار جوړول د هغه لويو عِمراني کارو څخه یو کار دى چي د حضرت عُمر(رضي الله عنه) د خلافت په زمانه کي او د ده(رضي الله عنه) په امر سره سوي دي، سعد(رضي الله عنه) د حضرت عُمر(رضي الله عنه) په لار ښوونه يو نفر چي ابو هُياج بن مالک ور ته ويل کېده امر کړى چي ته د ښار نقشه جوړه که، بې نظمه او بې ترتيبه کار نه ؤ چي هرڅوک چي هر چيري کور جوړوي هلته دي يې جوړ کي،
يا! اول پر دغه مځکه وګرځېدل او د مسجد دپاره يې مناسب ځاى و ټاکى، نو اوله شروع په مسجد وسوه، مسجد جوړ سو او بيا د مسجد و څنګ يا بغل ته د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه) دپاره د ولايت يا إمارت تعمير جوړ سو چي دغه ځاى د ښار دپاره منځ او مرکز سو، او بيا ښار پر سړکانو و وېشل سو، په ښار کي سړکان کش سوه، د عمومي سړکانو بَر يا عرض څلوېښت ذراعه ؤ او د فرعي سړکانو بَر دېرش ذراعه ؤ او د هغو سړکانو بَر چي په کوڅو کي وه شل ذراعه ؤ، هغه لاري يا کوڅې چي کورونه يې سره جلا کول بَر يې اووه ذراعه ؤ، په پوره ترتيب او تنظيم ښار و وېشل سو او د ښار نقشه ثابته سوه، د کورو دپاره مځکي و وېشل سوې، د هر شي منطقه معلومه کړل سوه، بيا نو سعد(رضي الله عنه) په خلکو کي ږغ وکى چي اوس نو هر څوک چي کور يا تعمير جوړوي جوړ دی يې کړي، د کورو په جوړولو شروع وسوه، د دغه وخته څخه په عراق کي د مسلمانانو مرکز او د حکم ځاى دغه کوفه سوه، او مسلمانان د مدائن څخه کوفې ته رانقليږي، دا د کوفې د جوړولو وخت او سبب ؤ او دغه يې د جوړولو طريقه وه.
په عين دغه کال کي حضرت عُمر(رضي الله عنه) عُتبه بن غزوان(رضي الله عنه) و بصرې ته ولېږى او بصره هم د حضرت عُمر(رضي الله عنه) په امر پر دغه نقشه جوړه سوه، چي دغه بصره بيا د عراق د شرقي منطقو دپاره مرکز او پايتخت وګرځېده.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net