د شام د فتحه کولو شروع
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
بيرته به د قصې سر ته ولاړ سم، کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق (رض) د جزيرة العرب د رِدت د مسئلې څخه تقريباً فارغه سو اول يې هغه څلور لښکره جوړ کړه چي د عراق پر طرف يې ولېږل، چي د هغو لښکرو فتوحات لکه څرنګه چي وا مو ورېدل یا ولوستل په عراق کي شروع وه او په دغه وخت کي ابوبکر الصّدِّیق(رض) دا قصد وکړى چي د شام او رومیانو پر طرف هم لښکري ولېږي.
د هغه وخت د دنيا دوې لويي پاچهۍ فارس او روم وې، عراق د فارسيانو تابع ؤ او شام د روميانو تابع ؤ، مسلمانانو خو په فارس شروع کړې وه او غوښتل یې چي په روم هم شروع وکړي، نو ابوبکر الصّدِّیق (رض) څلور لښکره بلکه پنځه لښکره د شام دپاره جوړ کړه او يو په بل پسي يې لېږل، خو دمخه تر دغو لښکرو يې هغه د رِدت په وخت کي يو کوچنئ لښکر د خالد بن سعيد بن العاص(رض) په مشرۍ د تيماء و طرف ته لېږلى ؤ.
تيماء چي د يهودو ځاى ؤ د رسول الله(ص) په وخت کي فتحه سوی ؤ، خو تيماء د روم و مځکي ته ډيره نژدې منطقه وه او دغه منطقه د جزیرة العرب تر رِدت یا مرتد کېدلو وروسته دوهم وار بیا مسلمانانو په خپل تصرف کي راوستل، نو ابوبکر الصّدِّیق(رض) هغه د رِدت په وخت کي دغه کوچنئ لښکر د خالد بن سعید بن العاص(رض) په مشرۍ د دې دپاره هلته ولېږى چي د روم او مسلمانانو په منځ کي يو داسي قوت پروت وي چي د رِدت په وختو کي د روميانو د حملې څخه د مسلمانانو ساتنه کوي، دغه لښکر هلته په تیماء کي پاته ؤ.
اوس د روم پاچا هرقل د نصارا عربو څخه يو لښکر جوړاوه او د دغه لښکر د جوړولو سبب دا ؤ: كله چي هرقل په فارس کي د مسلمانانو د فتوحاتو خبرونه اورېدل نو يې فکر وکى: که د مسلمانانو زموږ پر طرف د حملې إراده وي بايد مخه يې ونيول سي او د مسلمانانو مخ په چا نيسي؟ په هغو نصارا عربو چي د شام اوسېدونکي وه، نو هغه د نصارا عربو لښکر د هرقل په امر د مسلمانانو د جنګ دپاره مخ پر تيماء را رهي سو، دلته په تيماء کي خالد بن سعيد (رض) ته د دغه لښکر د راوتلو خبر و رسېدى او د هغو مخ ته ور و وتى، چي په نتيجه کي يې نصارا عربو ته شکست ورکړى، هرقل و بېرېدى ځکه د ده او مسلمانانو په منځ کي کومه قوه نه ده پرته چي د ضرورت په وخت کي د مسلمانانو مخه ونيسي، نو يې دروم څخه يو لښکر را ولېږى چي د دې لښکر قومندان ماهان نومېدى، ماهان د لښکره سره د خالد بن سعيد(رض) پر طرف را رهي سو، غواړي چي دمخه تر دې چي مسلمانان پر روم حمله وکي روميان پر مسلمانانو حمله وکي، مګر خالد بن سعيد (رض) ماهان ته هم شکست ورکړى، خو خالد بن سعيد(رض) وليده چي د رومیانو له طرفه لښکر پسله لښکره د ده پر طرف را رهي دی او د ده سره نفر هم لږ دي، نو يې ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته حال ولېږى چي کومک را ولېږه.
هغه وخت چي خالد بن سعيد(رض) تيماء ته تلى دا هغه وخت ؤ چي حضرت ابوبکر الصّدِّیق (رض) په جزيرة العرب کي د رِدت په جنګو مشغوله ؤ او نفر ورسره لږ وه، اصلاً ابوبکر الصّدِّیق(رض) د خالد بن سعيد(رض) لښکر په دې سبب تيماء ته لېږلى ؤ چي د رِدت د جنګو په وخت کي نور خارجي ملکونه د مسلمانانو په فکر کي نه سي چي حمله دي پر وکړي، نو دغه لښکر به هلته يوه دفاعي قوه پرته وي، خو د خالد بن سعيد(رض) له طرفه د کومک غوښتنه په داسي وخت کي را ورسېدل چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د رِدت د مسئلې څخه بالکل فارغه سوى ؤ، ټوله جزيرة العرب و اسلام او د رسول الله(ص) و خليفه ته تابع سوې وه او د مسلمانانو لښکري چي د مرتدانو د جنګ دپاره شا و خوا تللي وې هغه لښکري بيرته مدينې منورې ته راغلي وې، په دغه وخت کي خالد بن سعيد(رض) د کومک غوښتنه وکړه،
نو ابوبکرالصّدِّیق(رض) فوراً څلور لښکره د شام د حملې دپاره جوړ کړه، اوس د جزيرة العرب ساتنه نه کوي بلکه غواړي چي پر شام حمله وکي او دغه لښکري یې د دې دپاره شام ته ور لېږلې چي د شام خلک اول اسلام ته را و بولي، که يې اسلام نه کړى قبول مسلمانانو ته به جزيه ورکوي، که هغه هم نه وي نو جنګ ور سره کیږي.
هلته هرقل د شام خلک را ټول کړه او ورته ویې ويل: دمخه تر دې چي د مسلمانانو سره جنګ وسي د شام پر نيم حاصلاتو صلحه ورسره وکړى، ځکه دغه پر نيم شام صلحه کول تر دې ښه او بهتر دي چي مسلمانان ټول شام او نيم روم راڅخه واخلي، د شام خلک په قهر سوه، ويل: موږ څنګه و دغو لږو خلکو ته تسليم سو؟ حال دا چي موږ په دنيا کي اول او تر ټولو قوي قدرت يو.
د شام خلکو د هرقل خبره نه کړه قبوله او ويل: جنګ ور سره کوو، د شام نصارا عربو د جنګ إراده وکړه او ابوبکر الصّدِّیق(رض) دلته لښکري جوړي کړې.
اول - لښکر چي د عَمرو بن العاص(رض) په مشرى ؤ د فلسطين و طرف ته يې ولېږى.
دوهم - لښکر چي د شُرحبيل بن حسنه(رض) په مشرى ؤ د اُردن و طرف ته رهي سو.
درېيم - لښکر د يزيد بن ابي سفيان(رض) په مشرى د بلقاء و طرف ته چي په سوريه کي يو ځاى دى رهي سو.
په يزيد پسي يې د ده دکومک دپاره د معاويه بن ابي سفيان(رض) په مشرى بل لښکر ولېږى چي د خپل ورور يزيد کومک وکړي.
څلرم لښکر يې د ابو عبيده عامر بن الجراح(رض) (امين الاُمّه) په مشرى د حِمص و طرف ته ولېږى.
اسلامي لښکرو حرکت وکړى، عَمرو بن العاص(رض) و فلسطين ته ورسېدى او هلته يې خېمې و درولې، شُرحبيل(رض) و اُردن ته ورسېدى، يزيد(رض) و بلقاء ته ورسېدى، ابو عبيده(رض) چي د حمص و طرف ته رهي ؤ یوازي دﺉ تر خپله مقصده و نه رسېدى، ځکه هلته په روم کي چي دغه خبرونه و هرقل ته و رسېدل و بېرېدى او ډير ژر يې په حمص کي قواوي واچولې او بل لښکر يې د ابو عبيده(رض) پر طرف ور رهي کړى، غواړي چي د ابو عبيده(رض) مخه ونيسي، ابو عبيده(رض) چي د مدينې منورې له طرفه ور رهي دى جولان ته ورغلى او د هغه ځايه څخه د الجاديه و منطقې ته ورسېدى، جاديه په سوريه کي د حرّان په شمال کي واقع ده، د ابو عبيده(رض) لښکر په جولان کي خېمې و درولې.
هلته هرقل يا د روم پاچا د مسلمانانو د هر لښکر په مقابل کي يو يو لښکر را ولېږى، چي هر لښکر يې د مسلمانانو تر ټولو لښکرو څو چنده زيات ؤ، د روم د لښکرو خبر چي مسلمانانو ته ورسېدى عَمرو بن العاص(رض) د مسلمانانو و هغو نورو لښکرو ته حال و لېږى او ويل جنګ داسي نه کيږي، زموږ د هر لښکر شمېر د دښمن د لښکرو په مقابل کي ډير لږ دى، موږ بايد سره يو ځاى سو، د نورو لښکرو قومندانانو و ویل:
ستا خبره صحي ده خو د مسلمانانو خلیفه ابوبکر الصّدِّیق(رض) دغه ځايونه موږ ته را ټاکلي وه نو اوس موږ په خپله خوښه دغه ځايونه نه سو پرېښوولاى، موږ بايد د خليفةَ رسولِ الله سره مشوره وکو، نو يې ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته د مشورې دپاره نفر ولېږل، ابوبکر الصّدِّیق(رض) هم موافق سو چي هو سره يو ځاى سى، نو د مسلمانانو دغه څلور لښکره د يرموک د منطقې سره يو ځاى سول، د يرموک منطقه د شام په جنوب غرب کي واقع ده، دغه د لښکرو يو ځاى کېدل د هجرت د ديارلسم کال د صفري په مياشت کي وه.
اوس د مسلمانانو څلور لښکري فقط سره نژدې سوې خو يو لښکر نه سو ځني جوړ بلكه هر قومندان د هغه خپل لښکر آمر دى، يو په بل کار نه لري فقط سره نژدې سوه، د روم لښکر راسي پر مسلمانانو حمله وکي او بيرته ولاړ سي، د حملو جنګونه کيږي نور جبهه يې جنګونه نسته ځکه مسلمانان نه غواړي چي په دغه لږ شمېر لښکر جنګ شروع کي، دغه حال درې مياشتي دوام درلودی، صفره، ربيع الاول، ربيع الثاني، د مسلمانانو ټول لښکري تقريباً ديرش زره نفره کيږي او د روم لښکر درې لکه نفره دى، د دومره ډير لښکره سره جنګ کول ډير مشکل بلکه محال يا نا ممکن دي، نو مسلمانانو ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته حال ولېږى چي موږ ته نور کومک را ولېږه، د ابوبکر الصّدِّیق(رض) سره نفر نه وه موجود، ځکه ټول مسلمانان يا په شام کي دي يا په عراق کي دي او ځيني يې په جزيرة العرب کي دي،
نو ابوبکر الصّدِّیق(رض) په عراق کي خالد بن وليد(رض) ته حال ولېږى چي په عراق کي د ځان نائب و دروه او ته شام ته ولاړ سه، خالد(رض) ته چي دغه خبر و رسېدى چي هلته په شام کي د مسلمانانو او روميانو لښکري مخ په مخ سره ولاړي دي او په هره لحظه کي دا امکان سته چي جنګ دي شروع سي نو دلته تلوار په کار دى او دئ(رض) غواړي چي ډير ژر د مسلمانانو کومک ته ځان ورسوي، مګر اوس که خالد(رض) پر هغه معروفه او معلومه لار رهي سي ممکن په يوه مياشت کي شام ته ورسيږي او که پر دښت او صحراء رهي سي چي هلته کښتي او لوړي سته، غرونه او شېلې سته ممکن په پنځو ورځو کي يرموک ته ورسيږي، مګر صحراء وچ دښت دى، هلته نه اوبه سته نه خواړه، نه کلى سته نه زراعت، د ورکېدلو او چولاوه کېدلو امکانات ډير دي، ځکه تر دغه وخته پر دغه لار نه لښکر تللى ؤ نه قافله، نا معلومه لار ده.
نو خالد(رض) فکر وکى او ويل: که پر معلومه لار ولاړ سم چي زه ور رسېږم جنګ به شروع سوى او خلاص سوى وي، نو يې د دښت او صحراء لار خوښه او اختيار کړه، که څه هم په دغه لار کي د ورکېدلو، تږي کېدلو او هلاکېدلو خطرونه موجود وه خو د ژر رسېدلو دپاره بله چاره نه وه، دا يو انتحاري عمل ؤ.
خالد(رض) هغه ښه او تېز تلونکي اوښان را ټول کړه او د خپل لښکر څخه يې جنګيالي قهرمانان سره يو ځاى کړه چي تقريباً نه زره او پنځه سوه نفر وه، اوس نو د دغه صحراء او دښت دپاره و ډيرو اوبو ته ضرورت لري چي ور سره وايې خلي ځکه پر لاري لښکر، آسان، اوښان ټول اوبو ته ضرورت لري او پر لار اوبه نسته، که بيا پر اوښانو اوبه ور سره اخلي اوښان درنيږي او پر لار تېز نه سي تلاى، نو يې د دې کار دپاره يو تدبیر او حېله وکړه، هغه داسي:
خالد بن ولید(رض) نور ډير اضافه اوښان را وستل او هغه اوښان یې ډير تږي کړه او بيا يې اوبه ورکړې، دوه واره يې اوبه په وچښلې، څو د اوښانو نسونه په اوبو ډک سوه، بيا يې د اوښانو په خولو کڅوړي ور واغوستې چي بل شئ و نه خوري، دا ولي يې په اوښانو اوبه و چښلې؟ ځکه هغه اوبه چي خالد(رض) پر نورو اوښانو ور سره اخستي وې هغه یوازي د لښکر د افرادو بسېدې، نو آسانو او اوښانو ته څه شي ورکي؟ او لار هم وچ دښت دى، نو يې دغه حيله وکړه، هر ځاى چي به يې واړول د دغو اوبه سوو اوښانو څخه به يې څو اوښه حلال کړه، غوښي به يې مسلمانانو وخوړې، او هغه اوبه چي د اوښانو په نسو کي وې هغه به يې تر پاکولو یا صافولو وروسته آسانو او اوښانو ته ور کولې، نو هغه د سفر او د لښکر پر اوښانو خوراکه او اوبه بار نه سوه، ځکه اوښان بايد سپک وي او تېز ولاړ سي، او دغه نور اضافه اوښان هم د اوبو ذخيره وه او هم د مسلمانانو د لښکر خواړه وه او پر خپلو پښو ور سره تله.
دغه یرموک ته د خالد بن ولید(رض) د ورتللو د لاري قصه ډیره اوږده قصه ده چي د خطرو څخه ډک او عجب واقعات پکښې پېښ سوي دي خو زه د هغو واقعاتو تر تفصیل تېر سوم.
واقعاً هم خالد(رض) او لښکر وکولاى سواى چي دغه اوږده لار او ډيره مسافه په پنځو ورځو کي قطعه او طئ کړي، او يرموک ته د جنګ تر شروع کېدلو د مخه ور و رسېدى، هلته چي ورسېدى د مسلمانانو د هغو څلورو لښکرو څخه يې يو لښکر جوړ کړى، بيا يې دغه يو لښکر و ټوليو ته و وېشى چي هره ټولۍ يې زر نفره وه، د لښکر څخه يې شپږدېرش ټولۍ جوړي کړې، دغه ټولۍ يې پر منطقه تقسيم کړې و هري ټولۍ ته يې لار ښوونه وکړه او وظيفې يې ور و فرمايلې.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net